نړۍ
5 د لوستلو دقیقې
۸ تنو مسلمانانو د امریکا کانګرس ته لار پیدا کړه
د امریکا په منځمهالو ټاکنو کې لږ تر لږه ۷ تنو مسلمانانو کانګرس ته لار موندلې او د اتم تن هم په لوی احتمال ته چې کانګرس ته لار پیدا کړي.
۸ تنو مسلمانانو د امریکا کانګرس ته لار پیدا کړه
کانګرس

په سنا او د استازو مجلس کې تاریخي بریاوې د مسلمانانو استازیتوب پراخوي، په داسې حال کې چې نوماندانو د مدني حقونو، روغتیايي پاملرنې او له اسرائیلو څخه د امریکا د بې قید او شرطه پوځي ملاتړ سره د مخالفت پر بنسټ کمپاینونه وکړل.

لږ تر لږه اوه تنو مسلمانانو د امریکا په کانګرس کې چوکۍ ګټلي، چې دا د استازو په مجلس او سنا دواړو کې د مسلمانانو د استازیتوب لپاره تاریخي لاسته راوړنې بلل کیږي.

دغو ټاکنو په واشنګټن کې د ځواک توازن بدل کړ، او ډیموکراتانو له جمهوري غوښتونکو څخه د سنا او استازو مجلس دواړو کنټرول ترلاسه کړ.

مدني حقونه، روغتیا ساتنه او بهرنۍ تګلاره په کمپاینونو کې شامل وو. څو نویو ټاکل شویو او بیرته راستنو شوو د کانګرس غړیو د نړیوالو قانوني معیارونو، بشري مرستو، او په غزه کې د روانې نسل وژنې په ترڅ کې له اسرائیلو څخه د امریکا د بې قید او شرطه پوځي ملاتړ د مخالفت پر بنسټ کمپاینونه وکړل.

په سنا او استازو مجلس کې تاریخي لومړنۍ بریاوې

عبدل السعید(Abdul El-Sayed)، میشیګان
دې ۴۲ کلن ډیموکرات نوماند د استازو مجلس پخواني جمهوري غوښتونکي غړي مایک راجرز ته ماتې ورکړه، او د امریکا سنا ته لومړنی ټاکل شوی مسلمان شو.

عبدل السعید، چې یو ډاکټر او د عامې روغتیا پخوانی چارواکی دی، وروسته له یوه لانجمن کمپاین چې په کې د هغه دین د جمهوري غوښتونکو او ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریدونو هدف وګرځید، د تقاعد شوي سناتور ګیري پیټرز تشه شوې چوکۍ وګټله.

عبدل السعید، چې د اګست په میاشت کې یې د ډیموکراتانو لومړنۍ ټاکنې ګټلې وې، اسرائیلو ته د امریکا د وسلو پر بې قید او شرطه لیږد نیوکه وکړه او پر غزې یې جګړه نسل وژنه وبلله.

په لومړنیو ټاکنو کې د هغه پخوانۍ سیالې، د استازو مجلس غړې هیلي سټیونز، د اسرائیلو په اړه د عبدل السعید د دریځ له امله د عمومي ټاکنو څخه دوه ورځې مخکې د راجرز ملاتړ وکړ.

اډم حماوي (Adam Hamawy)، نیو جرسي
دې ۵۶ کلن ډیموکرات د دغه ایالت په ۱۲مه کانګرسي حوزه کې جمهوري غوښتونکي ګریګ میلي ته ماتې ورکړه او په کانګرس کې د نیو جرسي د استازیتوب لپاره لومړنی ټاکل شوی مسلمان شو.

حماوي، چې د پلاستیکي جراحي متخصص، د امریکا د پوځ متقاعد جنګي ډاکټر او د عراق د جګړې پخوانی سرتېری دی، په ۲۰۲۴ کال کې په غزه کې په اروپایي روغتون کې په رضاکارانه توګه کار وکړ.

هغه د عمومي طبي بیمې ، د طبي او زده کوونکو د پورونو بخښلو، د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې (ICE) د لغوه کولو او اسرائیلو سره د امریکا د پوځي مرستو د پای ته رسولو لپاره کمپاین وکړ.

داریالیزا اویلا چیوالیر (Darializa Avila Chevalier)، نیویارک
دې ډیموکراتې وروسته له هغه د استازو په مجلس کې چوکۍ ترلاسه کړه، چې مخکې یې د جون په لومړنیو ټاکنو کې برحال او اوږدمهاله استازي اډریانو ایسپایلټ ته ماتې ورکړې وه.

چیوالیر، چې د مدني حقونو پلټونکې، د دوکتورا محصله او نوې مسلمانه شوې ده، له ۸۵ سلنې څخه ډیرې رایې وګټلې.

د هغې کمپاین د ټولنې پر تنظیمولو او د فلسطین د حقونو پر دفاع تمرکز درلود.

برحاله مسلمانو د کانګرس غړیو خپلې چوکۍ وساتلې
د استازو د مجلس څلورو مسلمانو غړو د دوه کلنو دورو لپاره بیا ټاکنې وګټلې، چې د بهرنۍ تګلارې او د فلسطینیانو د حقونو په اړه یې د کانګرس په بحثونو کې خپل رولونه ساتلي دي.

رشیده طلیب (Rashida Tlaib)، میشیګان
دغې فلسطیني الاصله امریکایي ډیموکراتې جمهوري غوښتونکي جیمز هوپر ته په ماتې ورکولو سره د ایالت د ۱۲مې کانګرسي حوزې په استازیتوب خپله پنځمه دوره خوندي کړه.

طلیب، چې په کانګرس کې یوازینۍ فلسطیني الاصله امریکايي غړې ده، د کورنیو او نړیوالو وسلو د مقرراتو د پلي کولو، د ملکي وګړو د خوندیتوب او د فلسطینیانو د برخلیک ټاکلو حق ملاتړ کړی دی.

الهان عمر (Ilhan Omar)، مینیسوټا
دغې ډیموکراتې جمهوري غوښتونکي جان ناګل او خپلواک نوماند دیویل جکسن ته په ماتې ورکولو سره، د ایالت د ۵مې کانګرسي حوزې په استازیتوب خپله پنځمه دوره وګټله.

عمر، چې په ۱۲ کلنۍ کې امریکا ته راغلې وه، په ۲۰۱۹ کال کې د دندې په پیلولو سره د هیواد لومړنۍ سومالیايي الاصله امریکايي فدرالي قانون جوړونکې شوه.

هغې د خپل شالید له امله د پرله پسې سیاسي بریدونو سره سره د بشري مرستو او د امریکا د وسلو پر لیږد د څارنې ملاتړ کړی دی.

انډري کارسن (Andre Carson)، انډیانا
دې ډیموکرات په انډیاناپولیس کې د خپلې ۷مې کانګرسي حوزې چوکۍ د جمهوري غوښتونکي پیټریک مک کولي او لیبرټرین ګوند د جیمز سینییک پر وړاندې وساتله.

کارسن، چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې خدمت کوي، د استازو په مجلس کې تر ټولو اوږدمهاله خدمت کوونکی مسلمان قانون جوړونکی دی.

د هغه د تګلارو دریځونو پر نړیوالو حقوقي بنسټونو، مساوي انساني کرامت او بشري مرستو ټینګار کړی دی.

لطیفه سایمون (Lateefah Simon)، کالیفورنیا
دې ډیموکراتې بلې ډیموکراتې جیمي جویس ته په ماتې ورکولو سره په ایسټ بې (East Bay) کې د ایالت د ۱۲مې کانګرسي حوزې په استازیتوب خپله چوکۍ وساتله.

سایمون د امریکا له خوا د یرغلیزو (برید کوونکو) وسلو د ورکړې پر ضد غږ پورته کړی دی.

په ورته وخت کې، د رایو د شمېرنې په دوام سره، په کالیفورنیا کې په یوه جلا کانګرسي سیالۍ کې بلې مسلمانې نوماندې عایشه وهاب خپل لومړنی مخکښوالی ساتلی دی.

 

 

وپلټۍ
امریکا د اوکراین له لارې اروپا ته د روسیې د ګازو رسولو بیا پیلولو وړاندیز کوي: وال سټریټ ژورنال
د فلسطین د الخلیل ښار والي وايي، اسرائيلي ځواکونه د لس ورځني محاصرې وروسته له الخلیل څخه ووتل.
کابل پاکستان ته د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو په اړه د امریکا پر پلان اندېښنه ښودلې
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د حوثي ملېشو هغه بالستیک توغندی شنډ کړی .
د فلوریډا په یوه سیمه کې د ټرمپ کور ته نږدې د یوې شخصي الوتکې د لوېدو له امله نهه کسان وژل شوي دي.
د کولمبیا د یاغیانو پر کمپ د وینزویلا د پوځ په برید کې ۱۹ کسان وژل شوي دي
ولسمشر اردوغان د ستراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا په موخه سویلي کوریا ته خپل سفر پیل کړ
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په استانبول کې لیدنه وکړه.
مجتبی خامنه‌يي ایراني ځواکونو ته هر ډول برید ته د 'جغرافیوي پلوه نامحدود' ځواب ورکولو امر کړی
اوکراین مسکو ته څېرمه د روسیې پر یوه لوی د تېلو په چاڼځای د برید ادعا کړې
د ټرمپ حکومت پلان لري چې ځیني افغان کډوال بیرته افغانستان ته ډیپورت کړي.
تورکیې فریدون سینیرلي اوغلو د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړ مقام ته کاندید کړ
که چیرې جمهوري غوښتونکي په منځمهاله ټاکنو کې بریالي نشي، ټرمپ به پر ایران د لوی برید په اړه غور وکړي
وینس : ټرمپ به په ایران کې خامخا خپلې موخې ترلاسه کړي
الماني محصلینو د ټولنیزو بودیجو د کمولو او اجباري عسکري خدمت پر خلاف د سرتاسري مظاهرو ګواښ کړی