منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د غزې په ښار کې د اسرائیلي بمباریو له امله زیانمن شوې لږ تر لږه شپږ پوړیزه ودانۍ نړیدلې ده، په داسې حال کې چې ژغورندوی ټیمونه د درنو وسایلو او تجهیزاتو د جدي کمښت له امله تر ملبو لاندې بند پاتې شوو کسانو ته په رسېدو کې له ستونزو سره مخ دي.
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
غزه

د فلسطین د رسمي  خبري اژانس (WAFA) د خبر له مخې، د چهارشنبې په ورځ د غزې ښار په سویل لوېدیځ کې د یوې استوګنیزې ودانۍ د ویشتو له امله لږ تر لږه ۱۱ فلسطینیان، چې ۵ ماشومان هم په‌کې شامل دي، وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د ژغورونکو ټیمونو له قوله راپور ورکړ شوی  چې دغه شپږ پوړیزه ودانۍ پر خپلو اوسېدونکو او نږدې د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر خېمو راپريوتې ده، چې له امله یې لسګونه کسان تر خاورو لاندې ایسار شوي دي.

سیمه ییزو اوسېدونکو ویلي چې څه باندې ۶۰ کسان، چې ډېری یې بې ځایه شوي فلسطینیان وو، په دغې ودانۍ کې مېشت وو؛ دا هغه ودانۍ وه چې د اسرائیلو له بمباریو وروسته زیانمنه شوې او درزونه په‌کې پیدا شوي وو.

د تجهیزاتو کمښت د ژغورنې هڅې ټکنۍ کړې دي

د وافا  د راپور له مخې، ژغورندویو ټیمونو د چهارشنبې په ورځ وخته کار پیل کړ ترڅو د ژوندیو پاتې شویو کسانو پلټنه وکړي او تر ملبو لاندې بند پاتې کسان راوباسي، خو له درنو ماشین الاتو او نورو تجهیزاتو له جدي کمښت سره مخ دي.

د دغې ودانۍ چپه کیدو د هغو فلسطیني تلفاتو شمېر نور هم زیاتوي چې د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر کې د اوربند له پلي کېدو راهیسې راپور شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې د اوربند له پیل راهیسې په اسرائیلي بریدونو کې ۱,۳۷۵ فلسطینیان وژل شوي او ۴,۶۸۶ نور ټپیان شوي دي.

وزارت زیاته کړې چې د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر میاشتې راهیسې پر غزه د اسرائیلو د نسل وژنې له امله د وژل شویو فلسطینیانو ټول شمېر نږدې ۷۴,۰۰۰ ته رسېدلی، او څه باندې ۱۷۴,۰۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

 

وپلټۍ
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.
الشرع وویل چې پر هېواد د لګېدلو سختو بندیزونو له لرې کېدو وروسته سوریه له سره راوزیږیده
جرمني اټکل کوي چې د  روسیې د هیبریډي بریدونو هدف په توګه به پاتې شي.
ایران د جګړې ، اوربند او د جګړې نه وروسته  د سناریوګانو په اړه د دفاعي چمتوالي امر وکړ.
اردوغان : مونږ خپل هیواد او ملت د سیمې د ټولو ناخوالو او جګړو نه لرې ساتلی .
د غزې په خان او منځنیو برخو د بریدونو په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
پنټاګون:ایران پر خلاف د علمیاتو لګښت له ۳۳ میلیاردو ډالرو څخه اوښتی او د مهماتو کمښت يي رامنځته کړی
سعودي عربستان ویلي دي چې د حوثیانو بریدونو ته به ډیر سخت ځواب ووايي.
د تورکیې په پلازمېنه انقره کې د ۶۶ میلیونه کاله لرغوني فوسیل کشف شول
ایران: «له ګاونډیانو، په ځانګړي ډول له تورکیې سره اړیکې په غوښتلي او مناسب کچه کې دي»
په یمن کې حوثیان د سعودي عربستان پر شاه خالد هوایي اډې د لسګونو توغندیو او ډرونو بریدونه کړي
په یونان کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ ډوبېدو له امله ۱ کس مړ او ۲۵ نور لا درکه شوي دي.
روسیه: د اوکراین په لوېدیځو سیمو کې مو د اوسپنې پټلۍ پر زېربناوو بریدونو کړي دي.
د اسرائیلو رسنۍ: ولسمشر اردوغان تورکیه په منځني ختیځ کې پر یوه ننګونکي او اغېزمن فعال بدله کړې ده
حوثیانو په سعودي عربستان کې ير پوځي اډې د توغندیز او ډرون  بریدونو کولو ادعا کړې ده.