د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د اونۍ په پای کې اعلان کړی و چې په کسپین (خزر) سمندرګي کې یې له ایران سره تړلې هغه کښتۍ چې نظامي بار یې لېږداوه او یوه جنګي کښتۍ په لیرې واټن ویشتونکو توغندیو په نښه کړې دي.
د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیسیون مشر ابراهیم عزیزي، په کسپین سمندرګي کې پر ایراني کښتۍ د اوکراین برید ته په اشارې سره خبرداری ورکړ: «اوکراین ښايي ډېر ژر پوه شي چې ایران هېڅ اقدام بې ځوابه نه پرېږدي.»
ابراهیم عزیزي پر خپله ایکس (X) پاڼه په یوه خپاره کړي پیغام کې وویل چې پر ایران د بریدونو بیه تل درنه وي. هغه زیاته کړه چې امریکا او اسرائیل پر دې حقیقت پوهېږي او «اوکراین به هم ډېر ژر پوه شي چې ایران هېڅ داسې عمل نه پرېږدي چې ځواب یې ورنکړي.»
عزیزي د اوکراین په اړه دا هم وویل: «د هغو کسانو نوملړ په اوږدېدو دی چې ناسمې محاسبې کوي.»
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د اونۍ په پای کې ویلي و چې په کسپین سمندرګي کې یې د ایران اړوند هغو کښتیو باندې چې نظامي وسایل یې لېږدول او همداراز پر یوې جنګي کښتۍ په لیرې ویشتونکو توغندیو بریدونه کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه برید په کلکه غندلی دی. د همدې موضوع په تړاو په تهران کې د اوکراین شارژدافیر (سفارت سرپرست) هم د ایران بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوی و.























