نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د اسټرالیا اپوزیسیون په تاریخ کې «د کډوالۍ د کچې د تر ټولو لوی کمښت» ژمنه وکړه
ایئتلاف وړاندیز کوي چې بهرنۍ خالصې کډوالۍ کچه لومړیو کې په کال کې ۱۰۰,۰۰۰ ته راټیټه کړي، او هممهاله به پر لنډمهالو ویزو او نړیوالو محصلینو سخت محدودیتونه ولګوي.
د اسټرالیا اپوزیسیون په تاریخ کې «د کډوالۍ د کچې د تر ټولو لوی کمښت» ژمنه وکړه
د اسټرالیا اپوزیسیون په تاریخ کې «د کډوالۍ د کچې د تر ټولو لوی کمښت» ژمنه وکړه

د اسټرالیا مخالف ائتلاف (اپوزیسیون) هغه څه اعلان کړل چې د هېواد په تاریخ کې یې «د کډوالۍ تر ټولو لوی کمښت» بولي. دغه ائتلاف وړاندیز کړی چې په حکومت کې د خپل کار په لومړیو دوو کلونو کې به بهرنۍ خالصې کډوالۍ کچه په کال کې ۱۰۰,۰۰۰ ته راټیټه کړي.

د اپوزیسیون مشر اینګس ټیلر  د سې شنبې په ورځ دا طرحه وروسته له هغې بربنډه کړه چې لیبرال-نشنل ائتلاف هڅه کوي د کډوالۍ کچه د کورونو له موندل کېدو او پر عامه خدماتو له فشار سره ونښلوي.

دا وړاندیز به د څلورو کلونو په ترڅ کې د لنډمهالو ویزو لرونکو شمیر شاوخوا ۶۵۰,۰۰۰ تنو ته کم کړي، په داسې حال کې چې د دایمي مسلکي (مهارت لرونکو) کډوالو حد به په کال کې په ۱۸۵,۰۰۰ ځایونو پورې محدود پاتې شي.

محصلین ممکن له محدودیتونو سره مخ شي

نړیوال محصلین به له سختو محدودیتونو سره مخ شي، چې په کې د ۲۴۰,۰۰۰ نویو محصلینو د نوملیکنې حد شامل دی. ائتلاف همدا راز پلان لري چې ډېری لنډمهاله تحصیلي ویزې  لغوه کړي، خو د ډکتورا (PhD) محصلینو، د روغتیا او ښوونې او روزنې د څانګو محصلینو او هغو کسانو ته به استثنا ورکړل شي چې په سیمه ییزو پوهنتونونو کې زده کړې کوي.

ائتلاف به د اسټرالیا بشردوستانه پذیرش کچه هم پر نیمایي برخه ۱۰,۰۰۰ ځایونو ته په کال کې راټیټه کړي او له ډېری غوښتونکو څخه به وغواړي چې د دویمې یا بلې لنډمهالې ویزې غوښتنه له هېواده بهر وسپاري.

«اسټرالیا هوټل نه دی»

ائتلاف وویل: «لنډمهاله ویزه باید د لنډمهالي معنی ولري. اسټرالیا يو کور دی، نه هوټل.»

د دې طرحې له مخې، خالص کډوالي به له لومړني کمښت وروسته تدریجاً زیاته شي او په څلورم کال کې به ۱۶۰,۰۰۰ ته ورسیږي.

د کورونو موندلو او د ژوند لګښتونو د فشارونو له امله کډوالي په اسټرالیا کې په یوه مهمه سیاسي موضوع بدله شوې ده.

د لومړي وزیر انټوني البانیز په مشرۍ د کارګر ګوند حکومت هم د کډوالۍ قواعد سخت کړي دي، په ځانګړې توګه د نړیوالو محصلینو لپاره، خو پر دې هم ټینګار کوي چې کډوالي د حیاتي مهارتونو د کمښت حل کولو لپاره مهمه پاتې کېږي.

 

وپلټۍ
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.