حوثیانو همدا راز دا ادعاګانې له حقیقت لرې بللي چې ګویا پر مکې مکرمه يي برید کړی دی.
سریع ادعا وکړه چې د نسکورې شوې الوتکې د پاتې شونو او ملبو د لټون لپاره سیمې ته نورې راغلې F-15 او ټایفون (Typhoon) ډول جنګي الوتکې هم په ځايي توغندویو په نښه شوي او له سیمې پر شا کېدو ته اړ شوي دي.
سریع په تېره یوه اونۍ کې د یمن پر تعز، لحج، جوف، حجه، مأرب، صعده او بیضاء ولایتونو د سعودي عربستان د «F-15» او «Typhoon» ډوله الوتکو لخوا د څه باندې ۴۵۰ هوایي بریدونو ترسره کېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د یمن اسمان به د هر ډول تیري او سرغړونې پر وړاندې تړلی وي.
د مکې مکرمې په اړه د حوثیانو څرګندونې
بل خوا، سریع دا ادعاګانې بې اساسه او له حقیقت لرې بللي چې ګویا دوې مکه مکرمه په نښه کړې ده.
نوموړي وویل چې پر سعودي عربستان په بریدونو کې یوازې د تېلو تاسیسات او پوځي اډې په نښه کېږي او زیاته یې کړه چې دوې له سپیڅلو ځایونو څخه کاملاً لرې او محتاطه تګلاره پر مخ وړي.




















