نړۍ
5 د لوستلو دقیقې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
هاکان فیدان: د مکې دفاعي تړون یوازې د درېیو واړو هېوادونو له خاورې د ډله ییزې دفاع لپاره دی، نه د پوځي بریدونو لپاره
د مهمو خبرونو غورچاڼ
فیدان

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان اعلان وکړ چې پارلمان ته د «مکې دفاع تړون» د استولو وروستي قانوني او تخنیکي پړاوونه بشپړ شوي دي. نوموړي ټینګار وکړ چې دا تړون یوازې د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د متقابلې دفاع لپاره ډیزاین شوې او د نورو هېوادونو خلاف د پوځي عملیاتو پیلولو اجازه نه ورکوي.

فیدان وویل چې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د وروستیو مشورو او لنډیز له وړاندې کولو وروسته، انقره پلان لري دا تړون ډېر ژر د تصویب لپاره ملې شورا (پارلمان) ته وړاندې کړي.

فیدان په انقره کې د هنګري له مرستیالې لومړۍ وزیرې او د بهرنیو چارو وزیرې انیتا اوربان  سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې «دا تړون په دې معنی دی ، که چیرې ددې تړون په هر غړي هیواد برید کیږي، متحدین به یې دفاع ته دانګي. دا د برید یا یرغل تړون نه دی.» هغې دا هم واضح کړه چې تورکیه به د نورو هېوادونو پر خاوره د بریدونو لپاره خپل سرتېري ونه لېږي.

په غزه کې د اسرائیلو په نویو هوايي او توپچي بریدونو کې لږ تر لږه ۷ فلسطینیان شهيدان او لسګونه نور ټپیان شول

د غزې روغتیايي سرچینو او عیني شاهدانو راپور ورکړی چې په بېلابېلو سیمو د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې د یوې مېرمنې په ګډون لږ تر لږه ۷ فلسطینیان شهيدان شوي او څه باندې ۱۰ نور ټپیان دي.

اسرائیلي جېټ الوتکو او توپخانې د غزې ښار د تل الحوا، التوم، ساحلي پروژو، په شمال لوېدیځ کې د سودانیې، د رفح په المواسي او د خان یونس د بني سهیلا سیمې په شمول ګڼ استوګنیز کلاسترونه له اوره تېر کړل.

د ملګرو ملتونو او د فلسطین د روغتیا وزارت د نویو ارقامو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې پر غزې د روانې نسل وژنې له امله د شهیدانو شمېر له ۷۴,۰۰۰ او د ټپیانو شمېر له ۱۷۵,۰۰۰ تنو اوښتی دی، چې د دغې سیمې شاوخوا ۹۰ سلنه عامه او استوګنیز زېربناوې هم ویجاړې شوې دي.

د روسیې او اوکراین په پراخو توغندویي او بې پیلوټه بریدونو کې لږ تر لږه ۵۶ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپیان دي

د پنجشنبې پر ورځ د روسیې او اوکراین ترمنځ د خونړیو متقابلو بریدونو له امله د ملکي وګړو او زېربناو درانه تلفات او زیانونه ثبت شول.

د اوکراین د حکومتي چارواکو په وینا، د هېواد په پریلوکي  سیمه کې د روسیې په برید کې د پنځو ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان او په کراماتورسک  کې ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي یو ځل بیا له لوېدیځو متحدینو د پرمختللو هوایي دفاعي سیستمونو او مهماتو د بېړنۍ سپارلو غوښتنه وکړه.

بل خوا، په نووروسیسک (Novorossiysk) کې د اوکراین د ډرون برید له امله د یوه ماشوم په ګډون ۴ روسي وګړي وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي. اوکرایني پوځ ادعا کړې چې هلته یې د بهرنیو ځواکونو یوه سمندري اډه او د تېلو ذخیرې نښه کړې دي. همدارنګه، په ریازان  سیمه کې د یانډیکس (Yandex) ډېټا سنټر پر متحرک مرکز د بې پیلوټه الوتکې د برید له امله اور لګېدلی دی.

پزشکیان: له پوتین سره مې له امریکا سره د نویو وړاندیزونو او د هرمز تنګي د پرانیستلو پر طرحو خبرې وکړې

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل چې په ترکمنستان کې یې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د کتنې پر مهال له امریکا سره د نويو تحریري غوښتنو او د هرمز تنګي د ناامنۍ د حل په اړه ژورې خبرې اترې کړې دي.

د ایران د رسمي خبري اژانس (ایرنا) د راپور له مخې، دا لیدنه د خپلواکو هېوادونو د ګډو ګټو د مشرانو او د کسپین بحیرې د چاپیریالي سرمشریزې د حاشیې په چوکاټ کې ترسره شوه.

 

پزشکیان د خبرو د لړۍ په اړه زیاته کړه: «موږ ډیپلوماټیک چټک او دوامداره دیالوګ لرو، مګر هره ورځ چې موږ له امریکا سره خبرې کوو، هغوی سمدستي پوځي بریدونه کوي. سره له دې، موږ به هیڅکله د ډیپلوماسۍ له مېزه شاته نه شو.»

په فرانسه کې د حکومت له ډاډګیرنې سره سره زده کوونکو پراخ اعتراضونه او پرلټ روان ساتلی دی

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت تایید کړه چې په ټوله فرانسه کې د زده کوونکو په مشرۍ په پیل شوو مظاهرو کې څه باندې ۷۱,۵۰۰ کسانو برخه اخیستې وه، چې په لړ کې یې پولیسو ۵۰۰ زیات وسله‌وال او فعالین نیولي دي.

زده کوونکو د ښوونکو له کمښت، له اندازې زیاتو درسی ساعتونو، خرابه لېسو او له غیرسالم اقلیم سره د نشتوالي پر ضد د سلګونو لېسو او پوهنځیو دروازې تړلي او جادې یې بلاک کړې دي. د پرلټ پر مهال د پولیسو او اعتراض کوونکو ترمنځ خونړۍ نښتې هم شوې دي.

په داسې حال کې چې د پوهنې وزیر ایډوارډ ګیفري د نویو اصلاحاتو ژمنه کړې او لومړي وزیر سیباستین لیکورنو د حل د پلان ژمنه کړې، له پیله تر اوسه له ۶,۵۰۰ زیات فعالین نیول شوي چې ډېری یې تر ۱۸ کلونو کم عمره ځوانان دي. د پولیسو د ظالمانه برخورد پر سر ۱۸ داخلي انضباطي پېښې هم ثبت شوې دي.

 

وپلټۍ
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، ایران باید د جګړې پای ته رسولو لپاره د یورانیمو غني کول کم کړي
هند د ټاکنو اړوند پراخو لاریونونو په ترڅ کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي ونیوه
څو مهم لنډ خبرونه
د اسټرالیا اپوزیسیون په تاریخ کې «د کډوالۍ د کچې د تر ټولو لوی کمښت» ژمنه وکړه
سي آی اې (CIA) خبرداری ورکړی چې د داخلي درزونو ژورېدل اسرائیل د کورنۍ جګړې له خطر سره مخ کوي .
ایران ویلي دي چې له امریکا سره خبرې اترې او مذاکرات هېڅ مانا نه لري»
د امریکا یوه قاضي د ناقانونه مهاجرینو پر وړاندې د حکومت ۱.۸ میلیون ډالري نغدي جزا وځنډوله.