د سي ان ان په یوه راپور کې ویل شوي چې د جمهوري غوښتونکي ګوند ډیری غړي استدلال کوي چې هیګسېټ د پایلو د مدیریت لپاره د کوم پلان له درلودلو پرته د ایران پر وړاندې د بریدونو د پیلولو لپاره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په قانع کولو کې لوی رول لوبولی دی.
راپور زیاتوي چې تمه کېږي د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي به په څو ورځو کې د پنټاګون د مشر د غندلو لپاره رایه ورکړي، په ورته وخت کې جمهوري غوښتونکي د کانګرس غړي توماس ماسي ویلي چې راتلونکې اونۍ به د هیګسېټ د استیضاح کولو وړاندیز وکړي.
پر ایکس (X) پاڼه، ماسي ویلي چې د هیګسېټ استعفا ورکول یوازېنۍ لار ده چې پر مټ یې هغه د استیضاح مادې نه وړاندې کوي.
هیګسېټ پر دې نظر ډېر ټینګار وکړ چې امریکا کولی شي جګړه پای ته ورسوي، کوم چې ډېر ژر د امریکایانو ترمنځ خورا غیر مشهور شو.
په ایران کې جګړې امریکا ته تر ۴۷ میلیاردو ډالرو ډېر زیان اړولی او د ژوند د لګښتونو او اقتصادي بحرانونو وضعیت یې لا پسې خراب کړی، چې له همدې امله د نوامبر په درېیمه ډیری رایه ورکوونکي له جمهوري غوښتونکي ګوند څخه لرې شول.
حتی ټرمپ او مرستیال ولسمشر جي ډي وینس هم د منځمهاله ټاکنو د ماتې پړه پر جګړې واچوله، که څه هم ولسمشر استدلال وکړ چې هغه سم کار کړی دی.
سي ان ان راپور ورکړی چې څو جمهوري غوښتونکو پر هیګسېټ تور لګولی چې له دې کمو نښو نښانو سره سره چې ګواکې پرله پسې بریدونه به ایران تسلیمېدو ته اړ کړي، د نورو پوځي جګړو پر زیاتوالي ټینګار کوي. د پنټاګون یوه پخواني لوړپوړي چارواکي دې شبکې ته ویلي چې د دفاع وزیر پر وړاندې "مخالفتونه پیل شوي دي".
د ملامتۍ لوبه
د ورځې په پیل کې، ټرمپ له هیګسېټ څخه دفاع وکړه او استدلال یې وکړ چې هغه "ډېر ښه کار کوي". خو داسې ښکاري چې اوس دا ملاتړ هم د پایته رسیدو په درشل کې دی او ګمان کیږي چې هیګسټ د لومړني قرباني په توګه وړاندې شي.
ټرمپ په منظمه توګه په عامه توګه د هیګسېټ ستاینه کړې او د ملي ګارد دې پخواني سرتېري ته یې د پنټاګون د بیا رغونې په هڅو کې د پام وړ واک او خپلواکي ورکړې ده.
د پنټاګون د عمومي ویاند شان پارنیل له قوله ویل شوي چې هیګسېټ "به په شا نه شي او د هغو سیاستوالو لخوا به ونه ډار شي چې د ګوندي نمرو ترلاسه کولو په لټه کې دي."
پارنیل زیاته کړه: "دفاع وزیر هیګسېټ په سلو کې ۱۰۰ ژمن دی چې د ولسمشر ټرمپ د کاري دورې تر پایه پورې د دې وزارت مشري وکړي."
په هرصورت، سي بي ایس نیوز د سرچینو په حواله ویلي چې ټرمپ له سلاکارانو پوښتنه کړې چې ایا هیګسېټ باید په دنده پاتې شي که نه.
رویټرز هم د ټرمپ د یوه سلاکار له قوله ویلي چې هیګسېټ د جګړې له امله "ښايي له دندې ګوښه شي."
سلاکار وویل: "یو څوک به د دې پړه پر غاړه واخلي، او تاسو پوهیږئ چې دا به هغه (ټرمپ) نه وي."






















