د تورکیې دفاعي شرکت «بایکار» ویلي چې د تورکیې په شمال لوېدیځ کې د یوې ازمایښتي الوتنې پر مهال، د بیرقدار ټي بي ۲ (Bayraktar TB2) بې پیلوټه جنګي الوتکې څخه دوو توغول شویو بریدګرو ډرونونو خپل هدفونه په نښه کړي دي.
بایکار د چهارشنبې په ورځ وویل، ټي بي ۲ الوتکې د ادرنې ولایت د 'کشان' الوتنې د روزنې او ازموینې له مرکز څخه په داسې حال کې الوتنه وکړه چې له ځان سره یې د 'سکای ډاګر' (Skydagger) لخوا جوړ شوي ۱۶ 'ایف پي وي' ډرونونه لېږدول، چې له دې ډلې یې دوه د ازموینې پر ساحه خوشې کړل.
له توغولو وروسته، ټي بي ۲ د هوایي ارتباطاتو د یوه نښلوونکي په توګه کار وکړ. چلونکو (Operators) له دې اړیکې څخه په استفادې کوچني ډرونونه خپلو هدفونو ته ورسول. 'ایف پي وي' ډرونونه د خپلې کمرې له لارې چلونکو ته د پیلوټ په څېر لید ورکوي.
دا ازموینه د هغې الوتکې بریدګر ظرفیتونه لا پسې زیاتوي چې په ۲۰۱۴ کال کې د تورکیې له وسلهوالو ځواکونو سره یوځای شوه او د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۵ کال کې په وسلو سمبال شوه.
د کشفي او څارنې پر ماموریتونو سربېره، ټي بي ۲ کولای شي چې د هدفونو د په نښه کولو لپاره له خپل لیزر څخه کار واخلي او تر څلورو پورې لارښود شوي مهمات (توغندي) ولېږدوي، چې د راکیټسان (Roketsan) شرکت MAM-L او MAM-C توغندي هم پکې شامل دي.
د بایکار په وینا، د خدمت له پیلولو یوه لسیزه وروسته، د ټي بي ۲ الوتکو کاروان په ۲۰۲۴ کال کې د ۱ میلیون ساعتونو الوتنې ریکارډ مات کړ.
بایکار ویلي چې دوی له ۳۶ هېوادونو سره د ټي بي ۲ او له ۱۶ هېوادونو سره د 'اکنجي' جنګي ډرونونو د صادراتو تړونونه لاسلیک کړي، چې په دواړو پروګرامونو کې ټول ۳۹ هېوادونه رانغښتل شوي دي.
په ۲۰۲۵ کال کې د دې شرکت صادرات د ۲.۲ میلیارد ډالرو ریکارډ کچې ته رسېدلي، او په وروستیو کلونو کې د دوی د عایداتو شاوخوا ۹۰ سلنه له بهرنیو خرڅلاو څخه ترلاسه شوې ده.






















