نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
روبیو اسیان غونډې ته وویل چې متحده ایالات له ایران سره خبرو اترو ته چمتو دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
روبیو اسیان غونډې ته وویل چې متحده ایالات له ایران سره خبرو اترو ته چمتو دي

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې واشنګټن لا هم له ایران سره ډیپلوماسۍ ته لېواله دی،  او زیاته یې کړه چې تهران له متحده ایالاتو سره "په مستقیم او غیر مستقیم ډول" په اړیکه کې دی. روبیو وویل ستونزه دا ده چې ایران "خبرو اترو ته جدي نه دی." هغه وویل: "که دوی جدي وي، موږ هم جدي یو. که نه وي، نو موږ به د خپلو او خپلو متحدینو د ګټو ساتلو لپاره هر هغه څه وکړو چې اړین وي." روبیو دا هم وویل چې د هرمز تنګي باندې د ایران کنټرول به یو "خورا خطرناک مثال" وي چې نړیوالې اغیزې به ولري.

د وینزویلا ولسمشر مادورو د مخدره توکو د قاچاق په قضیه کې محکمې ته وړاندې کېږي
تمه کېږي چې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو به د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې بېرته محکمې ته حاضر شي، چیرته چې د هغه وکیلان د نشه يي توکو د قاچاق د تورونو په تړاو له کاراکاس څخه د هغه د نیولو او لېږدولو پر قانوني اړخ اعتراض کوي. مادورو او د هغه مېرمن، سیلیا فلوریس، ځانونه بې ګناه بللي دي. مادورو ځان "جنګي بندي" او خپل نیول کېدل "تښتول" بللي، په داسې حال کې چې وکیل یې وایي چې هغه به د خپلې "پوځي تښتونې" قانوني بڼه وننګوي.

د ایټالیا لومړۍ وزیره میلوني په بولونیا کې د یو کس د مړینې په اړه د حقیقت غوښتنه کوي
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني په بولونیا کې د یو کس د نیولو پر مهال د وژل کېدو په اړه د بشپړو تحقیقاتو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې "حقیقت باید په بشپړ ډول وپلټل شي." مراکشي الاصله عبدالرحیم فقیر وروسته له هغه د پولیسو لخوا د نیول کیدو پر مهال ژوند د لاسه ورکړ چې پولیسو د یو تن لخوا  موټرو او خلکو ته د زیان رسولو په اړه راپورونه ترلاسه کړي وو. میلوني د پولیسو ضد تاوتریخجن لاریونونه هم وغندل چې پکې ۵۶ پولیس افسران ټپیان شوي دي؛ هغې وویل چې لاریون کوونکي "د حقیقت په لټه کې نه وو، بلکې د جګړې په لټه کې وو."

د ټرمپ سلاکار بولوس د ټرمپ او عون ترمنځ خبرې اترې "ګټورې" وبللې
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکار مسعد بولوس وویل چې له لبناني ولسمشر جوزف عون سره په سپینه ماڼۍ کې لیدنه ښه وه او بحث شوی چوکاټ یې "تاریخي" وباله؛ هغه دا له ۱۹۴۹ کال راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځ لومړنۍ رسمي هوکړه وبلله. بولوس وویل چې اوس تمرکز د تایید د میکانیزم له لارې د دې معاملې په "ګام په ګام" پلي کولو دی، خو دا یې هم ومنله چې "هیڅوک دا باور نه کوي چې دا به یو اسانه کار وي."

تورکیه په یو لرغوني ښار کې ۲۰۰۰ کلن سړک بېرته رغوي
د تورکیې په سویل کې په لرغوني ښار اسپیندوس (Aspendos) کې د تیاتر او اکروپولیس ترمنځ نږدې ۲۰۰۰ کاله پخوانی سړک موندل شوی دی. په کیندنو کې شاوخوا ۳۰۰ متره سړک، د یو ښه ساتل شوي تنور، عامه ودانیو، د اوسېدو کورونو او یوې لویې دروازې نښې موندل شوي دي. لرغونپوهانو همدارنګه یوه فینقي سکه او په سیمه کې جوړ شوي د عطرو شیشه‌يي بوتلونه موندلي دي، چې د ختیځې مدیترانې سره د اسپیندوس پر سوداګریزو اړیکو او په پخوانیو وختونو کې د ورځني ژوند پر څرنګوالي نوې رڼا اچوي.

 

وپلټۍ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو
ټرمپ له سعودي عربستان سره د تاریخي اهمیت لرونکی د ملکي اټومي انرژۍ تړون تایید کړ
د روسیې او اوکراین په روانه جګړه کې سږ کال د ملکي وګړو ځاني تلفات ۳۷ سلنه لوړ شوي
د سویلي چین په سمندر کې تاوتریخوالی زیات شو؛ بیجنګ له مانیلا سره د شوې نښتې ویډیو خپره کړه
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني له امریکا سره د سوداګریزو خبرو اترو "ګړندي کولو" ته چمتووالی ښودلی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین پر مسکو د ډله ییز ډرون الوتکو برید وکړ.
امریکا په عراق او اردن کې د ایران په بریدونو کې د خپلو سرتیرو د وژل کیدو پخلی وکړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
جاپان نور نشي کولی د اټومي وسلو له بحث څخه ډډه وکړي
امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې ددې لپاره هیڅ مهمه نده چې ایران د اسلام آباد هوکړې ته ژمن پاتې کیږي او نه
هند د پاکې انرژۍ په لور په یو ګام کې خپل لومړی په هایډروجن چلېدونکې اورګاډي پرانیسته
د تورکیې پر سر د ټرمپ او نتنیاهو اختلاف؛ ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور په اړه د نتنیاهو پر نیوکو غصه شوی
د مهمو خبرونو غورچاڼ
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی