د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې په بیانولو سره چې پر اروپا د برید کوم پلان نه لري، وویل: "که چیرې د کالینینګراد په ګډون پر روسیې مستقیم برید وشي، نو د هغو ټولو وسلو کارولو مسله به خامخا او سمدستي راپورته شي چې زموږ هیواد یې لري."
ولادیمیر پوتین په پلازمېنه مسکو کې د "والډای" د نړیوال بحث کلب په کلنۍ غونډه کې، د روسیې او اروپايي هېوادونو ترمنځ د کړکېچ او د اوکراین د جګړې په اړه خپلې ارزونې وړاندې کړې.
پوتین د کالینینګراد په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې او ځینو هېوادونو ته په استول شویو لیکونو کې د څرګندونو د ملاتړ په ترڅ کې وویل: "که چیرې د کالینینګراد په ګډون پر روسیې مستقیم برید وشي، نو د هغو ټولو وسلو کارولو مسله به خامخا او سمدستي راپورته شي چې زموږ هیواد یې لري."
پوتین پر دې ټینګار وکړ چې دوی هیڅ هېواد نه ګواښي او زیاته یې کړه: "موږ هیڅوک نه ډاروو. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه او ځینو هېوادونو ته استول شوي لیکونه د ګواښلو په معنا نه دي، بلکې دا موږ ته د ګواښ کولو د هڅو پر وړاندې یو ځواب دی."
پوتین د دې په ټینګار سره چې پر هیڅ چا د برید پلان نه لري، وویل: "موږ نه په ۲۰۲۹، نه ۲۰۳۰ او نه هم په ۲۰۵۰ کې (د برید) پلان لرو، خو که له برید سره مخ شو نو ځواب ورکولو ته به اړ شو. د اروپايي هېوادونو وګړي باید په دې ښه پوه شي او زموږ د دریځ او د خپلو هېوادونو د ځینو سیاسي مشرانو د دریځونو ترمنځ توپیر وکړي."
پوتین دې ته په اشارې سره چې د روسیې په وړاندې یو داسې لوری شتون لري چې د روسیې په پرتله دوه برابره نفوس او لوی اقتصادي او پوځي ظرفیت لري، وویل چې د دې ګواښ په وړاندې به د دوی شته ځواک او امکانات محدود وي، له همدې امله به اړ شي چې له خپلې برترۍ څخه کار واخلي.
ولادیمیر پوتین وویل، "نن ورځ هغه وسلې چې روسیه یې لري، بل هیڅوک یې نه لري. دا زموږ برتري (لوړتیا) ده."



















