نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د امریکا د کانګرس یو لوړپوړی هئیت به په تورکیه کې د اقلیم په اړه د کوپ ۳۱ په غونډه کې ګډون وکړي
ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته د دویم ځل لپاره د پاریس له تړون څخه د د امریکا له ایستلو وروسته، دغه هېواد د اقلیم او چاپیریال په اړه په خبرو اترو کې برخه نه ده اخیستې.
د امریکا د کانګرس یو لوړپوړی هئیت به په تورکیه کې د اقلیم په اړه د کوپ ۳۱ په غونډه کې ګډون وکړي
د امریکا د کانګرس یو لوړپوړی هئیت به په تورکیه کې د اقلیم په اړه د کوپ ۳۱ په غونډه کې ګډون وکړي

یوه ډیموکرات قانون جوړونکي د چهارشنبې په ورځ، په منځمهاله ټاکنو کې د خپل ګوند له سترې بریا یوه ورځ وروسته وویل چې د امریکا د کانګرس یو پلاوی به د ملګرو ملتونو د اقلیم کلنۍ غونډې لپاره تورکیې ته سفر وکړي.

ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته د دویم ځل لپاره د پاریس له تړون څخه د امریکا له ایستلو وروسته، دغه هېواد په خبرو اترو کې برخه نه وه اخیستې.

خو د الینوس ایالت استازي شان کاسټن وویل چې د دوی ۱۹ کسیز پلاوی به له دې سره سره په 'کاپ۳۱' (COP31) غونډه کې یو "مهم ډیپلوماټیک رول" ولوبوي، کومه چې د نوامبر له ۹مې تر ۲۰مې په انتالیا کې ترسره کېږي.

کاسټن یوې خبري ناستې ته وویل: "البته، موږ به په هغه وخت کې په اکثریت کې نه یو، خو زموږ هرکلی به د هغه څه د درکولو پر بنسټ وشي چې اوس اوس پېښ شول (اشاره یې په ټاکنو کې د ډیموکراتانو بریا ته ده)."

هغه وویل، دا مهمه ده چې ساده نه اوسو، ځکه چې امریکا په ۱۹۹۷ کال کې د 'کیوټو' پروتوکول په تصویبولو کې پاتې راغلې او د ټرمپ په واکمنۍ کې دوه ځله د پاریس له تړون څخه وتلې ده.

هغه وویل: "خو زه فکر کوم چې نړۍ ته زموږ د دې پیغام رسول هم ریښتینی ارزښت لري، لومړی دا چې امریکا خپله خبره کړې، او دویم دا چې ډېری هغه ننګونې چې موږ ورسره مخ یو، یو شان دي." هغه د اقلیمي کډوالو، د اقلیم د بدلون له امله رامنځته شوي مالي بې ثباتۍ، او په ځانګړې توګه د ایران د جګړې په پام کې نیولو سره له کاربن څخه د اقتصادونو د پاکولو اړتیا ته اشاره وکړه.

د دغه پلاوي مشري د دوامدارې انرژۍ او چاپیریال ایتلاف (SEEC) انسټیټیوټ پر غاړه ده، چې یو غیر ګوندي فکري بنسټ دی. دغه بنسټ وویل چې غړي به یې د اقلیم، انرژۍ، او اقتصادي تګلارو په برخه کې "د امریکا د نوي ښکېلتیا لپاره د فرصتونو د موندلو" په موخه له پالیسي جوړونکو، د مدني ټولنې له ډلو او سوداګریزو مشرانو سره وګوري.

ټاکل شوې چې د امریکا د ایالتونو او سیمه‌ییزو ادارو مشران هم د "امریکا په بشپړه توګه چمتو ده"  ایتلاف تر چتر لاندې تورکیې ته سفر وکړي.

په کور دننه، ټرمپ د خپل ویټو واک د کارولو ګواښ کړی، چې دې کار دا پوښتنې راپورته کړي چې ډیموکراتان د استازو جرګې او مشرانو جرګې له کنټرول سره سره د اقلیم په برخه کې څومره لاسته راوړنې لرلای شي.

خو کاسټن وویل چې د ټرمپ ګمرکي تعرفې، چې سولر پینلونه او برېښنايي موټرې لا پسې ګرانوي، او د ایران جګړه، چې د پټرولو بیې لوړوي، "همدا اوس د انفلاسیون (پړسوب) دوه تر ټولو لوی لاملونه دي."

دې کار، او ترڅنګ یې د ځینو چاپیریالي تګلارو (لکه د کاربن اخراج سوداګري او د اوزون طبقې ساتنه) په برخه کې د جمهوري غوښتونکي ګوند د ملاتړ تاریخچې هغه "په محتاطانه ډول هیله‌مند کړی چې دا حاشیې به ځینې فرصتونه پرانیزي."

 

وپلټۍ
ټرمپ د هغه د استیضاح په اړه هر ډول  ګواښ رد کړ او ډیموکراتانو ته یې د هغې د تعقیبولو په اړه خبرداری
ایران د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ټرمپ له ماتې وروسته د «ټرمپیزم د زوال» ادعا وکړه
امریکا یوې فدرالي محکمې د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د لسګونو افغان کډوالو د شړلو د ځنډولو حکم وکړ
تورکیه د  COP31 کنفرانس په غونډه کې د کاربن کمولو لپاره د لوی پلیټ فارم پرانستلو ته چمتو ده
۸ تنو مسلمانانو د امریکا کانګرس ته لار پیدا کړه
په امریکا کې ډیموکراټانو د استازو جرګې او سنا دواړو ټاکنې وګټلې
چین د چین ، روسیې او امریکا د ولسمشرانو د احتمالي سرمشریزې په اړه د اړیکو نیول تایید کړل.
السعید د امریکا سنا ته د لومړي مسلمان په توګه وټاکل شو
ټرمپ په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې د ایران له جګړې او د سون توکو له لوړو بیو سره وتړله
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته له نتنیاهو سره د ګډ حکومت جوړول رد کړل
ډیموکراتانو په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو واک ترلاسه کړ .
تورکیې او سویلي کوریا د اټومي انرژۍ د تمویل تړون لاسلیک کړ او د دفاعي اړیکو د لا ژورولو ژمنه یې وکړه
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې په اکتوبر میاشت کې ۲۲ زده کوونکي او د ښوونکي وژل شوي دي
کرملین وايي د پوتین، ټرمپ او شي د احتمالي درې اړخیزې ناستې لپاره چمتووالی روان دی
په امریکا کې له ټاکنو مخکې وضعیت: ډیموکراتان په نظرپوښتنو کې د سنا په ټولو ۷ مهمو سیالیو کې مخکې دي.