وال سټریټ ژورنال د امریکایي چارواکو او باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د ټرمپ ادارې د ډیموکرات ګوند د استازې الهان عمر په اړه پراخې فدرالي پلټنې پیل کړې دي، چې موخه یې د هغې د امریکا تابعیت لغوه کولو او بالاخره د هغې ډیپورټ کولو (شړلو) لپاره د یوې قانوني دوسیې جوړول دي.
دا څو اړخیزې پلټنې دا څېړي چې عمر د ماشومې کډوالې په توګه له سومالیا څخه د راتلو وروسته د امریکا تابعیت څنګه ترلاسه کړ. دا پلټنې د هغې پر اسنادو او د هغې د ارواښاد پلار «نور عمر محمد» پر کړنو تمرکز کوي، چا چې خپله کورنۍ په ۱۹۹۵ کال کې په کینیا کې د کډوالو له یوه کمپ څخه متحده ایالاتو ته راوسته.
د دې پلټنو په مرکز کې دا پوښتنه ده چې ایا د تابعیت په اسنادو کې د هغې عمر بدل شوی و چې د ۱۸ پر ځای ۱۷ کاله وښودل شي، کوم چې هغې ته اجازه ورکړه ترڅو په ۲۰۰۰ کال کې په اتوماتیک ډول د خپل پلار له لارې د امریکا تابعیت ترلاسه کړي.
د کورني امنیت د پلټنو ادارې د بایډن د حکومت پر مهال هم ورته تورونه څېړلي وو، خو د درغلۍ د شواهدو د نشتوالي له امله یې هغه لغوه کړل.
دا پلټنې د دوشنبې په ورځ هغه مهال په چټکۍ سره جدي شوې چې فدرالي اجنټانو په واشنګټن ډي سي کې د عمر په کور کې د محکمې په اجازه پلټنې ترسره کړې؛ هغه هم د منځمهاله ټاکنو څخه یوازې درې اونۍ وړاندې، چې نوموړې پکې د بیا ځلي ټاکل کېدو هڅه کوي.
پلټونکو د هغې مبایل ټیلیفون، شخصي کمپیوټرونه، کتابچې او پاسپورټ ضبط کړي دي.
چارواکو د عمر د کورنۍ د غړو په ګډون له یو درجن څخه زیاتې احضاریې هم صادرې کړې دي، او په مینیسوټا کې یې د فدرالي لویې محکمې په وړاندې د شهادت ورکولو غوښتنه کړې ده.
د تابعیت لغوه کولو هڅې او سیاسي غبرګون
الهان عمر دغه پلټنې او پراخ تحقیقات په کلکه وغندل او دا اقدامات یې د سیاسي مخالفینو د ډارولو لپاره یوه «استبدادي هڅه» وبلله.
عمر پر ایکس (X) شبکه کې ولیکل: "هیڅ شک مه کوئ: دا د سیاسي دښمنانو د په نښه کولو او د فدرالي قانون پلي کونکو ادارو څخه د وسلې په توګه د کار اخیستلو یوه هڅه ده." هغې زیاته کړه: "زه به چوپه پاتې نه شم."
دا دوسیه د هغو کسانو د تابعیت د وضعیت په اړه د حکومت د پراخو څېړنو یوه برخه ده چې د امریکا تابعیت یې ترلاسه کړی دی، چې تر دې دمه له ۲۰۰ څخه ډېرې مدني دعوې ثبت شوې دي.
د تابعیت د لغوه کولو لپاره، د عدلیې وزارت باید یوه فدرالي دعوه ثبت کړي او دا ثابته کړي چې په اسنادو کې بنسټیزه درغلي شوې ده.
له بلې خوا، د واشنګټن لپاره د امریکا څارنوالې جنین پیرو تایید کړه چې د هغې دفتر د عمر د مالي معلوماتو او حسابونو په اړه هم پلټنې کوي.




















