راپورونه ښيي چې دا پرېکړه د متحده ایالاتو د توغندیو د زیرمو د کمېدو، سیمهییزو ترینګلتیاوو او خلیجي متحدینو ته د پېښو خطرونو په اړه د اندېښنو له امله نیول شوې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هوايي دفاعي توغندیو د زیرمو د کمښت له امله پر ایران د پوځي عملیاتو د پام وړ پراخولو پلانونه ځنډولي دي.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، دا پرېکړه د جمعې په ورځ د خپلو لوړپوړو سلاکارانو او د کابینې له غړو سره د ټرمپ له ناستې وروسته شوې ده.
پوځي چارواکو خبرداری ورکړی چې د پراخو نښتو بیا پیل کېدلای شي د "پاټریوټ" (Patriot) دفاعي توغندیو او نورو مهماتو زیرمې تر خطرناکې کچې پورې کمې کړي، کوم چې په منځني ختیځ کې د امریکايي سرتېرو او اډو د ساتنې لپاره اړین دي. له دې وړاندې هم داسې اندېښنې راپورته شوې وې چې متحده ایالاتو له ایران سره په روانو نښتو کې د خپلو هوايي دفاعي توغندیو یوه لویه برخه کارولې ده.
په راپور کې راغلي چې د ټرمپ اداره په دې هم اندېښنه لري چې د جګړې لا زیات پراخېدل ښايي د ایران د سختو غبرګونونو لامل شي، خلیجي هېوادونه له امریکا څخه لیرې کړي او د انرژۍ او کډوالو نړیوال بحرانونه نور هم سخت کړي.
ډیپلوماټیک خنډونه
د امریکا د پوځ د درستیزوالۍ مشر، جنرال ډان کین (Dan Caine) په خصوصي خبرو کې ویلي چې د لویو پوځي عملیاتو بیا پیل کول ممکن دي، خو دا کار به د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) د توغندیو شته زیرمې په جدي ډول کمې کړي.
د سپینې ماڼۍ د اړیکو مدیر سټیون چونګ ویلي چې ټرمپ تل په ډاګه کړې چې ډیپلوماټیک حل ته لومړیتوب ورکوي، خو که ایران په هرمز تنګي کې یا د امریکا د متحدینو پر وړاندې "تروریستي فعالیتونو" ته دوام ورکړي، ټول انتخابونه لا هم پر میز دي.
چونګ زیاته کړه: "دا به د ایران لپاره هوښیارانه وي چې د یوې هوکړې لپاره مذاکره وکړي، که نه نو دوی پوهېږي چې څه به پېښ شي."




















