تورکیه په پام کې لري چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو په راتلونکي ۳۱م کنفرانس کې، چې د هېواد په سویل لوېدیځ د انتالیا په ولایت کې به جوړ شي، د تورکیې د صنعتي کاربن کمولو د پانګونې نوښت پلیټ فارم (TIDIP) اعلان کړي.
انتالیا به د نومبر له ۹مې څخه تر ۲۰مې پورې د اقلیمي بدلونونو د ملګرو ملتونو د ۳۱م کنفرانس کوربه وي، چې اصلي تمرکز به یې د نوي پلیټ فارم ملاتړ لپاره د تکمیلي ملګرتیاو رامینځته کول وي.
دا نوی نوښت د تورکیې د صنعت او ټکنالوژۍ وزارت، د بیارغونې او پراختیا لپاره د اروپا بانک، د بیارغونې او پراختیا نړیوال بانک او د نړیوالې مالي همکارۍ ادارې د ګډو هڅو له لارې رامنځته شوی دی.
د پانګونې دا پلیټ فارم د اوسپنې او فولادو، المونیم، سمنټو او کیمیاوي سرو په څېر هغو صنعتونو ته ځانګړې پاملرنه کوي چې د کاربن د لوړې کچې خپرېدو لامل کېږي. پلان دا دی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې له ۶ میلیارد ډالرو څخه زیاته پانګونه راجلب کړي او د کاربن ډای اکسایډ د معادل ګازونو کلنۍ خپرېدنه د ۲۰ میلیونه ټنو په اندازه راکمه کړي.
د اقلیمي پانګونې صندوقونو د پاکې ټکنالوژۍ صندوق لا دمخه د دې نوښت د پیل لپاره ۲۵۰ میلیونه ډالره لومړنۍ مالي مرسته برابره کړې ده. تمه ده چې نورې مالي ادارې هم له هغې ګډې اعلامیې سره یوځای شي چې په ۳۱م اقلیمي کنفرانس کې به د دې نوښت د اعلان لپاره خپره شي.
د کاربنونو کمولو پانګوونې لپاره تمویل
د کاربن د خپرېدو د کمولو پانګونې به د شنه هایدروجن، د کاربن نیولو، د انرژۍ د موثریت، د نوي کېدونکې برېښنا او اقلیمي ټکنالوژیو تر اصلي موضوعاتو لاندې تنظیم شي.
د تورکیې د صنعت او ټکنالوژۍ وزیر، محمد فاتح قچر، وویل چې د دې نوي نوښت موخه په شنه بدلون کې له اروپايي ټولنې سره د انقرې د همکارۍ پیاوړتیا ده.
هغه وویل: «موږ باور لرو چې د اروپايي ټولنې لخوا د مخکینۍ غړیتوب د مرستې د درېیمې وسیلې (د ۲۰۲۱–۲۰۲۷ کلونو په موده کې) له لارې دې پلیټ فارم ته د ۵.۷ میلیارد یورو (۶.۴ میلیارد ډالرو) مالي ملاتړ به د پلیټ فارم د پیاوړتیا او د کاربن د خپرېدو د کمولو د پانګونو لپاره د لا زیاتو مالي سرچینو د راجلبولو په برخه کې د پام وړ اغېز ولري. زموږ موخه دا ده چې د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ په تېرو ۲۰ کلونو کې پر رامنځته شوي بنسټ نور کار وکړو او د راتلونکي نسل د ټکنالوژیو او ستراتیژیکو پانګونو له لارې خپله ملګرتیا لا ژوره کړو.»






















