انادولو خبري آژانس راپور ورکړی چې د تورکیې د ملي دفاع وزیر یاشار ګولر به قطر ته سفر وکړي ترڅو د څلورو هېوادونو ترمنځ د دفاعي صنایعو د همکارۍ د تفاهم لیک د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي.
د یاد آژانس د باخبره سرچینو په وینا، تمه کېږي چې ښاغلی ګولر به د سه شنبې په ماسپښین د قطر په لور روان شي.
د پلان له مخې، تمه ده چې تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا به د چهارشنبې په ورځ دغه تفاهم لیک لاسلیک کړي.
بلخوا، د دفاعي چارو لپاره د قطر د دولت وزیر، شیخ سعود بن عبدالرحمن آل ثاني د دوشنبې په ورځ په دوحه کې د «نړیوال امنیت فورم ته وویل چې قطر به ډېر ژر د کورنیو دفاعي تولیداتو د یوه مرکز د جوړولو پلانونه اعلان کړي.
آل ثاني وویل، قطر له خپلو سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو، لکه امریکا، انګلستان او فرانسې سره په ګډه کار کوي، ترڅو خپل کورني دفاعي ظرفیتونه لوړ کړي او په دفاعي شرکتونو کې د پانګونې فرصتونه ولټوي.
هغه همدارنګه زیاته کړه چې قطر به پرته له نورو جزیاتو ورکولو ډېر ژر د بالیسټیک توغندیو، بې پیلوټه الوتکو او سایبري بریدونو پر وړاندې د خپلو وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د یوه نوي شراکت د رامنځته کېدو خبر ورکړي.
د قطر دغه اعلان په داسې حال کې کېږي چې پر ایران د امریکا او اسراییلو روانې جګړې د قطر د انرژۍ سکتور او سمندري سوداګري اغېزمنه کړې ده.
د شخړو له پیلېدو لږ وروسته، قطر په راس لافان کې د اوبلن طبیعي ګازو (LNG) خپل لوی کمپلکس وتاړه، په داسې حال کې چې د هرمز له ستراتیژیک تنګي څخه د کښتیو پر تګ راتګ محدودیتونو نړیواله سوداګري ګډوډه کړې ده.
ترکیې او قطر په وروستیو کلونو کې خپل ستراتیژیک شراکت پیاوړی کړی او د دفاعي، امنیتي، سوداګریزو او پانګونې په برخو کې یې همکارۍ پراخې کړې دي. دواړه هېوادونه په دوحه کې یوه ګډه پوځي قومانداني لري او د سیمه ییزو مسایلو په اړه له نږدې همغږي کوي.
د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې، دوی د خپلو دوه اړخیزو اړیکو د ژورولو په موخه د پراخو تړونونو د یوې برخې په توګه، د دفاعي صنایعو د همکارۍ په اړه یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.




















