ویل کیږي چې دغه کسان د یو سوداګریز مرکز د یوه پوړ د نړېدو له امله وژل شوي او لا هم امکان لري چې ځینې کسان تر خاورو لاندې بند پاتې وي.
د جاپان د دولتي ټلویزیون NHK د راپور له مخې، د دغه هېواد لومړۍ وزیرې "سانای تاکایچي" د پرونۍ زلزلې په اړه په یوه خبري غونډه کې وویل چې په سویلي ولایت کوماموتو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ ته رسېدلی دی.
د کوماموتو ولایتي ادارې هم خبر ورکړی چې په زلزله کې ۳۱ کسان ټپیان شوي دي.
دغې ۷.۱ درجې زلزلې په ټول ولایت کې د اور لګېدنې، او د سړکونو او پلونو د نړېدو په ګډون پراخ زیانونه اړولي دي.
د جاپان د هوا پېژندنې ادارې په وینا، دغه زلزله پرون په سیمه ییز وخت د مازیګر په ۴ بجو او ۲۷ دقیقو په "اوکي" او "هیکاوا" سیمو کې شوې وه. د زلزلې مرکز د ځمکې په ۱۰ کیلومترۍ ژوروالي کې ثبت شوی دی.
د یادونې وړ ده چې په کوماموتو ولایت کې د ۲۰۱۶ کال په اپرېل میاشت کې هم د ۷ درجې یوې زلزلې له امله ۲۷۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی و.
جاپان چې د زلزلې د خطر له پلوه د نړۍ یو له تر ټولو حساسه هېوادونو څخه دی، د اتشفشانونو او سمندري کندو څخه جوړې شوې "د ارام سمندر د اور په کړۍ" کې موقعیت لري.






















