د تورکیې ولسمشر وايي، سیمه ییز پرمختګونه ښيي چې نړیوال نظام د "تسلیمۍ سپین بیرغ" پورته کړی دی.
اردوغان د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې نړیوال نظام د سولې او امنیت په ساتلو او ټینګښت کې پاتې راغلی دی.
د استانبول په کانګرس مرکز کې د «ټي ار ټي ورلډ فورم ۲۰۲۶» (TRT World Forum 2026) د پرانیستې په رسمي مراسمو کې اردوغان وویل:
«د ناقانونه میشت کېدونکو ترهګري، چې غواړي فلسطینیان په زوره له خپل پلرني ټاټوبي څخه بې ځایه کړي، د عصري نړۍ د بې تفاوته نندارې لاندې ورځ تر بلې نوره هم سپین سترګې کیږي.»
هغه یادونه وکړه، نړیوال بنسټونه چې د سولې، امنیت او ثبات د ټینګښت دنده لري، یو ځل بیا په غزه کې د ظلمونو لړۍ «له څنډې څخه ننداره کوي»، لکه څنګه چې په روانډا، سربرینتسا او ډیرو نورو ځایونو کې پیښ شول.
اردوغان زیاته کړه: «له بده مرغه، د غزې د سولې تړون، چې موږ یې هم په منځګړیتوب کې مرسته کړې وه، نه پلي کیږي.»
د دې په ټینګار سره چې د (تړونونه باید پلي شي) اصل، چې د نړیوالو اړیکو بنسټ جوړوي، نه مراعت کیږي، اردوغان وویل: «هرڅوک باید پوه شي چې هیڅ ستونزه په دې ډول نه شي حل کیدی.»
د تورکیې ولسمشر وویل هغه اصول او ارزښتونه چې نړیوال نظام پرې ولاړ دی «نن تر پښو لاندې کیږي.»
اردوغان استدلال وکړ چې د نړۍ اوسني بحرانونه په زړو او پخوانیو تګلارو نه شي هواریدای.
هغه وویل: «موږ د نن ورځې ستونزې د پرونیو نسخو په واسطه نه شو حل کولی.»
بې مرکزه نړۍ
اردوغان د خپلو خبرو په پیل کې، په ټي ار ټي ورلډ فورم کې چې د سږکال موضوع یې "بې مرکزه نړۍ" ده، د ټي ار ټي (TRT) ادارې ته د سږني فورم د جوړولو له امله مبارکي وویله او مننه یې ترې وکړه او دا یې د دې رسنۍ یوه مخکښه نښه (برانډ) وبلله.
هغه وویل چې ټي ار ټي (TRT) له ۶۰ کلونو راهیسې په دودیزو او ډیجیټل پلټفارمونو کې اصولي او مسؤلانه خپرونې وړاندې کړې دي.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې د دغه فورم بحثونه به «د لیدلورو پراخوونکي» وي او هغه پیغامونه به چې ترې لیږدول کیږي، له نړیوال ثبات او سولې سره مرسته وکړي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې خلک پکې ځوریږي او تر ظلم لاندې دي.






















