په یمن کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف ویلي چې د سعودي عربستان په لوېدیځ کې یې د مدینې سیمې پر فضا یو کروز توغندی شنډ او ل منځه وړی دی.
د دغه ایتلاف ویاند تورن جنرال ترکي المالکي د پنجشنبې په ورځ پر ایکس (X) شبکه په یوه لنډ بیان کې د دغه توغندي د شنډولو اعلان وکړ.
په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې دا توغندی چا توغولی او یا یې هدف کوم ځای و، او د احتمالي مرګ ژوبلې یا زیانونو په اړه یې هم کوم جزئیات نه دي ورکړي. دا پېښه پر سعودي عربستان د حوثي ملیشو د توغندیزو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د زیاتېدو په ترڅ کې رامنځته کیږي، چې په کې د هوایي ډګرونو او انرژۍ تاسیسات هم په نښه شوي دي.
ایتلاف پر حوثیانو تور لګولی چې د سپټمبر په ۲۹مه یې په مدینه کې د طیبه د برېښنا وېشلو پر سټیشن د بې پیلوټه الوتکې برید کړی و.
د مالکي په وینا، دغه برید یو ټرانسفارمر له کاره وغورځاوه، خو د برېښنا شبکه یې ګډوډه نه کړه. دا تاسیسات نبوي جومات ته، چې د اسلام یو له ترټولو سپېڅلو ځایونو څخه دی، برېښنا برابروي.
د پنجشنبې د ورځې پېښه څو ساعته وروسته له هغې رامنځته شوه چې ایتلاف د پنجشنبې په سهار وختي وویل چې د سعودي عربستان د ختیځ ولایت پر فضا یې یوه بې پیلوټه الوتکه شنډه او ویجاړه کړې ده.
یوه ورځ وړاندې، ایتلاف اعلان کړی و چې یو بالیسټیک توغندی یې ویجاړ کړی چې د یمن د حوثي ملیشو لخوا د سعودي پلازمېنې ریاض په لور توغول شوی و.
سعودي عربستان له ۲۰۱۵ کال راهیسې د حوثي ملیشو پر وړاندې د یمن د حکومت د ملاتړ لپاره د یوه پوځي ایتلاف مشري کوي. دې ډلې (حوثیانو) له ۲۰۱۴ کال راهیسې پلازمېنه صنعا او څو نور ولایتونه تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.























