نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې د ایران له جګړې او د سون توکو له لوړو بیو سره وتړله
ټرمپ وايي چې د سون توکو پر بیو له اغېز سره سره، د جګړې پر پیلولو پښېمانه نه دی او له منځمهاله ټاکنو له ماتې وروسته د دفاع وزیر پیټ هیګسیت ملاتړ کوي.
ټرمپ په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې د ایران له جګړې او د سون توکو له لوړو بیو سره وتړله
ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منلې چې له ایران سره جګړې د سه شنبې د ورځې په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو په ماتې کې رول درلود، په کومو کې چې ډیموکراتانو د سنا او استازو مجلس دواړو واک ترلاسه کړ.

ټرمپ د سه شنبې په شپه له وال سټریټ ژورنال سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې وویل: "ایران د دې ماتې یوه برخه وه." هغه وویل چې د روان کال په پیل کې د جګړې په پیلولو پښېمانه نه دی.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ فاکس نیوز ته په خبرو کې وویل، دی باور لري چې رایه ورکوونکو د ایران پر وړاندې د ده د تګلارې ملاتړ کړی، خو په پطرول پمپونو کې یې د لګښتونو زغملو ته زړه نه ښه کاوه (لېوالتیا نه درلوده).

ټرمپ وویل: "خلک د ایران په اړه زما له کړنو سره موافق دي، خو احتمالاً دوی په ریښتیا هم دې ته چمتو نه وو چې د تېلو د زیاتې بیې ورکولو لنډمهاله پایلې ومني." هغه د سون توکو لوړې بیې "د اوږدمهاله ګټې لپاره یوه لنډمهاله ستونزه" وبلله.

ټرمپ خبرداری ورکړ چې که تهران همکاري ونه کړي، امریکایي ځواکونه کولی شي "دا کار تمام کړي" (پای ته یې ورسوي)، که څه هم هغه وویل چې که پر اټومي وسلو لازمي محدودیتونه وضع شي، نو لا هم ډیپلوماتیکه هوکړه شونې ده.

هغه له اسرائیلو سره د امریکا د مرستو د پرې کولو د پرېکړې دفاع هم وکړه او ویې ویل چې دغه هیواد "پوره شتمن شوی" او نور په کال کې ۴ میلیارد ډالرو مرستې ته اړتیا نه لري.

ټرمپ وال سټریټ ژورنال ته وویل چې په خپله اداره کې د پرسونل (چارواکو) د بدلولو کوم پلان نه لري او د دفاع د وزیر پیټ هیګسیت ملاتړ یې وکړ، چې د امریکا د جګړې مشري یې کړې ده.

له ډیموکراتانو سره کار کول

د ډیموکراتانو دا بریاوې دغه ګوند ته دا رایې (واک) ورکوي چې د ټرمپ د کاري دورې په وروستیو دوو کلونو کې په دواړو مجلسونو کې د هغه د قوانینو مخه ونیسي.

ټرمپ د سه شنبې په وروستیو کې نیویارک ټایمز ته، په داسې حال کې چې په سپینه ماڼۍ کې یې د ټاکنو پایلې کتلې، وویل: "زه په بشپړ ډول چمتو یم چې دا پایلې ومنم."

هغه زیاته کړه: "موږ به له ډیموکراتانو سره کار وکړو، او لکه څنګه چې پوهیږئ، موږ ورسره کار کولو ته سترګې په لار یو. احتمالاً موږ به کومه ګډه لار پیدا کړو."

ټرمپ ډیموکرات نوماندان د "سختې" مبارزې له امله وستایل او فاکس نیوز ته یې وویل چې هغه کولی شي د کډوالۍ په ګډون "په ډیرو مسایلو کې" له دې ګوند سره کار وکړي.

هغه دا هم وویل چې تمه لري ډیموکراتان به داسې قوانین ورته واستوي چې د ده په اند "لیونتوب" وي او دی به یې ویټو کړي.

له پولیټیکو سره په یوه جلا مرکه کې، ټرمپ وویل چې هغه به له قانون جوړونکو سره ګډ کار کولو ته ترجیح ورکړي، پرځای د دې چې راتلونکي دوه کلونه د لایحو او قوانینو په ویټو کولو تیر کړي.

 

وپلټۍ
ولسمشر اردوغان د ستراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا په موخه سویلي کوریا ته خپل سفر پیل کړ
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په استانبول کې لیدنه وکړه.
مجتبی خامنه‌يي ایراني ځواکونو ته هر ډول برید ته د 'جغرافیوي پلوه نامحدود' ځواب ورکولو امر کړی
اوکراین مسکو ته څېرمه د روسیې پر یوه لوی د تېلو په چاڼځای د برید ادعا کړې
د ټرمپ حکومت پلان لري چې ځیني افغان کډوال بیرته افغانستان ته ډیپورت کړي.
تورکیې فریدون سینیرلي اوغلو د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړ مقام ته کاندید کړ
که چیرې جمهوري غوښتونکي په منځمهاله ټاکنو کې بریالي نشي، ټرمپ به پر ایران د لوی برید په اړه غور وکړي
وینس : ټرمپ به په ایران کې خامخا خپلې موخې ترلاسه کړي
الماني محصلینو د ټولنیزو بودیجو د کمولو او اجباري عسکري خدمت پر خلاف د سرتاسري مظاهرو ګواښ کړی
اوکراین: د اورګاډي پر تمځای د روسیې په برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۵ ټپیان شوي دي.
تورکیه د تورکي یووالي او همکارۍ د پیاوړتیا په موخه د تورکي هېوادونو سازمان د ۱۳مې سرمشریزې کوربه ده
د تورکیې جمهوریت ۱۰۳ کلن شو
ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې جمهوریت د تاسیس د  ۱۰۳مې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ
اردوغان او ټرمپ  پر سیمه ییزو کړکېچونو، د اوکراین جګړې او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې
پاکستان ویلي دي چې د افغان ځواکونو د بریدونو په ځواب کې په افغانستان کې په بعضو نقطو بریدونه کړي دي.