منځنی ختیځ
1 د لوستلو دقیقه
د ایران ولسمشر: موږ به د خپلې خاورې بشپړتیا وساتو، خو د جګړې د پراخولو لیوالتیا نه لرو
د ایران د رسمي خبري اژانس ارنا له مخې، په پلازمېنه تهران کې د کورني طب د ملي پروګرام په مراسمو کې د وینا پر مهال، پزشکيان له امریکا سره د روانو شخړو په اړه ارزونې وکړې.
د ایران ولسمشر: موږ به د خپلې خاورې بشپړتیا وساتو، خو د جګړې د پراخولو لیوالتیا نه لرو
مسعود پزشکیان،:

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان وویل چې دوی له امریکا سره د جګړې پراخول نه غواړي، خو ایران به د خپلې خاورې د بشپړتیا او ملي ګټو د دفاع لپاره په ټول ځواک سره عمل وکړي.
د ایران د رسمي خبري اژانس ارنا له مخې، په پلازمېنه تهران کې د کورني طب د ملي پروګرام په مراسمو کې د وینا پر مهال، پزشکيان له امریکا سره د روانو شخړو په اړه ارزونې وکړې.

پزشکيان د ایران پر وړاندې د امریکا بریدونو ته په اشارې سره وویل: "موږ به د خپلې خاورې بشپړتیا په ټول ځواک سره وساتو، خو د جګړې د پراخولو یا د هغې د دوام اراده نه لرو."

پزشکيان په هېواد کې د روغتیايي سیستم د پراختیا پر اهمیت هم ټینګار وکړ او داسې یې وویل:

"هغه ټولنه چې د روغتیا یو جامع سیستم ولري، د زیانونو او ګواښونو پر وړاندې به ډېره مقاومت کوونکې وي؛ او په روغتیا کې د عدالت تامین د هېواد د اغېزمنې ادارې او تلپاتې پراختیا لپاره یو له خورا مهمو شرطونو څخه دی."

 

وپلټۍ
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.
الشرع وویل چې پر هېواد د لګېدلو سختو بندیزونو له لرې کېدو وروسته سوریه له سره راوزیږیده
جرمني اټکل کوي چې د  روسیې د هیبریډي بریدونو هدف په توګه به پاتې شي.
ایران د جګړې ، اوربند او د جګړې نه وروسته  د سناریوګانو په اړه د دفاعي چمتوالي امر وکړ.