فلسطیني چارواکو د جمعې په ورځ په غزه کې د چاپیریالي او بشري ناورین خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د اسرائیلو بریدونو تر ۶۸ ملیون ټنو پورې ملبه پریښي ده.
د فلسطین د چاپېریال ساتنې ادارې دا خبرداری د جګړو او وسله والو شخړو پر مهال د چاپېریال د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې خپور کړ. دا ورځ هر کال د نومبر په شپږمه لمانځل کېږي.
د یادې ادارې په وینا، د اسرائیلو د ویجاړیو له امله په ټوله غزه کې د ۶۱ او ۶۸ میلیونه ټنو ترمنځ ملبه راټوله شوې ده، چې شاوخوا ۴ میلیونه ټنه یې خطرناک کثافات او لږ تر لږه ۵۰ زره ټنه یې اسبستوس دی. اسبستوس یو فایبري مواد دي چې د سرطان لامل کېږي او پخوا په پراخه کچه د ودانیزو چارو او عایقکارۍ لپاره کارېدل.
په راپور کې ویل شوي چې د اسرائیلو جګړې د غزې ۸۲٪ کرنیزه ځمکه، ۹۷٪ زیتون او نور میوه لرونکي ونې، او ۸۴٪ د اوبو او فاضله اوبو زیربنا ویجاړه کړه.
دې ادارې زیاته کړه چې د روغتیا ساتنې د زیربناوو ویجاړېدو له امله هره ورځ شاوخوا ۱۲۰ زره مکعب متره (۳۱.۷ میلیونه ګیلنه) ناپاکې او ناتصفیه شوې فاضله اوبه د غزې په بېلابېلو سیمو کې کوڅو او د اوبو زېرمو ته بهېږي.
د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې، د غزې پر وړاندې د اسرائیلو نسل وژونکې جګړې تر ۷۴ زرو ډېر فلسطینیان وژلي او تر ۱۷۵ زرو ډېر نور یې ټپیان کړي دي. سربېره پر دې، دغې جګړې ملکي زیربناوو ته پراخ زیانونه اړولي دي.
د اشغال شوې لوېدیځې غاړې پر چاپېریال ۷۶۰ بریدونه
د فلسطین د چاپېریال ساتنې ادارې همداراز د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د سپټمبر تر پایه پورې په ټوله اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو ۷۶۰ چاپېریالي بریدونه ثبت کړي دي، چې کرنیزې ځمکې، بوټي او ونې، د اوبو سرچینې او زیربناوې یې په نښه کړې دي.
د یادې ادارې په وینا، له دغو بریدونو څخه ۲۰۳ یې پر کرنیزو ځمکو او طبیعي زېرمو ترسره شوي، چې پکې د زیتونو د بڼونو په بلدوزرونو هوارول، د مېشت ځایونو لپاره د سړکونو جوړول او د پوځي او استوګنیزو موخو لپاره د فلسطیني ځمکو نیول شامل دي.
ادارې زیاته کړه چې ۱۷۸ نور بریدونه پر ځنګلونو او ونو بوټو شوي، چې په ترڅ کې یې زرګونه ونې، د شاوخوا ۱۰۰ زره زیتونو ونو په ګډون، له بېخه ایستل شوې دي. د دغو زیانونو ارزښت شاوخوا ۶۷ میلیونه ډالره اټکل شوی دی.
دې ادارې همدارنګه ۱۸۵ پیښې ثبت کړې چې پکې د کثافاتو او خطرناکو تخریباتو ټوټې شاملې دي، د خوړو پر خوندیتوب او څارویو ۵۲ بریدونه، د اوبو پر سرچینو او څاګانو ۳۷ بریدونه، د اوبو پر نللیکو او د اوبو لګولو پر شبکو ۳۵ بریدونه او د فاضله اوبو د سیستمونو اړوند پنځه پېښې ثبت کړې دي.
ادارې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دغو سرغړونو د درولو لپاره اقدام وکړي او فلسطینیانو ته زمینه برابره کړي، ترڅو پر خپلو طبیعي سرچینو واک ولري او ساتنه یې وکړي.
د غزې د جګړې له پیل راهیسې، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي پوځ بریدونه او د فلسطینیانو او د هغوی د شتمنیو پر وړاندې د اشغالګرو تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دغو اقداماتو کې وژنې، نیونې، د ودانیو نړول، د شتمنیو ویجاړول، د ځمکو په بلدوزرونو هوارول، بې ځایه کول او د مېشت ځایونو پراختیا شامل دي.






















