د یوه روغتون د چارواکي د معلوماتو له مخې، د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په شمال لوېدیځ ښار پېښور کې د یوه ښوونځي د چت نړېدو له امله ۲۷ زدهکوونکو او یو ښوونکي ژوند د لاسه ورکړی دی.
په پېښور کې د لیډي ریډینګ روغتون یوه چارواکي، محمد عاصم خان، فرانس پرس خبري اژانس ته د مړو شمېر تایید کړ او زیاته یې کړه چې په دې پېښه کې له ۳۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي، چې د شپږو هغو روغتیايي حالت نازک دی.
د ځايي ورځپاڼې «ډان» د راپور له مخې، خان څرګنده کړه چې پدې پیښه کې د وژل شوو ماشومانو د ټولو عمرونه ۱۳ کاله او یا تر هغه کم دي.
خان وویل چې په روغتون کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
د ژغورنې د بېړنیو خدمتونو ویاند، بلال احمد فیضي، تر دې وړاندې پخپلو څرګندونو کې ویلي وو چې د ژغورنې ډلو شاوخوا ۲۰ کسان، چې زدهکوونکي او ښوونکي هم پکې شامل وو، روغتونونو ته لېږدولي دي.
په سیمه کې د ژغورنې چارې لا هم روانې دي.
په پاکستان کې د خوندیتوب د کمزورو مقرراتو او د ټیټ کیفیت لرونکو ودانیزو توکو د کارولو له امله د ودانیو نړېدل یوه عامه پېښه ده چې ډېر کله رامنځته کېږي.
تر دې وړاندې په جون میاشت کې هم د لاهور په کاهنا سیمه کې د یوه خصوصي ښوونیز مرکز د چت نړېدو له امله ۱۴ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.




















