نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
نیویارک ټایمز: د امریکا پوځ ایران خلاف د بریدونو پر غوراویو غور کوي؛ که څه هم ټرمپ تر ټاکنو بریدونه ځنډولي
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د نوامبر د درېیمې نېټې تر منځمهالو ټاکنو پورې پر ایران د بریدونو د ځنډولو له اعلان سره سره، راپورونه کاږي چې د دغه هېواد پوځ د ایران خلاف د احتمالي بریدونو پر بېلابېلو غوراویو غور کوي.

د نیویارک ټایمز  ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله چې د نوم اخیستو څخه يي ډډه شوې راپور ورکړی چې د امریکا د پوځ درې الوتکه وړونکې بېړۍ منځني ختیځ ته د رسېدو په حال کې دي.

په راپور کې ادعا شوې چې د ټرمپ د لارښوونې له مخې پوځ د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د زیرمو، د انرژۍ د مرکزونو او د نورو پوځي موخو پر ضد د بریدونو منظم پلانونه چمتو کړي دي.

ویل کېږي دا احتمالي بریدونه به شاوخوا درې ورځې دوام وکړي او ممکن د ایران د سپاه پاسداران د قوماندې مرکزونه او قرارګاوې هم پکې په نښه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی و چې د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس تر منځمهالو ټاکنو پورې پر ایران هیڅ ډول برید نه کوي.

 

وپلټۍ
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، ایران باید د جګړې پای ته رسولو لپاره د یورانیمو غني کول کم کړي
هند د ټاکنو اړوند پراخو لاریونونو په ترڅ کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي ونیوه
څو مهم لنډ خبرونه
د اسټرالیا اپوزیسیون په تاریخ کې «د کډوالۍ د کچې د تر ټولو لوی کمښت» ژمنه وکړه
سي آی اې (CIA) خبرداری ورکړی چې د داخلي درزونو ژورېدل اسرائیل د کورنۍ جګړې له خطر سره مخ کوي .
ایران ویلي دي چې له امریکا سره خبرې اترې او مذاکرات هېڅ مانا نه لري»
د امریکا یوه قاضي د ناقانونه مهاجرینو پر وړاندې د حکومت ۱.۸ میلیون ډالري نغدي جزا وځنډوله.