نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ د هغه د استیضاح په اړه هر ډول  ګواښ رد کړ او ډیموکراتانو ته یې د هغې د تعقیبولو په اړه خبرداری
د امریکا ولسمشر وايي، احتمالا به له ډیموکراتانو سره ګډ کار وکړي، مګر دا چې هغوی ورانکارۍ ته مخه کړي، او زیاتوي چې دی د ویټو (ردولو) واک لري.
ټرمپ د هغه د استیضاح په اړه هر ډول  ګواښ رد کړ او ډیموکراتانو ته یې د هغې د تعقیبولو په اړه خبرداری
ترمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ هغه اندېښنې رد کړې چې ګواکې ډیموکراتان به په منځمهاله ټاکنو کې له خپلو بریاوو وروسته د هغه د استیضاح (له واکه د لیرې کولو) هڅه وکړي.

ټرمپ وویل چې دی د دې احتمال په اړه اندېښمن نه دی او خبرداری یې ورکړ چې دا اقدام به له سیاسي پلوه د هغوی په زیان تمام شي.

د منځمهاله ټاکنو له پایلو وروسته د لومړي ځل لپاره په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال، ټرمپ وویل چې دی د استیضاح په اړه "حتی لږ تر لږه" هم اندېښمن نه دی.

کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې ایا هغه اندېښمن دی چې ډیموکراتان به یې استیضاح تعقیب کړي، هغه وویل: "نه، نه، نه، حتی یوه ذره هم نه."

نوموړي زیاته کړه: "زه فکر کوم که هغوی داسې وکړي، دا به د ډیموکرات ګوند له منځه یوسي، ځکه چې دا به بې دلیله استیضاح وي. د څه لپاره؟ د یوه بریالي هېواد د درلودلو لپاره؟"

هیګسېټ 'ډېر ښه کار کوي'

ټرمپ وړاندیز وکړ چې دی کولی شي په کانګرس کې له ډیموکراتانو سره کار وکړي، خو په دې شرط چې هغوی د ده د ادارې پر وړاندې د خنډ جوړولو هڅه ونه کړي.

هغه وویل: "زه به احتمالا له ډیموکراتانو سره ښه مخته لاړ شم مګر دا چې هغوی وغواړي ورانکاري واوسي، خو زه د ویټو واک لرم."

ډونلډ ټرمپ همداراز په منځمهاله ټاکنو کې د درنو زیانونو له ګاللو سره سره، چې ولسمشر یې پړه د ایران پر وړاندې پر جګړې اچولې، د دفاع وزیر پیټ هیګسېټ له دندې ګوښه کول هم رد کړل.

کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې ایا هغه د هیګسېټ، چې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام سخت پلوی دی، د بدلولو په اړه غور کوي، هغه وویل: "نه، زه فکر کوم چې هغه ډېر ښه کار کوي."

د هغه دا څرګندونې وروسته له هغه مخې ته راځي چې ډیموکراتانو په منځمهاله ټاکنو کې د مشرانو جرګې (سنا) او استازو جرګې کنټرول ترلاسه کړ، او د ډیموکراتانو د بریاوو یوې څپې ټول هېواد په سر واخیست.

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امریکا د کانګرس یو لوړپوړی هئیت به په تورکیه کې د اقلیم په اړه د کوپ ۳۱ په غونډه کې ګډون وکړي
د جرمني یو پیژندل شوی سیاستوال او د یو سیاسي ګوند مشر د هوټل په کوټه کې مړ وموندل شو
منځمهاله ټاکنو کې له سختې ماتې وروسته هیګسېټ د ایران د جګړې پر سر د جمهوري غوښتونکو غصه پارولې
وینس د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له پیل وړاندې د خپلې سیاسي اډې د پراخولو په لټه کې دی
امریکا یوې فدرالي محکمې د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د لسګونو افغان کډوالو د شړلو د ځنډولو حکم وکړ
۸ تنو مسلمانانو د امریکا کانګرس ته لار پیدا کړه
په امریکا کې ډیموکراټانو د استازو جرګې او سنا دواړو ټاکنې وګټلې
چین د چین ، روسیې او امریکا د ولسمشرانو د احتمالي سرمشریزې په اړه د اړیکو نیول تایید کړل.
السعید د امریکا سنا ته د لومړي مسلمان په توګه وټاکل شو
ټرمپ په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې د ایران له جګړې او د سون توکو له لوړو بیو سره وتړله
ډیموکراتانو په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو واک ترلاسه کړ .
کرملین وايي د پوتین، ټرمپ او شي د احتمالي درې اړخیزې ناستې لپاره چمتووالی روان دی
په امریکا کې له ټاکنو مخکې وضعیت: ډیموکراتان په نظرپوښتنو کې د سنا په ټولو ۷ مهمو سیالیو کې مخکې دي.
فرانسه د ناقانونه افغان کډوالو د ډیپورتولو په اړه د طالبانو له حکومت سره خبرې پیلوي
په پاکستان کې وسله والو د پولیو واکسین پر ساتونکو پولیسو برید کړی چې له امله يي ۲ تنه پولیس وژل شوي
د آلمان د کورنیو چارو وزیر لخوا د وروستیو خرابیو پړه پر ګډوالو اچولو سخت غبرګونونه راپارولي دي
امریکا د اوکراین له لارې اروپا ته د روسیې د ګازو رسولو بیا پیلولو وړاندیز کوي: وال سټریټ ژورنال
د فلوریډا په یوه سیمه کې د ټرمپ کور ته نږدې د یوې شخصي الوتکې د لوېدو له امله نهه کسان وژل شوي دي.
د کولمبیا د یاغیانو پر کمپ د وینزویلا د پوځ په برید کې ۱۹ کسان وژل شوي دي