تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې او سویلي کوریا د اټومي انرژۍ د تمویل تړون لاسلیک کړ او د دفاعي اړیکو د لا ژورولو ژمنه یې وکړه
دا تړون په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې انقره او سیول هڅه کوي خپلمنځي (دوه اړخیزه) سوداګري ۱۵ میلیاردو ډالرو ته لوړه کړي او د دفاعي صنایعو او نورو ستراتیژیکو سکتورونو په برخه کې خپله همکاري پراخه کړي.
تورکیې او سویلي کوریا د اټومي انرژۍ د تمویل تړون لاسلیک کړ او د دفاعي اړیکو د لا ژورولو ژمنه یې وکړه
تورکیه - سویلي کوریا

تورکیې او سویلي کوریا د سه شنبې په ورځ د اټومي انرژۍ د فابریکو د تمویل په برخه کې د همکارۍ یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړ، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او ستراتیژیکو اړیکو د لا ژورولو په هڅو کې یو نوی ګام بلل کېږي.

دا اعلان په سیول کې د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د سویلي کوریا د ولسمشر 'لي جای-میونګ' تر لیدنې وروسته، په یوه ګډه خبري غونډه کې وشو.

اردوغان وویل چې دواړو مشرانو په بېلابېلو سکتورونو کې په "یوه خوځنده او راتلونکي ته د متوجه چلند" له لارې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړې.

اردوغان وویل، په دې خبرو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا هم تمرکز وشو، چې تېر کال شاوخوا ۱۱ میلیارده ډالر وه او اوس‌مهال د ۱۵ میلیاردو ډالرو هدف ته د رسولو هڅه یې کېږي.

د تورکیې ولسمشر یادونه وکړه چې انقره او سیول د نړیوالو مسایلو په اړه ورته نظرونه لري، او د کوریا په ټاپووزمه کې یې د تلپاتې سولې او ثبات د رامنځته کولو په موخه د خبرو اترو له بهیر څخه د ترکیې ملاتړ څرګند کړ.

نوموړي همدارنګه په دفاعي همکاریو کې پرمختګونو ته اشاره وکړه او د تورکیې د 'فیرتینا' (Firtina) ځان‌ګرځېدونکو توپونو او 'التای' (Altay) جنګي ټانکونو پر سر له ګډ کار وروسته، د لا زیاتو ګډو پروژو غوښتنه وکړه.

د سویلي کوریا ولسمشر 'لي' وویل چې دواړو هېوادونو د دفاعي صنایعو په برخه کې د همکارۍ پر ژورولو هوکړه کړې، چې دا له سوداګرۍ او انرژۍ اخوا د دوی د شراکت د پراخولو لپاره یوه ګډه ژمنه په ډاګه کوي.

 

وپلټۍ
ولسمشر اردوغان د ستراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا په موخه سویلي کوریا ته خپل سفر پیل کړ
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په استانبول کې لیدنه وکړه.
مجتبی خامنه‌يي ایراني ځواکونو ته هر ډول برید ته د 'جغرافیوي پلوه نامحدود' ځواب ورکولو امر کړی
اوکراین مسکو ته څېرمه د روسیې پر یوه لوی د تېلو په چاڼځای د برید ادعا کړې
د ټرمپ حکومت پلان لري چې ځیني افغان کډوال بیرته افغانستان ته ډیپورت کړي.
تورکیې فریدون سینیرلي اوغلو د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړ مقام ته کاندید کړ
که چیرې جمهوري غوښتونکي په منځمهاله ټاکنو کې بریالي نشي، ټرمپ به پر ایران د لوی برید په اړه غور وکړي
وینس : ټرمپ به په ایران کې خامخا خپلې موخې ترلاسه کړي
الماني محصلینو د ټولنیزو بودیجو د کمولو او اجباري عسکري خدمت پر خلاف د سرتاسري مظاهرو ګواښ کړی
اوکراین: د اورګاډي پر تمځای د روسیې په برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۵ ټپیان شوي دي.
تورکیه د تورکي یووالي او همکارۍ د پیاوړتیا په موخه د تورکي هېوادونو سازمان د ۱۳مې سرمشریزې کوربه ده
د تورکیې جمهوریت ۱۰۳ کلن شو
ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې جمهوریت د تاسیس د  ۱۰۳مې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ
اردوغان او ټرمپ  پر سیمه ییزو کړکېچونو، د اوکراین جګړې او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې
پاکستان ویلي دي چې د افغان ځواکونو د بریدونو په ځواب کې په افغانستان کې په بعضو نقطو بریدونه کړي دي.