نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
سي ان ان: امریکا ښايي پر ایران د احتمالي برید لپاره د «ټولو بمونو مور» (MOAB) وکاروي
د سي ان ان (CNN) خبري شبکې د راپور له مخې، د امریکا پوځ داسې نوې بریدګرې طرحې جوړې کړې دي چې له مخې یې شونې ده د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فرمان په صورت کې، د ایران پر اټومي او د انرژۍ پر تاسیساتو د «ټولو بمونو مور» (MOAB) وکارول شي.
سي ان ان: امریکا ښايي پر ایران د احتمالي برید لپاره د «ټولو بمونو مور» (MOAB) وکاروي
سي ان ان: امریکا ښايي پر ایران د احتمالي برید لپاره د «ټولو بمونو مور» (MOAB) وکاروي

د سي ان ان شبکې د چهارشنبې په ورځ د څو باخبره امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ټرمپ د امریکا پوځ ته سپارښتنه کړې ترڅو په ایران کې د اهدافو د په نښه کولو لپاره د بریدونو نوې لارې چارې او طرحې چمتو کړي. په دغو اهدافو کې د ایران د انرژۍ زېربناوې او د هغه هېواد له اټومي پروګرام سره تړلي تاسیسات شامل دي.

سرچینو ویلي دي چې که چېرې ولسمشر ټرمپ د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیل پرېکړه وکړي، دا بریدونه کېدای شي د امریکا له راتلونکو منځمهالو ټاکنو مخکې یا وروسته ترسره شي. همدارنګه، دا عملیات ښايي د امریکا د مرکزي قوماندانۍ  له مسوولیت ساحې څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو مخکې ترسره شي، ترڅو واشنګټن ته موقع ورکړي چې له وتلو او د بریالیتوب له اعلان مخکې خپل وروستي بریدونه ترسره کړي.

د راپور پر بنسټ، د ایران د اټومي مرکزونو د په نښه کولو په پلانونو کې، د اصفهان په «پيککس» (Pickaxe) غرنۍ سیمه کې د ځمکې لاندې پر مشکوکو تاسیساتو د MOAB بم د کارولو احتمال هم شامل دی. ټرمپ تر دې وړاندې څو ځلې ګواښ کړی و چې د پيککس غره سیمه به په نښه کړي، ځکه باور کېږي چې ایران هلته د خپل اټومي پروګرام مهمې برخې ځای پر ځای کړې دي. د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې د دوی د اقداماتو اصلي موخه د ایران له لوري د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوی دی.

د بم د اغېزمنتیا په اړه شکونه

سره له دې چې دا بم خورا ویجاړونکی دی، خو پخپله امریکايي چارواکي او پوځي پلان جوړوونکي د ځمکې لاندې ژورو اټومي تاسیساتو پر وړاندې د دې وسلې د اغېزمنتیا په اړه شکمن دي.

د سي ان ان د راپور له مخې، په جي پي ایس (GPS) سمبال دا بم کولای شي د شاوخوا نهو ښاري بلاکونو په اندازه ساحه ویجاړه کړي، خو د ځمکې خورا ژورو پوړونو ته د ننوتلو لپاره نه دی ډیزاین شوی. دا بم ښايي د نفوذ د نشتوالي له امله، د ګرانیټ له کلکو تیږو او قوي کانکریټي تحکیماتو څخه جوړو شویو تاسیساتو په ویجاړولو کې پاتې راشي.

یوې بلې سرچینې سي ان ان ته ویلي: «MOAB یوه لویه رواني او استخباراتي وسله ده چې د پراخو او پرانیستو سطحو د ویجاړولو لپاره ډېره مناسبه ده، خو د نورو اهدافو [ژورو تاسیساتو] لپاره بې کاره ده.»

د یادونې وړ ده چې د چاودنې د پراخوالي له امله، که چېرې د استوګنې سیمو ته نږدې د انرژۍ تاسیسات په نښه شي، نو د ملکي تلفاتو د رامنځته کېدو جدي اندېښنې شته دي. دا بم تر دې دمه یوازې یو ځل په ۲۰۱۷م کال کې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د سمڅو پر وړاندې کارول شوی دی.

د رواني فشار وسیله

د دې بم د تخنیکي محدودیتونو سره سره، راپورونه ښيي چې امریکايي چارواکي پر تهران د یوه قوي رواني فشار د وسیلې په توګه هم د دې بم پر کارولو غور کوي.

یوې سرچینې سي ان ان ته ویلي، په داسې حال کې چې د ځمکې لاندې ژورو اهدافو د لمنځه وړلو لپاره د وسلو محدودیتونه شتون لري، کېدای شي د MOAB بم غورځول په ساده ډول پر ایران د رواني فشار راوړلو او د واشنګټن د غوښتنو منلو ته د تهران د اړ کولو په موخه وکارول شي.

وپلټۍ
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د یوه ښوونځي د چت نړېدو له امله لسګونو تنو زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې
د روسیې په ریازان سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو د برید له امله د تېلو په یوه چاڼځای کې اور لګېدلی
هغه رسوایي چې د جرمني پر استخباراتي اداره يي باور له منځه وړی
د روسیې د تر ټولو لوی بانک پر ډېټا سنټر د ډرون برید شوی دی.
د پیسو نړیوال صندوق مشره وايي، پر سعودي بریدونه کولای شي "هر ځای" منفي اغېزې ولري
له اروپايي ټولنې څخه د جلا کیدو  یا( بریکسټ ) څخه تر بیرته ستنېدو پورې
زیلینسکي ویلي دي چې لویدیځ د سخت غبرګون د نه ښودولو له امله روسیې پر اوکراین خپل بریدونه شدید کړي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جرمني په بوخوم ښار کې په یوه آپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پر توره بحیره له بریدونو وروسته ناټو دفاعي تدابیر زیاتوي. اروپايي ټولنې دا بریدونه په کلکو ټکو وغندل
د هند په ټاکنیزو لستونو کې د اصلاحاتو او د ټاکنیز تعصب د ادعاو پر سر د اعتراضونو او مظاهرې دوام لري.
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري