افغانستان
1 د لوستلو دقیقه
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
ویل کیږي د تورکیې د ملي استخباراتو سازمان رئیس ابراهیم قالن د افغانستان پلازمېنې کابل او کندهار ولایت ته سفر کړی دی.
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
ابراهیم قالن - وثیق

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، ابراهیم قالن کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له خپل افغان سیال، د استخباراتو د عمومي ریاست له رئیس ملا عبدالحق وثیق سره وکتل.

د تورکیې د استخباراتو رئیس قالن د افغانستان د سرپرست حکومت له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د دفاع له سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره هم وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

په دغو کتنو کې د تورکیې او افغانستان ترمنځ د امنیت او استخباراتو په برخه کې د همکاریو د ژورولو لپاره د ممکنه ګامونو او د دوه اړخیزو اړیکو پر بېلابېلو ابعادو بحث او ارزونه وشوه.

په ناستو او لیدنو کې د امریکا/اسرائیل-ایران جګړې په ګډون پر سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو خبرې وشوې او دغه راز تروریزم، د انسانانو قاچاق او د مخدره توکو پر ضد د مبارزې مسایل هم وڅېړل شول.

وپلټۍ
الشرع وویل چې پر هېواد د لګېدلو سختو بندیزونو له لرې کېدو وروسته سوریه له سره راوزیږیده
جرمني اټکل کوي چې د  روسیې د هیبریډي بریدونو هدف په توګه به پاتې شي.
ایران د جګړې ، اوربند او د جګړې نه وروسته  د سناریوګانو په اړه د دفاعي چمتوالي امر وکړ.
اردوغان : مونږ خپل هیواد او ملت د سیمې د ټولو ناخوالو او جګړو نه لرې ساتلی .
د غزې په خان او منځنیو برخو د بریدونو په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
پنټاګون:ایران پر خلاف د علمیاتو لګښت له ۳۳ میلیاردو ډالرو څخه اوښتی او د مهماتو کمښت يي رامنځته کړی
سعودي عربستان ویلي دي چې د حوثیانو بریدونو ته به ډیر سخت ځواب ووايي.
د تورکیې په پلازمېنه انقره کې د ۶۶ میلیونه کاله لرغوني فوسیل کشف شول
ایران: «له ګاونډیانو، په ځانګړي ډول له تورکیې سره اړیکې په غوښتلي او مناسب کچه کې دي»
په یمن کې حوثیان د سعودي عربستان پر شاه خالد هوایي اډې د لسګونو توغندیو او ډرونو بریدونه کړي
په یونان کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ ډوبېدو له امله ۱ کس مړ او ۲۵ نور لا درکه شوي دي.
روسیه: د اوکراین په لوېدیځو سیمو کې مو د اوسپنې پټلۍ پر زېربناوو بریدونو کړي دي.
د اسرائیلو رسنۍ: ولسمشر اردوغان تورکیه په منځني ختیځ کې پر یوه ننګونکي او اغېزمن فعال بدله کړې ده
حوثیانو په سعودي عربستان کې ير پوځي اډې د توغندیز او ډرون  بریدونو کولو ادعا کړې ده.
ټرمپ له ۲۵ کلونو وروسته د سېپټمبر ۱۱مې پیښه د ایران  له جګړې سره وتړله