کرملین ویلي چې د مسکو، واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د روانې میاشتې په وروستیو کې د روسیې، چین او امریکا د ولسمشرانو د درې اړخیزې ناستې د جوړولو لپاره کار روان دی.
د سه شنبې په ورځ د خپاره شوي راپور له مخې، د کرملین ویاند دیمتري پیسکوف فایننشل ټایمز ته ویلي: "د داسې یوې غونډې د تنظیمولو لپاره کار روان دی."
دغه راپور په واشنګټن، بیجینګ او مسکو کې له وضعیت څخه د باخبره کسانو په حواله ویلي، چې چارواکو د نومبر په ۱۸-۱۹مه د چین په شینزین ښار کې د اسیا-پاسیفیک اقتصادي همکارۍ (APEC) د راتلونکې سرمشریزې په څنډه کې د یوې ناستې د جوړولو په اړه جدي خبرې پیل کړې دي.
په راپور کې د چین د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویل شوي چې بیجینګ د چین د ولسمشر شي جین پینګ او د هغه د روسي سیال ولادیمیر پوتین ترمنځ د لیدنې په اړه له اړوندو خواوو سره په اړیکه کې دی، خو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ګډون یې د کومې احتمالي درې اړخیزې ناستې یادونه نه ده کړې.
راپور زیاتوي، دا لا روښانه نه ده چې ایا دا درېواړه خواوې په ګډه د دې لیدنې په اړه خبرې کوي او که بیجینګ له واشنګټن او مسکو سره جلا-جلا دوه اړخیزې خبرې مخته وړي.
په راپور کې د هغو کسانو حواله هم ورکړل شوې چې له وضعیت څخه خبر دي او خبرداری یې ورکړی چې چین لا تر اوسه د درې اړخیزې ناستې د ترسره کولو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
راپور زیاتوي: "د خبرو اترو یوه باخبره کس وویل چې واشنګټن او مسکو پر چین فشار راوړي ترڅو دې ناستې ته غاړه کېږدي. د چین د بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت ویلي وو چې د احتمالي درې اړخیزې سرمشریزې په اړه 'د ورکولو لپاره کوم معلومات نه لري'."
تېره میاشت، د کرملین یوه سلاکار یوري اوشاکوف ویلي وو چې هېڅ لوري د اپیک سرمشریزې په څنډه کې د پوتین، ټرمپ او شي ترمنځ د احتمالي ناستې امکان نه دی رد کړی.
اوشاکوف د اکتوبر په ۲۱مه په سینټ پیټرزبورګ کې د پوتین او د امریکا د ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ترمنځ تر لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل، چې د دې احتمالي ناستې موضوع - چې د ده په وینا "نړیوالو ورته ډېره زیاته پاملرنه کړې" - د دوی د خبرو اترو پر مهال پرې بحث شوی دی.
په ورته وخت کې، پیسکوف د دوشنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال خبریالانو ته وویل چې د اپیک سرمشریزې لپاره د پوتین مهالوېش لا هم چمتو کېږي، او زیاته یې کړه چې تر اوسه د دې غونډې په څنډه کې د احتمالي درې اړخیزې ناستې په اړه کوم ځانګړي معلومات نشته.



















