د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، واشنګټن د روسیې او اوکراین ترمنځ د انرژۍ د اوربند لپاره د خبرو اترو د یوې برخې په توګه د اوکراین له لارې اروپا ته د روسیې د طبیعي ګازو لیږد بیا پیلولو پلان لري.
امریکايي، اروپايي او اوکرایني چارواکو دې ورځپاڼې ته ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازو، جېرډ کوشنر او سټیو وېټکوف، د سپټمبر په میاشت کې مسکو او کییف ته د خپلو سفرونو پر مهال وړاندیز کړی و چې د روسیې د طبیعي ګازو د پلور لپاره دې یو امریکايي منځګړی وکارول شي.
د راپور له مخې، دغه وړاندیز به اروپايي بندیزونه له پامه وغورځوي او روسیې ته به اجازه ورکړي چې د اروپا بازار ته بېرته ګاز صادر کړي. دا کار ښايي د امریکايي پانګه والو لپاره د پام وړ ګټوره سوداګریزه زمینه هم برابره کړي.
ویل کېږي چې مذاکره کوونکو د اروپا د طبیعي ګازو بازار ته د لاسرسي بېرته ترلاسه کول، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د هڅولو لپاره یو مهم امتیاز بللی و، ترڅو له کییف سره پر پراخ اوربند موافقه وکړي.
د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي وړاندیز کړی و چې عواید دې په یوه درېیم هېواد کې په یوه خوندي امانتي حساب کې وساتل شي، ترڅو مسکو ونه شي کولای دغه پیسې د خپلې روانې جګړې د تمویل لپاره وکاروي.
په دې وړاندیز کې د شوروي اتحاد د پخوانۍ دورې د نللیکو شبکې بېرته فعالول شامل دي. دغه شبکه د سایبریا د اورېنګوی د ګازو د زېرمو سیمې د اوکراین له خاورې څخه د تېرېدو له لارې له اروپا سره نښلوي.
د راپور له مخې، د دې پلان لپاره هڅې د اروپايي ټولنې له اوسنیو مقرراتو سره په ټکر کې دي . د دغو مقرراتو له مخې، د روسیې د طبیعي ګازو ټول واردات باید د راتلونکي کال تر پای پورې په تدریجي ډول بند شي.
له جګړې مخکې، روسیې د اروپا د طبیعي ګازو ۴۵ سلنه اړتیا پوره کوله. خو اوس دغه ونډه ۱۱ سلنې ته راټیټه شوې ده، په داسې حال کې چې د امریکا مایع شوې طبیعي ګاز د اروپا د مصرف ۳۰ سلنه جوړوي.






















