نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
روسیه وايي چې ۱۳۰۰ اوکرایني ډرونونه یې غورځولي دي، چې سلګونو یې د مسکو پر لور روانې وې
مسکو وویل چې د دوی هوایي دفاع د شپې په اوږدو کې نږدې ۶۰۰ بې پیلوټه الوتکې چې پلازمینه یې په نښه کړې وه، په شینژین کې د ټرمپ-پوتین-شي د پلان شوې سرمشریزې څخه څو ورځې مخکې شنډې کړي.
روسیه وايي چې ۱۳۰۰ اوکرایني ډرونونه یې غورځولي دي، چې سلګونو یې د مسکو پر لور روانې وې
روسیه وايي چې ۱۳۰۰ اوکرایني ډرونونه یې غورځولي دي، چې سلګونو یې د مسکو پر لور روانې وې / Anadolu Agency (Wire)

روسیې د دوشنبې په ورځ وویل چې د شپې په اوږدو کې یې د اوکراین له ۱،۳۰۰ څخه ډېرې بې‌ پیلوټه الوتکې شنډې کړې دي، چې په هغو کې سلګونه د مسکو پر لور روانې وې. دا د دواړو هیوادونو ترمنځ د نږدې پنځه کلنې جګړې یو له لویو بریدونو څخه دی.

دا برید د ولسمشر ولادیمیر پوتین، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جین پینګ ترمنځ په شینژین کې د سرمشریزې څخه څو ورځې مخکې وشو. امریکايي چارواکي وايي، تمه نه کېږي چې د اوکراین په اړه د روسیې جګړه د دغو خبرو اترو اصلي موضوع وي.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین په ټیلیګرام کې ویلي، د شپې په اوږدو کې او د دوشنبې تر سهاره پورې د مسکو سیمې پر لور روانې شاوخوا ۶۰۰ بې ‌پیلوټه الوتکې د هوايي دفاعي سیستمونو لخوا شنډې شوې دي.

هغه وویل: "ډیری یې د دفاع وزارت د هوايي دفاع سیسټم لخوا په لرې پرتو سیمو کې ویجاړې شوې،" او زیاته یې کړه چې ۱۹۱ ډرون الوتکې "مسکو ته د نږدې کېدو پر مهال شنډې شوې".

تر اوسه د اوښتو زیانونو او مرګ ‌ژوبلې په اړه سمدستي معلومات نه دي خپاره شوي.

د روسیې د دفاع وزارت وروسته وویل چې هوايي دفاع ځواکونو د شپې په اوږدو کې په ډیری سیمو کې، د مسکو سیمې په ګډون، او همدارنګه د تور سمندر او ازوف سمندرګي په اوږدو کې ۱،۳۳۶ اوکراینۍ وزر لرونکي ډرون الوتکې نیولي او ویجاړې کړې دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دا شنډونې څو ساعته وروسته له هغې وشوې چې اوکرایني ځواکونو د روسیې د پټروکیمیایي موادو یوه لویه فابریکه، د تیلو تصفیه خانه او د پوځي تولید یوه سیمه په نښه کړه. 

د دې پس منظر په وړاندې، چین د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې شي به د نومبر په ۱۹مه د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ (APEC) سرمشریزې په څنډه کې د ټرمپ او پوتین سره خبرې وکړي.

کرملین او سپینې ماڼۍ تر دې وړاندې هم د دغې لیدنې پخلی کړی و.

بیجینګ د اجنډا په اړه هیڅ جزئیات نه دي ورکړي، پداسې حال کې چې ټرمپ ویلي دي چې هغه د اټومي وسلو د له منځه وړلو او د ایران پر وړاندې د جګړې په اړه بحث کولو اراده لري.

د امریکايي چارواکو په وینا، تمه نه کېږي چې ټرمپ په درې اړخیزو خبرو اترو کې د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه بحث وکړي.

واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو په هدف د کیف او مسکو په ګډون جلا جلا مذاکرات تعقیبوي، د امریکا مذاکره کوونکو تیره اونۍ د پوتین او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره ولیدل.

د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر وویل چې شي په دې وروستیو کې د هغو وړاندیزونو په اړه "ناخوښي" ښودلې چې ګواکې د درې اړخیزو خبرو اترو په چوکاټ کې به د اوکراین موضوع هم وڅېړل شي.

شټاینمایر له "اې ار ډي" ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل: "هغه په څرګنده توګه ټینګار وکړ چې دا یوه اروپايي جګړه ده او اروپایان هم باید د خبرو اترو پر میز کې حاضر وي."

زیلینسکي خبرداری ورکړی چې په شینژین کې دا غونډه ښايي د ۲۱مې پېړۍ د ۱۹۴۵ کال د یالتا کنفرانس په بڼه بدله شي؛ هغه کنفرانس چې په کې لوی قدرتونو ښايي د نورو هېوادونو له ګډون پرته د نفوذ د سیمو د بیا وېش هڅه وکړي.

وپلټۍ
ټرمپ، شي جینپینګ او پوتین به په چین کې خپله لومړنۍ درې اړخیزه غونډه وکړي.
په استانبول کې د مشرانو تر لیدنې وروسته د تورکیې او قطر مهم دفاعي تړون لاسلیک کړ .
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د ادعا شویو جرمونو په اړه د پلټنو  د تړولو امر کړی دی
د سولې بورډ د  ټرمپ د غزې د سولې پلان د «سمدستي او له نور ځنډ پرته» د پلي کېدو غوښتنه وکړه
د سولې د خبرو اترو د پراخېدو له هڅو سره هممهاله، روسیه او اوکراین په یو بل د بریدونو نه خبر ورکړی
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د حوثي ملیشو بې پیلوټه الوتکه وویشتله.
د پاکستان په شمال کې د مسافرو یو بس سیند ته لوېدلی چې له امله یې ۱۱ کسان وژل شوي دي.
پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۷۴ وسله‌وال وژل شوي
په نړۍوالو بازارونو کې د دویمې اونۍ لپاره د تیلو بیې مخ په ټیټیدو دي
اردوغان: د COP31 سرمشریزې پر مهال د نړیوالو مشرانو ژمنتیا د پاریس اقلیمي تړون د پیاوړتیا نښه ده.
د امریکا په پلازمینه  واشنګټن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نږدې وسله وال برید شوی.
روسیې له افغانستان کې یو زیات شمیر سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل
د مهمو خبرونو غورچاڼ
یو لوړپوړی روسي پلاوی له طالبانو سره د سوداګرۍ او پانګونې په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته رسیدلی دی