ساینس او ټکنالوژي
2 د لوستلو دقیقې
د چټ جي پي ټي  ناسمې طبي مشورې یو کاروونکی تر روغتونه ورساوه.
د چټ جي پي ټي یو تن کاروونکي هغه ته د ورکړ شوې ناسمې روغتیايي مشورې له امله په محکمه کې ددې شرکت پر خلاف اقامه د دعوا وکړه.
د چټ جي پي ټي  ناسمې طبي مشورې یو کاروونکی تر روغتونه ورساوه.
OpenAI

په داسې حال کې چې د روغتیا په څېر حساسو موضوعاتو کې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د چټ‌بوټونو لارښوونو بحثونه راپارولي، یوه پېښه چې ادعا کیږي د همدې حالت له امله رامنځته شوې، محکمې ته راجع شوې ده.

یوه کاروونکي د OpenAI پر وړاندې دعوه کړې او ادعا کوي چې د مصنوعي ځیرکتیا د غیرمجازو (بې اجازې) طبي مشورو له امله یې رواني روغتیا خرابه شوې او هغه يي په روغتون کې تر بستر کیدو پورې رسولی وو.

په سان فرانسسکو کې د ثبت شوې دعوې له مخې، ۳۹ کلن ډیویډ روزنتال د درملو په انتخاب، د خوراک (ډوز) په لارښوونو او د ډاکټر د نسخې په له پامه غورځولو کې له ChatGPT څخه د یوه لارښود په توګه کار اخیستی و.

په شکایت پاڼه کې راغلي چې مصنوعي ځیرکتیا دغه لارښوونې له کوم تخصصي جواز یا مسلکي قضاوت پرته وړاندې کړې دي، چې دا د کالیفورنیا له قوانینو څخه سرغړونه ده.

دغه کاروونکی چې له دې وړاندې یې د پاملرنې کموالي او خپګان (ډیپریشن) په څېر ناروغۍ لرلې، تېر کال د اونیو لپاره په روغتون کې تر درملنې لاندې و.

هڅونه او د روږدیتوب پروسه

دغه کاروونکي تېر کال د جون په میاشت کې د شعر لیکلو لپاره له دې پلټفارم څخه کار اخیستل پیل کړل، خو په لنډ وخت کې پر دغه چټ‌بوټ روږدی شو.

د ادعاوو له مخې، ChatGPT د درملو د تعاملاتو په اړه ناسمې لارښوونې وکړې او د هغه ډاکټر لخوا د تجویز شویو درملو (چې د رواني حالت د انډول لپاره وو) د پرېښودو د پرېکړې ملاتړ یې وکړ.

وکیلان استدلال کوي چې مصنوعي ځیرکتیا د خوندي پروتوکولونو پر ځای د کاروونکي د تعامل د زیاتوالي لپاره ډیزاین شوې ده، او دې حالت د هغه پر رواني روغتیا منفي اغېزه کړې ده.

د مصنوعي ځیرکتیا د مسؤلیت په اړه بحث

کارپوهان پام دې ته اړوي چې د مصنوعي ځیرکتیا  ماډلونه کولی شي په حساسو موضوعاتو کې پوښتنو ته ناسم ځوابونه ورکړي، او د څارنې میکانیزمونه یې نیمګړي دي.

حقوق پوهان وایي چې مصنوعي ځیرکتیا یو محصول دی او باید د اټکل وړ زیانونو په وړاندې مسؤله وګڼل شي. خو د OpenAI شرکت تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

 

وپلټۍ
په داسې حال کې چې اوکراین د امریکا پر ملاتړ شک کوي، ماسک له زیلینسکي وغوښتل چې له دندې استعفا وکړي
د ټرمپ اداره د استازو د جرګې د ډیموکراټ غړې الهان عمر د تابعیت لغوه کولو او شړلو لپاره پلټنې کوي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د یوه ښوونځي د چت نړېدو له امله لسګونو تنو زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې
سي ان ان: امریکا ښايي پر ایران د احتمالي برید لپاره د «ټولو بمونو مور» (MOAB) وکاروي
د روسیې په ریازان سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو د برید له امله د تېلو په یوه چاڼځای کې اور لګېدلی
په یمن کې حوثیانو د سعودي عربستان د  یوې جنګي الوتکې د ویشتو ادعا کړې ده.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د روسیې د تر ټولو لوی بانک پر ډېټا سنټر د ډرون برید شوی دی.
په اسرائیل کې د انټل (Intel) په فابریکه کې چاودنې درې کسان سخت ټپیان کړي دي
حوثيانو د سعودي عربستان د انرژۍ شرکت ارامکو پر تاسیساتو برید وکړ.
د ایران سپاه پاسداران امریکا وګواښله
اسپانیا د تورکیې نه د ۱۵ نورو ملي جیټ الوتکو ( هورجیټ ) د پیرولو پلان اعلان کړ.
د پیسو نړیوال صندوق مشره وايي، پر سعودي بریدونه کولای شي "هر ځای" منفي اغېزې ولري
زیلینسکي ویلي دي چې لویدیځ د سخت غبرګون د نه ښودولو له امله روسیې پر اوکراین خپل بریدونه شدید کړي
ایران ویلي چې له عمان سره د هرمز تنګي په هکله لازم توافق ته ورسېدو.