تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
ولسمشر اردوغان د عراق له لومړي وزیر الزیدي سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولیدل
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د عراق له لومړي وزیر علي الزیدي سره په انقره کې د لیدنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
ولسمشر اردوغان د عراق له لومړي وزیر الزیدي سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولیدل
ولسمشر اردوغان د عراق له لومړي وزیر الزیدي سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولیدل

د عراق لومړي وزیر علي الزیدي پدې خبري غونډه کې وویل چې  "موږ کولای شو تورکیې ته په ورځ کې یو میلیون بېرله تېل ورکړو."

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل: "موږ هڅه کوو چې زموږ سیمه نور د جګړې، ترهګرۍ او شخړو پر ځای، د پرمختګ، سوکالۍ، ارامۍ او ثبات سره  وپېژندل شي."

ولسمشر اردوغان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د عراق له لومړي وزیر علي الزیدي سره، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې انقرې ته راغلی، تر دوه اړخیزو او د پلاوو ترمنځ لیدنو وروسته په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړ.

وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې، اردوغان الزیدي ته د هغې دندې له امله چې په دې حساس وخت کې یې په غاړه اخیستې، یو ځل بیا مبارکي وویله. اردوغان وویل چې د وروګلوۍ پر بنسټ یې پر ټولو اړیکو خبرې کړي او "د ایران، سوریې او فلسطین په ګډون یې د سیمه ییزو پرمختګونو په اړه د نظرونو تبادله کړې ده."

اردوغان زیاته کړه چې د ګاونډیو هېوادونو د جګړې له امله په خبرو اترو کې امنیت، له ترهګرۍ سره مبارزه، انرژي او ټرانسپورټ مهم موضوعات وو. هغه وویل:
"زموږ ګاونډی هېواد عراق له بده مرغه له دې جګړو او بې ثباتۍ څخه تر ټولو زیات اغېزمن شوی دی. موږ له پخوا راهیسې د عراق امنیت او ثبات له خپل هېواد څخه جلا نه دي ګڼلي. موږ له ترهګرۍ پاکې یوې تورکیې او سیمې لپاره له خپلو عراقي وروڼو سره په نږدې ډیالوګ کې یو."

ولسمشر اردوغان یادونه وکړه چې د تورکیې پټرولیم (TP) شرکت ته د کرکوک په تولیدي ساحه کې شراکت ورکړل شوی، چې مخکې یې چارې د برېتش پټرولیم (BP) لخوا پر مخ وړل کېدې. هغه وویل: "موږ غواړو له عراق سره د سوداګرۍ کچه، چې تېر کال ۱۷ میلیارده ډالرو ته نږدې شوې وه، لا پسې لوړه کړو."

"د عراق ۱ میلیون بېرله تېل زموږ اړتیاوې پوره کوي"
ولسمشر اردوغان د عراق د لومړي وزیر علي الزیدي خبرو ته په اشارې، چې ویلي یې و "موږ کولای شو تورکیې ته په ورځ کې یو میلیون بېرله تېل ورکړو"، وویل:
"هغه (الزیدي) وايي چې بل چا ته اړتیا مه لرئ، موږ به یو میلیون بېرله درکړو. ان شاء الله که موږ له خپل ګاونډي عراق څخه دلته په ورځ کې یو میلیون بېرله تېل انتقال کړو، نو زموږ ټولې اړتیاوې به پوره کړي."

وپلټۍ
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.