د اسرائیلي سرتېرو د وجدان عذاب
منځنی ختیځ
5 د لوستلو دقیقې
د اسرائیلي سرتېرو د وجدان عذابځینې اسرائیلي سرتېري د نسل وژنې له ترسره کولو وروسته د وجدان د عذاب نه خبر ورکوي.
ځینې اسرائیلي سرتېري د نسل وژنې له ترسره کولو وروسته د وجدان د عذاب نه خبر ورکوي. / AA

هغه تش په نامه معنوي زیان چې ځینې اسرائیلي سرتېري یې تجربه کوي، د هغې نه جبرانېدونکې وېرې او وحشت په پرتله خورا ناڅیزه دی چې د غزې په هر ګوټ کې بې شمېره فلسطیني قربانیانو ته رسول شوی دی.


د اسرائیلي ورځپاڼې "هارټز" (Haaretz) په یوه مرکه کې چې د اپریل په ۱۷مه خپره شوې، ۳۴ کلن پخوانی اسرائیلي سرتېری او د کمپیوټر پروګرامر 'یوبال' وایي: "زه ښه ځوابونه نه لرم. هیڅ ځواب نه لرم. هغه څه چې ما کړي، د بښلو وړ نه دي. د دې هیڅ کفاره نشته."

دغه راپور چې ( زه د یو ځناور په څیر احساس کوم ، اخلاقي ټپ او چوپتیا ) تر عنوان لاندې خپور شوی د اسرائیل هغه په دقت جوړه شوې افسانه چې ګواکې دوی د نړۍ "تر ټولو اخلاقي پوځ" لري، ټوټې ټوټې کوي.

دا لیکنه ښيي چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د غزې په جنګي سیمو کې اسرائیلي ځواکونو په قصدي ډول ډير زیات بې ګناه انسانان وژلي، شکنجې، چور تالان او د حقایقو پټولو کړنې ترسره کړې دي. کله چې دوی ملکي ژوند ته راګرځي، ځینې یې د ګناه له احساس سره لاس او ګرېوان وي.

خو په هارټز کې ذکر شوې هغه کیسې چې د ځینو اسرائیلي سرتېرو په اصطلاح "اخلاقي ټپ" څرګندوي، د هغو بې شمېره فلسطینیانو د نه جبرانېدونکي درد په وړاندې خورا ناڅیزه دي چې د غزې په هر کنج کې ورسره مخ شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې، په خان یونس کې د 'صلاح الدین' سړک ته نږدې، د یوبال قطعې وروسته له هغه برید وکړ چې یوې بې پیلوټه الوتکې (ډرون) "شکمن کسان" ولیدل. هغه د "لیوني په څېر" ډزې وکړې؛ خو وروسته پوه شو چې د یوه بې وسلې بوډا او دریو ماشومانو په وژلو کې یې مرسته کړې ده. د هغوی جسدونه په مرمیو سوری سوری وو او د بدن غړي یې بهر راوتلي وو. د قطعې قومندان راغی، یو سرتېري پر جسدونو لاړې تو کړې او چیغې یې کړې: "دا د هر هغه چا برخلیک دی چې له اسرائیل سره په جګړه کې ښکېل کیږي..."

یوبال هک پک او حیران پاتې شو خو هیڅ یې ونه ویل. هغه هارټز ته وویل: "زه یو بایلونکی او پوره ډارن یم."

د ۲۰۲۳ اکتوبر او د ۲۰۲۵ تر پایه پورې، له ۸۰،۰۰۰ څخه زیاتو اسرائیلي سرتېرو د رواني ستونزو له امله تداوي ترلاسه کړې ده. د ۲۰۲۵ تر اکتوبر پورې، اسرائیلي پوځ په تېرو ۱۸ میاشتو کې د ځان وژنې ۲۷۹ هڅې ثبت کړې وې، چې له هغې جملې ۳۶ تنه مړه شوي وو.

د هارټز مقاله ښيي چې حتی د هغو اسرائیلي سرتېرو لپاره چې بې له کومې وېرې یې جنایتونه کول، د "هر څه چې کرې، هغه به رېبې" متل په یو ډول پلي کیږي. په داسې حال کې چې دا اسرائیلیان ژوند کوي، ساه اخلي، درمل خوري او په رواني درملنه کې ګډون کوي، د دوی بې نومه فلسطیني قربانیان بیا د ټنونو کنډوالو لاندې په داسې قبرونو کې پراته دي چې حتی د یوې ښې جنازې له وقار څخه هم بې برخې پاتې شول.

یوبال چې تل ابیب ته راستون شوی، د بې ګناه خلکو په وژلو کې د ګډون له امله ځان یو "حیوان" احساسوي. هغه خپله دنده پرېښوده، په کور کې پټ شو، خپلې هندارې یې ماتې کړې او د ځان وژنې په اړه فکر کوي. له هارټز سره له خبرو دوه ورځې وروسته هغه په رواني روغتون کې بستر شو.

مګر د هغه د قربانیانو جسدونه لا هم په غزه کې د خاورو لاندې دي؛ هغه ځای چې اسرائیل پرې د ۲۰۲۳ له اکتوبر راهیسې د لږترلږه شپږو "هیروشیما په کچه" اټومي بمونو په اندازه چاودیدونکي توکي غورځولي دي. د یوبال د قربانیانو خپلوان نه رواني درملنې ته لاسرسی لري او نه درملو ته؛ هغوی په خیمو کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

په دې راپور کې د جګړې د جنایتونو په اړه د ګناه احساس په هره مرکه کې تکرار شوی.
'مایا' چې د زغره والو ځواکونو په یوه کمانډو خونه کې وه، وایي چې پنځه بې وسلې فلسطینیان یوازې د یوې "فرضي کرښې" د تېرېدو له امله ووژل شول. ټانک پر دوی سلګونه مرمۍ وویشتې. وروسته یو بلدوزر راغی او هغوی یې تر خاورو لاندې کړل ترڅو "ناروغي خپره نه شي". سرتېرو په یوه ژوندي پاتې شوي بندي پورې خندل او په هغه یې ادرار کاوه. مایا هم ورسره وخندل، خو وروسته پوه شوه چې هغه سړی بې ګناه و او یوازې خپل کور ته د تلو هڅه یې کوله. اوس مایا د "ناپاکۍ" احساس کوي او په دوامداره توګه غسل کوي.

بل سرتېری 'یهودا' وایي چې د یو بې وسلې فلسطیني د وژنې شاهد و چې لاسونه یې د تسلیمۍ په نښه پورته کړي وو، خو یو افسر وواژه. وروسته رپوټ ورکړل شو چې یو "ترهګر" یې وژلی دی. کله چې یهودا وروسته په مادرید کې د یو هنري انځور په وړاندې ودرېد، په بې کنټروله ژړا شو او ویې ویل: "زه څنګه داسې څوک شوم چې د حق په خوا کې ونه درېدم؟"

د 'ناهال' لوا نښه ویشتونکو اعتراف کړی چې فلسطینیان یې داسې ویشتل لکه په "کمپیوټري لوبه" کې، خو اوس د هغو خلکو څېرې د دوی په خوبونو کې راځي. ځینې نور بیا د فلسطینیانو د کورونو د چور تالان، د سرو زرو او پیسو د غلا کولو او د کورنیو عکسونو ته د اور اچولو کیسې کوي.

'ایتان' چې په شمالي غزه کې د تحقیقاتو د یوې خونې ساتونکی و، وایي چې یو تحقیق کونکي بندي ته په حساسو ځایونو کې برېښنايي تارونه وتړل تر هغه چې سړي داسې چیغې وهلې چې ګواکې "روح یې له بدنه وځي". هغه پوښتنه کوي: "په دې زېرزمینیو کې نور څه تیریږي؟ موږ کوم رازونه پټوو؟"

یو بل کس چې 'ګای' نومول شوی، وایي چې د سوځېدلې غوښې له بوی څخه دومره متاثره شوی چې اوس سبزي خور شوی دی. هغه پوښتنه کوي: "موږ په څه بدل شو؟ زه په څه بدل شوم؟"

 

وپلټۍ
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و
د انګلستان لومړی وزیر برنهام غواړي چې هېواد یې بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي
اسرائیلي وزیر ادعا کړې چې یوه "ترهګر" د فلاي دوبۍ الوتکې د راغورځولو هڅه کړې
د قطر لومړي وزیر نتنیاهو "جنګي مجرم" وباله او د منځګړیتوب پر دوام یې ټینګار وکړ
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې شپږ فلسطینیان مړه  او یو شمېر ماشومان ټپیان شول.
امریکايي ځواکونه په عراق کې له پاتې اډو وځي او شل کلن پوځي شتون پای ته رسوي