د غزې جګړه
3 د لوستلو دقیقې
پداسې حال کې چې د اسرائیل او حماس ترمنځ په اوربند موافقه شوې خو اسرائیل پر غزې تازه بریدونه کړي
حماس به د تړون د لومړي پړاو د یوې برخې په توګه د نږدې ۲۰۰۰ فلسطیني بندیانو په بدل کې ۲۰ اسرائیلي اسیران خوشې کړي.
پداسې حال کې چې د اسرائیل او حماس ترمنځ په اوربند موافقه شوې خو اسرائیل پر غزې  تازه بریدونه کړي
پداسې حال کې چې د اسرائیل او حماس ترمنځ په اوربند موافقه شوې خو اسرائیل پر غزې تازه بریدونه کړي / Reuters

حماس به د تړون د لومړي پړاو د یوې برخې په توګه د نږدې ۲۰۰۰ فلسطیني بندیانو په بدل کې ۲۰ اسرائیلي اسیران خوشې کړي.

یوې سرچینې چې د تړون له جزیاتو خبر وو، د پنجشنبې په ورځ رویټرز ته وویل، تمه کیږي چې د غزې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلان د لومړي پړاو تړون به د جمعې پر ورځ د ګرینویچ پر وخت د سهار په ۹ بجو لاسلیک شي. سرچینې زیاته کړه، کله چې تړون لاسلیک شي، اوربند به په غزه کې په عملي توګه توګه نافذ شي.

د بیت المقدس پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې قطر، مصر، امریکا او تورکیې د غزې د سولې تړون د تضمین کوونکو په توګه لاسلیک کړی دی.

اسرائیلو او د فلسطین مقاومتي ډلې حماس ویلي، چې دوی د اوربند پر یوه داسې تړون هوکړې ته رسېدلي چې له ډېرې مودې یې انتظار کېده. دا د ټرمپ د هغه پلان لومړی پړاو دی چې له مخې به یې په غزه کې د تل ابیب جګړه پای ته ورسېږي، هغه جګړه چې تر ۶۷۰۰۰ ډېر فلسطینیان یې وژلي او منځنی ختیځ یې له نوي حالت سره مخ کړی دی.

خو سمدستي وروسته له هغه چې اسرائیلو او حماس د اوربند پر پلان د هوکړې اعلان وکړ، د غزې د ملکي دفاع ادارې په سیمه کې د څو بریدونو خبر ورکړ. د دې ادارې یوه چارواکي، محمد المغایر وویل: "تېره شپه په غزه کې د اوربند د وړاندیز شوي چوکاټ په اړه د هوکړې له اعلان راهیسې، په ځانګړې توګه د غزې په شمالي سیمو کې د څو چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي." هغه په غزه ښار باندې "یو لړ سخت هوايي بریدونه" په ګوته کړل.

په ورته وخت کې د اسرائیلو پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې په سیمه کې ځای پر ځای کېدو ته دوام ورکوي او هر ډول عملیاتي پرمختګ ته چمتووالی نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې رویټرز د یوې باخبرې سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د غزې تړون په اړه د اسرائیلو د امنیتي کابینې او حکومت غونډې دوه ساعته ځنډول شوې .

په دې تړون کې به درې مهم ټکي شامل وي: د اسرائیلي اسیرانو او فلسطیني بندیانو خوشې کول، یوې ټاکل شوې کرښې ته د اسرائیلي ځواکونو وتل، او له کلونو محاصرې او جګړې وروسته غزې ته د سختو اړتیا وړ مرستو رسول.

د مقاومت ډلې یوې سرچینې اژانس فرانس پریس ته ویلي، حماس به د تړون د لومړي پړاو د یوې برخې په توګه ۲۰ ژوندي اسرائیلي اسیران د نږدې ۲۰۰۰ فلسطیني بندیانو په بدل کې تبادله کړي.

 

د خبرو اترو یوې باخبرې سرچینې ویلي چې دا تبادله به د تړون له پلي کېدو وروسته په ۷۲ ساعتونو کې ترسره شي.

سرچینې زیاته کړه، اسرائیلي اسیران به د ۲۵۰ هغو فلسطینیانو په بدل کې خوشې شي چې په عمري بند محکوم شوي او ۱۷۰۰ نور چې د نسل وژنې له پیل راهیسې د اسرائیلو له خوا نیول شوي، په شمول د ښځو او ماشومانو، هم به ازاد شي.

وپلټۍ
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو
ټرمپ له سعودي عربستان سره د تاریخي اهمیت لرونکی د ملکي اټومي انرژۍ تړون تایید کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په غزه کې د اوربند د پرله پسې سرغړونو په ترڅ کې د اسرائیلو په برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي