منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د سعودي په مشرۍ عربي ائتلاف اعلان وکړ چې د سعودي عربستان د سلطنتي هوایي دفاع ځواکونو یوه بې پیلوټه الوتکه (ډرون) چې د مکې مکرمې هوایي حریم ته د ننوتو په حال کې وه، تثبیت او له منځه وړې ده.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
مکه

د عربي ائتلاف ویاند جنرال تركي المالکي پر «X» ټولنیزه شبکه په یوه خپاره شوي بیان کې وویل، پرون مازیګر شاوخوا ۶:۵۰ بجې (په سیمه ییز وخت) د هوایي دفاع ځواکونو د حوثیانو لخوا توغول شوې ډرون مخکې له دې چې د مکې مکرمې منع شوي هوایي حریم ته ننوځي، کشف کړه.

المالکي زیاته کړه چې یاد شوی ډرون د مکې ښار په سویل کې شنډه او له منځه یوړل شوه.

جنرال المالکي په دوام کې وویل:

«دا دښمنانه او تروریستي هڅه د ۲۰۱۷ کال د جولای له ۲۷مې نېټې وروسته پر مکې مکرمې د بالستیک توغندي له برید راپدېخوا، د دغه سپیڅلي ښار د نښه کولو دویمه هڅه ده. د هغې مقدسې خاورې د په نښه کولو هڅه کول چې د وحې د نازلېدو، د رسالت د راڅرګندېدو ځای او د نړۍ د میلیونونو مسلمانانو محبوب ځای دی، یو شرمناک عمل دی. د میلیونونو مسلمانانو د احساساتو دا لمسول به د تروریستي حوثیانو پر تندي یوه نوې شرمناکه ټاپه وي.»

المالکي د حج او عمرې د زیارت کوونکو امنیت «سره کرښه» وبلله او ټینګار یې وکړ: «د ائتلافي ځواکونو قومانداني د حوثیانو د دغو دښمنانه او تروریستي کړنو پر وړاندې د ټولو اړینو او مخنیونکو اقداماتو په ترسره کولو کې هیڅ شک او ځنډ نه کوي.»

بل خوا، حوثیانو پرون هغه ادعاګانې په کلکه رد کړې چې ګویا د مکې مکرمې په ګډون په سعودي عربستان کې سپیڅلې سیمې له یمن څخه د رامنځته شوي ګواښ نښه ګرځېدلې دي.

 

وپلټۍ
په یمن کې حوثیان د سعودي عربستان پر شاه خالد هوایي اډې د لسګونو توغندیو او ډرونو بریدونه کړي
په یونان کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ ډوبېدو له امله ۱ کس مړ او ۲۵ نور لا درکه شوي دي.
روسیه: د اوکراین په لوېدیځو سیمو کې مو د اوسپنې پټلۍ پر زېربناوو بریدونو کړي دي.
د اسرائیلو رسنۍ: ولسمشر اردوغان تورکیه په منځني ختیځ کې پر یوه ننګونکي او اغېزمن فعال بدله کړې ده
حوثیانو په سعودي عربستان کې ير پوځي اډې د توغندیز او ډرون  بریدونو کولو ادعا کړې ده.
ټرمپ له ۲۵ کلونو وروسته د سېپټمبر ۱۱مې پیښه د ایران  له جګړې سره وتړله
پوټین د اوکراین خاوره کې د اروپايي پوځیانو احتمالي ځای پر ځای کول «له روسیې سره جګړه» وبلله.
په بلغاریا کې د وسلو پر ډیپو دویمه چاودنه وشوه. د شک ګوته روسیې ته نیول شوې.
له عراق څخه د سعودي عربستان د تیلو په یوې نللیکې د درون بریدونه شوي
حوثیانو سرې بحیرې مهمې جزیرې ونیولې او د باب المندب سیمه یې تر خپل کنټرول لاندې راوسته:دولتي سرچينې
د تورک دولتونو ترمنځ "ترکپول" جوړېږي
کالاس د فلسطین د غصب شوو ځمکو څخه پر اسرائیلي توکو د سوداګرۍ د بنديز ملاتړ وکړ
د الجزایر او اماراتو ترمنځه په اړیکو کې ترینګلتیا لا ژوره شوه
امریکا متحده ایالتونو پر حوثیانو د مخامخو بریدونو په اړه د سعودي عربستان غوښتنه رد کړه.
امریکایان دم ګړۍ د بهرنیو بریدونو پر پرتله "کورنی ترهګریزم" د هیواد لپاره  لوی خطر بولي