په داسې حال کې چې ایران په بحرین کې د بریدونو ادعا کوي او له تهران سره ډیپلوماتیکې هڅې په ټپه ولاړې دي، د دغې بېړۍ رسېدل په سیمه کې د امریکا سمندري حضور لا پیاوړی کوي.
د امریکا متحده ایالاتو پوځ منځني ختیځ ته د الوتکه وړونکې بېړۍ درېیم ضربتي ګروپ استولی دی، ترڅو له ایران سره د زیات شوي تاوتریخوالي په ترڅ کې خپل سمندري حضور لا پیاوړی کړي.
د «د نشنل» (The National) ورځپاڼې د راپور له مخې، یوه امریکايي چارواکي ویلي چې د «یو اېس اېس تیوډور روزویلټ» (USS Theodore Roosevelt) بېړۍ د یکشنبې په ورځ د امریکا د مرکزي قوماندانۍ سینټکام د مسؤلیت ساحې ته داخله شوه او له «یو اېس اېس جورج واشنګټن» او «یو اېس اېس جورج اېچ ډبلیو بوش» بېړیو سره یوځای شوه.
سیمې ته د روزویلټ بېړۍ رسېدل د امریکا د سمندري ځواک د پام وړ تمرکز ښکارندويي کوي، په داسې حال کې چې د ټرمپ اداره پر دې غور کوي چې ایا د ایران پر وړاندې د پراخو پوځي عملیاتو بل پړاو پیل کړي که نه.
دا ځای پر ځای کېدل په داسې حال کې ترسره کېږي چې ایران د یکشنبې په ورځ په تېرو دریو ورځو کې د دویم ځل لپاره پر بحرین د بېپیلوټه الوتکو (ډرون) د برید ادعا وکړه؛ په دې سره د نښتو شاوخوا دوه میاشتنی درېدلی حالت پای ته ورسېد، په داسې حال کې چې له واشنګټن سره د سولې خبرې اترې په ټپه ولاړې دي. د یکشنبې برید د جمعې ورځې له هغې پېښې وروسته وشو چې پکې امریکايي ځواکونو د دغه خلیجي هېواد پر لور روانې دوه ایراني بېپیلوټه الوتکې شنډې کړې وې.
نه پینټاګون او نه هم د امریکا مرکزي قوماندانۍ سینټکام چې په منځني ختیځ کې د پوځي عملیاتو څارنه کوي د دغې بېړۍ د ځای پر ځای کېدو د مهالوېش په اړه رسمي تایید خپور کړی دی.
دا تازه نښتې او تبادلې د پراخې ډیپلوماتیکې ماتې او په سیمه کې د امریکا د پوځي چمتووالي د زیاتوالي په منځ کې رامنځته کېږي، چې دا د ایران پر وړاندې د روانې جګړې یوه برخه ده؛ هغه جګړه چې د فبرورۍ په وروستیو کې د امریکا او اسراییلو په همغږو بریدونو سره پیل شوې وه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې مرستیال ولسمشر جي ډي وینس د سولې له خبرو څخه لرې کړ او پر ټولنیزو رسنیو یې اعلان وکړ چې واشنګټن نور له تهران سره هوکړې ته اړتیا نه لري.
د الوتکه وړونکې بېړۍ له ځای پر ځای کېدو سره سره، د امریکا پوځ په دې وروستیو کې د اسراییلي رسنیو هغه راپور رد کړ چې پکې ادعا شوې وه امریکا د ایران پر وړاندې د احتمالي عملیاتو د بیا پیلولو لپاره چمتووالی نیسي، او په سیمه کې د ځواکونو د وضعیت د بدلون په اړه یې ادعاوې «محض ګومانونه» وبلل.





















