منځنی ختیځ
4 د لوستلو دقیقې
د غزې روغتیايي چارواکي وايي، اسرائیلو په غزه کې په تازه بریدونو کې درې فلسطینیان وژلي دي
د اسرائیلو یوې بې پیلوټه الوتکې رفح ته نږدې د اقتصاد وزارت پر یوه مرکز برید وکړ چې له امله یې دوه فلسطینیان ووژل شول، په داسې حال کې چې یو بل فلسطینی د غزې په ښار کې د یوه پخواني برید له امله د اوښتو ټپونو له کبله ساه ورکړه.
د غزې روغتیايي چارواکي وايي، اسرائیلو په غزه کې په تازه بریدونو کې درې فلسطینیان وژلي دي
غزه / TRT français et agences

د روغتیايي سرچینو په وینا، په غزه کې درې فلسطینیان وژل شوي دي، دوه یې رفح ته نږدې د اسرائیلي بې‌ پیلوټه الوتکې په برید کې او یو بل یې په یوه مخکیني برید کې د اوښتو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د یکشنبې په ورځ د بې ‌پیلوټه الوتکې برید د رفح ښار شمال لوېدیځ ته د المواصي په سیمه کې د معاویه جومات ته څېرمه ترسره شو، چې له امله یې احمد سعید فتحي عابدین او معتز حاجي ووژل شول او څو نور کسان ټپیان شول.

د غزې د سرحدي تګلارو ادارې یوې سرچینې وویل، برید د اقتصاد وزارت پر هغه مرکز ترسره شو چې د کریم ابو سالم له لارې سیمې ته د ننوتونکو مالونو د لېږدوونکو موټرو د څارنې مسؤلیت یې درلود.

د سرچینې په وینا، ۳۴ کلن عابدین هم د دغه مرکز له کارکوونکو څخه و.

همدا مرکز د اکتوبر په ۲۸مه هم په نښه شوی و، چې په پایله کې یې د حکومت شپږ کارکوونکي وژل شوي وو.

د غزې د حکومت د رسنیو دفتر ویلي وو چې دغو کارکوونکو سیمې ته د ننوتونکو توکو د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کولو او د قاچاق د مخنیوي لپاره د توکو د پلټنې چارې ترسره کولې.

یوې طبي سرچینې وویل چې د غزې په ښار کې ۲۸ کلن عبدالله مازن حسونه د هغو ټپونو له امله ساه ورکړه چې د الجلاء په کوڅه کې د بې ‌ځایه شویو فلسطینیانو پر یوې خېمې د اسرائیلو په مخکیني برید کې ور اوښتي وو.

د غزې په اوږدو کې د اسرائیلو بریدونه دوام لري

د خان یونس ښار د السطر الغربي په سیمه کې یو بل فلسطینی د اسرائیلي پوځیانو د ډزو له امله ټپي شو.

سیمه ‌ییزو سرچینو همدارنګه د غزې ښار ختیځ ته د اسرائیلي توپچي ځواکونو د پرله ‌پسې بریدونو او د ښار په ساحلي سیمه کې د سمندري ځواکونو د ډزو خبر ورکړی دی.

د سرچینو په وینا، په جبالیا کې اسرائیلي پوځي موټرو او څلور پکه لرونکو بې ‌پیلوټه الوتکو پر هغو کورونو او خېمو سختې ډزې وکړې چې بې ‌ځایه شوي فلسطینیان پکې اوسېدل.

په مرکزي غزه کې عیني شاهدانو وویل چې اسرائیلي څلور بې‌ پیلوټه الوتکو د صلاح الدین پر سړک د وادي غزې پل ته نږدې د چاودېدونکو توکو بکسونه وغورځول، چې له امله یې زورورې چاودنې رامنځته شوې.

د غزې د روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، د اوربند د تړون څخه د اسرائیلو سرغړونو د شنبې تر ورځې پورې ۱،۶۴۳ فلسطینیان وژلي او ۵،۹۶۴ نور یې ټپیان کړي دي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې، د غزې په وړاندې د اسرائیلو د نسل وژنې جګړې له ۷۴،۰۰۰ څخه ډیر فلسطینیان وژلي او له ۱۷۶،۰۰۰ څخه ډیر یې ټپیان کړي دي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

د اسرائیلو د نسل وژنې جګړې د غزې شاوخوا ۹۰ سلنه زیربنا هم ویجاړه کړې ده، پداسې حال کې چې ملګري ملتونه د بیارغونې لګښت شاوخوا ۷۱.۴ ملیارد ډالر اټکلوي.

په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې ټپیان

د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې په وینا، په شمالي اشغال شوې لویدیځه غاړه کې، د یکشنبې په ورځ په جنین ښار ختیځ کي دوه فلسطینیان وروسته له هغې ټپیان شول چې د اسرائیلي پوځ یو پوځي جیپ پرې وخوت.

د دواړو کسانو د پښو هډوکي مات شول او یو یې په سر هم ټپي شو.

د فلسطین رسمي خبري اژانس وفا ویلي چې دغه کسان پر موټرسایکل سپاره وو کله چې پوځي موټر پرې وخوت.

وفا راپور ورکړی چې د بیت لحم ولایت د الولجه کلي ته نږدې، اسرائیلي پوځیانو فلسطیني کارګران ونیول او سخت یې ووهل، مګر وروسته یې خوشې کړل.

د رام الله شمال ختیځ په تورموس ایا کې، ناقانونه وسله ‌والو اسرائیلي میشتو د یکشنبې په وروستیو ساعتونو کې پر یوه فلسطیني کور برید وکړ.

اسرائیلي ځواکونو په ورته ښار باندې چاپه واچوله، د واده د یوه تالار ترڅنګ یې اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه او څو ځوانان یې ونیول.

د وفا د راپور له مخې، له یوه کس پرته نور ټول وروسته خوشې شول.

د میشت ځایونو د څارنې سیمه ییز چارواکي معتز بشارت وویل، د طوباس په جنوب ختیځ کې، په الراس الاحمر کې، څلور غیرقانوني اسرائیلي میشتي چې په موټر کې سپاره وو، د بې ‌ځایه شویو فلسطیني کورنیو د لمریزې برېښنا سیستمونه زیانمن کړل او هغه ترپالونه یې وشکول چې د هغوی پر خېمو او لنډمهالو سرپناه ‌ځایونو غوړول شوي وو.

د مېشتېدونکو د فعالیتونو د څارنې سیمه‌ییز چارواکي معتز بشارات دا خبره کړې ده.

وپلټۍ
ټرمپ، شي جینپینګ او پوتین به په چین کې خپله لومړنۍ درې اړخیزه غونډه وکړي.
په استانبول کې د مشرانو تر لیدنې وروسته د تورکیې او قطر مهم دفاعي تړون لاسلیک کړ .
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د ادعا شویو جرمونو په اړه د پلټنو  د تړولو امر کړی دی
د سولې بورډ د  ټرمپ د غزې د سولې پلان د «سمدستي او له نور ځنډ پرته» د پلي کېدو غوښتنه وکړه
د سولې د خبرو اترو د پراخېدو له هڅو سره هممهاله، روسیه او اوکراین په یو بل د بریدونو نه خبر ورکړی
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د حوثي ملیشو بې پیلوټه الوتکه وویشتله.
د پاکستان په شمال کې د مسافرو یو بس سیند ته لوېدلی چې له امله یې ۱۱ کسان وژل شوي دي.
پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۷۴ وسله‌وال وژل شوي
په نړۍوالو بازارونو کې د دویمې اونۍ لپاره د تیلو بیې مخ په ټیټیدو دي
اردوغان: د COP31 سرمشریزې پر مهال د نړیوالو مشرانو ژمنتیا د پاریس اقلیمي تړون د پیاوړتیا نښه ده.
د امریکا په پلازمینه  واشنګټن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نږدې وسله وال برید شوی.
روسیې له افغانستان کې یو زیات شمیر سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل
د مهمو خبرونو غورچاڼ
یو لوړپوړی روسي پلاوی له طالبانو سره د سوداګرۍ او پانګونې په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته رسیدلی دی