تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
ابراهیم قالن :  له غزې پرته فلسطین ناشونی دی، او د اسرائیلو د اشغال له پای ته رسولو پرته سوله ناشوني
قالن وايي چې غزه د فلسطین نه بېلېدونکې برخه ده او د فلسطینیانو مبارزه یوازې تر ځمکنیو مسایلو پورې محدوده نه ده، بلکې د عدالت او برابرۍ پراخو اصولو ته غځېدلې ده.
ابراهیم قالن :  له غزې پرته فلسطین ناشونی دی، او د اسرائیلو د اشغال له پای ته رسولو پرته سوله ناشوني
ابراهیم قالن :  له غزې پرته فلسطین ناشونی دی، او د اسرائیلو د اشغال له پای ته رسولو پرته سوله ناشوني

د تورکیې د استخباراتو رئیس ابراهیم کالن ویلي چې د فلسطین مسلې ته له رسیدګۍ او د اسرائیلو د اشغال له پای ته رسولو پرته په منځني ختیځ کې سوله نشي راتلای.

کالن د جمعې په ورځ د استانبول د کنګرې په مرکز کې د ټي آر ټي (TRT) نړیوال فورم ته د وینا پر مهال، وویل:

" له غزې پرته فلسطین ناشونی دی، او د اسرائیلو د اشغال له پای ته رسولو پرته سوله ناشوني ده.."

نوموړي زیاته کړه: "فلسطینیان ستونزه نه ده؛ بلکې ستونزه اشغال دی،" هغه ټینګار وکړ چې "د اشغال له پای ته رسولو پرته به په منځني ختیځ کې هیڅ حل لاره، سوله او عدالت شتون ونلري."

کالن وویل چې غزه د فلسطین نه بېلېدونکې برخه ده او د فلسطینیانو مبارزه له ځمکنیو مسایلو هاخوا د عدالت او برابرۍ پراخو اصولو ته غځېدلې ده.

هغه وویل: "غزه د فلسطین یوه برخه ده، او فلسطین د ټولو لپاره د عدالت، عزت او برابرۍ لپاره د یوې پراخې مبارزې برخه ده."

"دا یوازې د یوې ټوټې ځمکې مسله نه ده؛ بلکې دا د نړیوالو ارزښتونو او اخلاقي اصولو په اړه هم ده."

تر دې وړاندې، په همدې غونډه کې د وینا پر مهال د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردغان وویل چې وروستیو سیمه ییزو تحولاتو وښودله چې اوسني نړیوال سیسټم د "تسلیمۍ سپین بیرغ پورته کړی دی". نوموړي نړیوال بنسټونه په دې تورن کړل چې په غزه او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو د تاوتریخوالي د دوام پر وړاندې بې تفاوته پاتې دي او یوازې ننداره کوي.

 

وپلټۍ
د امریکا د کانګرس یو لوړپوړی هئیت به په تورکیه کې د اقلیم په اړه د کوپ ۳۱ په غونډه کې ګډون وکړي
د جرمني یو پیژندل شوی سیاستوال او د یو سیاسي ګوند مشر د هوټل په کوټه کې مړ وموندل شو
منځمهاله ټاکنو کې له سختې ماتې وروسته هیګسېټ د ایران د جګړې پر سر د جمهوري غوښتونکو غصه پارولې
وینس د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له پیل وړاندې د خپلې سیاسي اډې د پراخولو په لټه کې دی
ټرمپ د هغه د استیضاح په اړه هر ډول  ګواښ رد کړ او ډیموکراتانو ته یې د هغې د تعقیبولو په اړه خبرداری
ایران د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ټرمپ له ماتې وروسته د «ټرمپیزم د زوال» ادعا وکړه
امریکا یوې فدرالي محکمې د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د لسګونو افغان کډوالو د شړلو د ځنډولو حکم وکړ
تورکیه د  COP31 کنفرانس په غونډه کې د کاربن کمولو لپاره د لوی پلیټ فارم پرانستلو ته چمتو ده
۸ تنو مسلمانانو د امریکا کانګرس ته لار پیدا کړه
په امریکا کې ډیموکراټانو د استازو جرګې او سنا دواړو ټاکنې وګټلې
چین د چین ، روسیې او امریکا د ولسمشرانو د احتمالي سرمشریزې په اړه د اړیکو نیول تایید کړل.
السعید د امریکا سنا ته د لومړي مسلمان په توګه وټاکل شو
ټرمپ په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې د ایران له جګړې او د سون توکو له لوړو بیو سره وتړله
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته له نتنیاهو سره د ګډ حکومت جوړول رد کړل
ډیموکراتانو په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو واک ترلاسه کړ .