سعیدي د ایران دولتي ټلویزیون پورې اړوند د "ځوانو خبریالانو کلب" (YJC) سره په خبرو کې وویل چې له عمان سره شوې خبرې یوازې د کښتیو او سمندري وسایطو د سفر د طریقې او د لارو (مسیرونو) د ټاکلو په اړه وې.
نوموړي په ډاګه کړه چې له عمان سره تفاهم د هرمز تنګي د پرانیستلو په مانا نه دی او زیاته یې کړه: "د هرمز تنګي په اړه به هغه وخت خبرې او مذاکرات وشي کله چې امریکایان د سمندر له ګواښلو او کلابندۍ (محاصرې) څخه لاس واخلي، له سیمې څخه ووځي او د جګړې پای اعلان شي. له همدې امله (په اوسني پړاو کې) د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره هیڅ دلیل شتون نلري."
سعیدي همداراز وویل: "عمان باید دا په یاد ولري چې ایران به امریکایانو ته اجازه ورنکړي چې د هرمز په تنګي کې مداخله وکړي یا هلته شتون ولري."
د ایران او امریکا ترمنځ کړکیچ او د هرمز تنګي په اړه د تهران او مسقط خبرې:
د ایران او امریکا ترمنځ د جون په ۱۴مه د پاکستان په منځګړیتوب د شوې هوکړې په لومړي پړاو کې پریکړه شوې وه چې امریکا به د ایران کنګل شوې شتمنۍ خوشې کوي او په بدل کې به یې ایران هرمز تنګی پرانیزي او تر ۶۰ ورځو پورې به له دې ستراتیژیکې لارې څخه د تیریدونکو کښتیو څخه محصول نه اخلي.
خو د هوکړې له لاسلیک وروسته، امریکا د ایران کنګل شوې شتمنۍ خوشې نه کړې او د هرمز تنګي له لارې د تیریدو پر ځای یې د عمان له اوبو څخه یوه بدیله لاره وټاکله. ایران دا ګام د هوکړې سرغړونه وبلله، د تنګي له لارې یې تګ راتګ محدود کړ او پر ځینو هغو کښتیو یې بریدونه وکړل چې د دوی په وینا یې د "بې اجازې تیریدو" هڅه کوله. سره له دې چې هوکړه موجوده وه، خو د دواړو هیوادونو ترمنځ کړکیچ د جولای په ۸مه د هرمز تنګي په شاوخوا کې د سختو نښتو لامل شو چې شاوخوا دوه اونۍ یې دوام وکړ.
له دې وروسته ایران له خپل ګاونډي هیواد عمان سره، چې د هرمز تنګي په غاړه پروت دی، د کښتیو لپاره د خوندي لارو د ټاکلو په موخه بیا خبرې پیل کړې. د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب آبادي د اګست په ۵مه وویل چې له عمان سره مذاکرات وروستي پړاو ته رسیدلي او دا یوه "لنډمهاله لاره" ده چې له ۲ څخه تر ۴ میاشتو پورې به وي. هغه ټینګار وکړ چې د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل به د امریکا په چلند پورې اړه ولري.





















