په اسرائیلو کې خپرېدونکي "i24" ټلویزیون د یوه امریکايي چارواکي له قوله په خپل خبر کې ویلي، چې امریکا به خپله درېیمه الوتکې وړونکې بېړۍ او د سمندري ځواکونو دویمه فرقه منځني ختیځ ته واستوي.
د «یدعوت احرونوت» ورځپاڼې په خبر کې ادعا شوې چې دا پرېکړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغو ګواښونو وروسته شوې، چې ویلي یې وو د نوامبر له منځنیو ټاکنو وروسته به پر ایران بیا بریدونه پیل کړي.
«د هیل» (The Hill) ورځپاڼې لیکلي، چې د ټیودور روزولټ (USS Theodore Roosevelt) بېړۍ په سیمه کې د شته بېړیو څخه د یوې د ځای ناستي په توګه د منځني ختیځ په لور روانه شوې ده.
امریکا منځني ختیځ ته شاوخوا ۱۰ زره اضافي سرتېري استوي
هغو امریکايي چارواکو چې په امریکا کې یې د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته معلومات ورکړي، هم ویلي چې د امریکا د دفاع وزارت به منځني ختیځ ته له ۹ زرو څخه تر ۱۰ زرو پورې اضافي سرتېري واستوي.
چارواکو څرګنده کړې چې د ټیودور روزولټ الوتکې وړونکې بېړۍ د سپټمبر په ۲۷مه په سان ډیاګو کې له خپل اصلي بندر څخه حرکت کړی او زیاته کړې یې ده چې د «USS Makin Island» امفیبي (د اوبو او وچې) چمتووالي ډله چې د سمندري ځواکونو لېږدونکې درې امفیبي بېړۍ پکې شاملې دي، هم د سپټمبر په ۲۸مه روانه شوې او د نوامبر تر پایه به سیمې ته ورسیږي.
د ټیودور روزولټ بېړۍ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې وروسته منځني ختیځ ته استول شوې وه او څه موده وروسته د نوبت بدلولو لپاره بېرته امریکا ته ستنه شوې وه.
اوسمهال امریکا په منځني ختیځ کې د «USS George H.W. Bush» او «USS George Washington» په نومونو دوه الوتکې وړونکې بېړۍ او شاوخوا ۵۰ زره سرتېري لري.


















