بیرقدار آقنجي يرغليزې بي پيلوټه الوتکې د سونګور هوایي دفاعي توغندي په وسيله په تور سمندرګي کې د ازموینې پر مهال لوړ سرعت لرونکې متحرک هدف په هوا کې په ډیره دقیقه توګه په نښه او له منځه یوړ.
د تورکیې د بايكار شرکت د اعلامیې له مخې، د دغې کمپنۍ لخوا ملي او په خپلواکه توګه جوړه شوې بیرقدار آقنجي يرغلیزې بي پيلوټه الوتکه د خپلې هوایي جګړې وړتیاوو پراخولو ته دوام ورکوي. په دې چوکاټ کې په ترسره شوې ازموینه کې د راکیټسان شرکت لخوا د جوړ شوي سونګور توغندي په واسطه په هواد کې هدف الوتکه په نښه او وویشتل شوه.
د ازموینې د فعالیت په اډانه کې، آقنجي د تکیرداغ ولایت له چورلو د الوتنې او ازمایښتونو له مرکز څخه الوتنه وکړه او په تور سمندرګي کې د ازموینې سیمې ته ورسېده. د سینوپ (Sinop) سواحلو ته نږدې په ترسره شوې ازموینه کې، په اسمان کې متحرک هدف لرونکی بې پیلوټه الوتکه د آقنجي لخوا د توغول شوي سونګور توغندي په واسطه په بشپړ دقت او هدفمن ډول په نښه او له منځه یوړ شوه. د ازموینې له بریالي پای ته رسېدو وروسته، آقنجي ټاکل شوې لاره تعقیب کړه او بېرته چورلو ته ستنه شوه.
آکنجي له دې وړاندې د کمانکېش ۱ په نوم د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ جوړ شوي کوچني کروز توغندي او همدارنګه د راکیټسان د ایرن (EREN) لوړ سرعت لرونکي ځیرک توغندي سره پر هوایي هدفونو بریالۍ ازموینې ترسره کړې وې.
د سونګور هوایي دفاعي توغندي په کارولو سره، آقنجي د بېلابېلو ډلو ملي توغندیو پر مټ د هوایي هدفونو د ويشتلو وړتیا نور هم پراخه کړه او د بېلابېلو وسلو په درلودلو سره یې په هوایي جګړه کې خپله برلاسي وښودله.
د هراړخیزو عملیاتو ځواک
له پیل څخه تر دې دمه د خپلو ټولو پروژو مالي سرچینې پخپله چمتو کوونکی د بایکار شرکت په ۲۰۲۵ کال کې هم د بې پیلوټه الوتکو په برخه کې د نړۍ تر ټولو لوی صادروونکی پاتې شوی دی. په تېرو ۳ کلونو کې د نړۍ د په وسلو سمبال ډرون الوتکو په بازار کې خپل رهبریت ساتلي.
بايكار په ۲۰۲۵ کال کې د ۲.۲ میلیارد ډالرو صادرولو له لارې خپل مخکینی ریکارډ مات کړ. په وروستیو کلونو کې د خپل عواید په سلو کې ۹۰ له صادراتو ترلاسه کوونکی بايكار د تورکیې د لوړې ټیکنالوژۍ د صادراتو اصلي پرمخ وړونکی بلل کېږي.
بايكار د بیرقدار ټي بي ۲ لپاره له ۳۶ هېوادونو او د آکنجي لپاره تر دې دمه له ۱۶ هېوادونو سره — چې په ټولیزه توګه ۳۹ هېوادونه کېږي — د صادراتو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.




















