دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د ایران د تېلو د عوایدو د محدودولو لپاره د امریکا د هڅو په لړ کې، دې ستراتیژیکې اوبلارې ته د سمندري لاسرسي پر سر تاوتریخوالی دوام لري.
د ایران انقلاب ساتونکو ځواکونو وویل: "یو سوپر ټانکر چې له مقرراتو یې سرغړونه کوله، له دوو میلیونو بېرلو څخه زیات خام تېل یې لېږدول او هڅه یې کوله چې د هرمز له تنګي څخه په غیرقانوني توګه تېره شي، له یوه ماین سره ټکر شو، چې له امله یې چاودنه وشوه او سخت اور پکې ولګېد."
سپاه پاسدارانو د کښتۍ هویت نه دی په ډاګه کړی او نه یې هم د پېښې کره ځای په ګوته کړی دی. دوی همدارنګه یوه ویډیو خپره کړې چې په کې ښکاري د شپې پر مهال یوې کښتۍ اور اخیستی دی.
دا اعلان وروسته له هغه وشو چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) مشر، جنرال براډ کوپر د جمعې په ورځ وویل چې امریکايي ځواکونو له مجازو بشري مرستو پرته، له سمندري لارې د ایران واردات او صادرات پرې کړي دي؛ ځکه واشنګټن د تهران د تېلو پر عوایدو او نظامي تمویل باندې خپل فشارونه زیات کړي دي.
کوپر وویل چې امریکايي ځواکونو په وروستیو میاشتو کې د ایران لخوا د لږ تر لږه ۲۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت د خامو تېلو د صادرېدو مخه نیولې ده. هغه دا هم وویل چې د امریکا شریکانو په تېره اونۍ کې د خلیج له هېوادونو سره مرسته کړې ترڅو د هرمز له تنګي څخه له ۱۰۰ میلیونو بېرلو څخه زیات تېل ولېږدوي.
د هرمز تنګی چې شمال ته یې ایران او سویل ته یې عمان پراته دي، په خپله تر ټولو نرۍ برخه کې شاوخوا ۳۰ کیلومتره (۲۰ مایله) پلنوالی لري.
ایران د فبرورۍ په وروستیو کې د جګړې له پیلیدو وروسته پر دې تنګي خپل کنټرول کلک کړی، او له کښتیو څخه یې غوښتي چې له دې اوبلارې د تېرېدو لپاره باید اجازه ترلاسه کړي؛ دا هغه لار ده چې معمولاً د نړۍ د تېلو د مصرف شاوخوا پنځمه برخه ورڅخه تېرېږي.
سپاه پاسدارانو زیاته کړه: "دې ټانکر د امریکا په ملاتړ د خپلو ټولو تعقیبي سیسټمونو په غیرفعالولو سره هڅه وکړه چې له تنګي څخه تېر شي."
واشنګټن د ایران د تېلو د صادراتو په نښه کولو سره یوه متقابله سمندري محاصره لګولې ده.
د دې اونۍ په پیل کې، د (سپاه) سمندري قوماندان جنرال علي اوزمايي خبرداری ورکړ چې هرهغه کښتۍ چې خپل د موقعیت موندنې (نیویګیشن) سیسټمونه غیرفعال کړي، "دښمنه" به وګڼل شي.
کوپر وویل چې دا تنګی د سوداګرۍ لپاره پرانیستی دی او ادعا یې وکړه چې په تېرو اوو ورځو کې شاوخوا ۴۰۰ سوداګریزو کښتیو له دې لارې تګ راتګ کړی دی.



















