د محکمې د اسنادو له مخې، د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې مرستیال رئیس کریسټوفر جورج محکمې ته وویل چې پدې اونۍ کې په امریکا کې د میشتو افغان وګړو افغانستان یا پاکستان ته د شړلو لپاره "هیڅ پلان شوې یا تایید شوې چارټر یا سوداګریزه الوتنه نشته".
امریکایي رسنیو تیره اونۍ راپور ورکړ چې د کډوالۍ پر وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو سختو اقداماتو د یوې برخې په توګه، په امریکا کې به تر ۱۵۰ ډیر افغانان د پاکستان له لارې افغانستان ته وشړل شي.
د افغان ایواک (AfghanEvac) په نوم ډلې په وینا، چې له پخوانیو افغان متحدینو سره د مرستې هڅه کوي، په دې ډله کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل وو چې د کابل له سقوط مخکې یې په هیواد کې له امریکايي پوځ سره مرسته کړې وه.
د افغان ایواک رییس شان وانډایور د سه شنبې د ورځې له حکم وروسته په یوه بیان کې وویل: "یوه اونۍ مخکې، یوه الوتکه وه. نن، حکومت فدرالي قاضي ته وویل چې هیڅ الوتکه نشته."
هغه زیاته کړه: "دا کار تصادفي نه دی شوی. پخوانیو پوځیانو، مدافعینو، د کانګرس ۶۶ غړو او زرګونو امریکایانو د دې الوتنې مخه ونیوله."
د افغانستان د طالبانو چارواکو د دوشنبې په ورځ د شړلو د راپور شویو پلانونو په اړه "جدي اندېښنه" وښوده.
مدافع ډلو خبرداری ورکړی چې د پخوانیو متحدینو او د هغوی د کورنیو شړل کولی شي د دوی ژوند په خطر کې واچوي.
په ۲۰۲۱ کال کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته، د طالبانو چارواکو د هغو افغانانو لپاره عمومي بښنه اعلان کړه چې د لویدیځ له ملاتړ څخه برخمنو ځواکونو او حکومتونو سره یې کار کړی و، او سږ کال یې بیا دا ژمنې تکرار کړې چې د دوی پخواني مخالفین کولی شي په خوندي توګه خپل هیواد ته راستانه شي.
خو ملګرو ملتونو له محکمې پرته (صحرایي) وژنو، نیونو او ناوړه چلندونو راپورونه ثبت کړي دي.
د پاکستان حکومت د روان کال په پیل کې، په ټول هیواد کې د قانون پلي کوونکو ادارو ته امر وکړ چې د بیرته ستنولو د هغې څو کلنې تګلارې د یوې برخې په توګه، چې میلیونونه هغه افغانان یې بیرته شړلي چې د لسیزو جګړو له امله تښتېدلي وو، له ویزې پرته افغان وګړي ونیسي.
واک ته د طالبانو چارواکو له رسیدو راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې ترینګلې دي او د تیر کال د اکتوبر په میاشت کې له هغو مرګونو سرحدي نښتو وروسته لا پسې خرابې شوې چې نږدې د پولې د بشپړ تړل کېدو لامل شوې.
د ټرمپ ادارې تیر کال د کډوالۍ پر وړاندې د پراخو سختو اقداماتو د یوې برخې په توګه، د افغانستان په ګډون پر یو شمېر هېوادونو د سفر بندیزونه ولګول.
د هغه ادارې هڅه وکړه چې د افغانانو د شړلو پر وړاندې خوندیتوب پای ته ورسوي، چې ځینو ته یې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو لخوا د واک له نیولو وروسته د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) ورکړل شوې وې.





















