دا هر څه د انځورونو له تبادلې پیل شول، او بیا یې پر ماشومې فشار راوړل پیل کړل چې ځوروونکي کارونه وکړي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې یوه ۱۴ کلنه نجلۍ اړ ایستل شوې وه چې خپله کورنۍ پيشو ووژني او داسې ګواښونه ورته شوي وو چې موخه یې ځانځورونې ته د هغې هڅول وو. هغه کسان چې دا نجلۍ یې په نښه کړې وه، له «۷۶۴» سره تړاو درلود؛ دا یوه پټه انلاین شبکه ده چې د ټولنیزو رسنیو او ویډیو ګیمونو د پلیټ فارمونو په کارولو سره د تنکیو ځوانانو په استثمار او وېرولو مشهوره ده.
د پاکستان د سایبري جرمونو د پلټنې ملي ادارې (NCCIA) پلټونکي د یوې بهرنۍ ادارې له خوا له دې پېښې خبر شول. هغوی بیا د یوه IP ادرس له لارې په کراچۍ کې یو کور وموند او د خپلو پلټنو په ترڅ کې یې برېښنايي وسایل ضبط کړل.
د دغې تنکۍ نجلۍ لپاره، چې د انسټاګرام او ډیسکورډ (Discord) له لارې په نښه شوې وه، هغه څه چې د سکرین تر شا پېښ شول، له لوبې پرته بل هر څه وو. او د والدینو لپاره، که څومره هم هوښیار وي، د خطر د نښو لیدل ښايي اسانه نه وي.
دا پېښه په یوه تیاره انلاین فرهنګ کې نورو ورته پېښو ته ورته ده، چېرې چې ښکاريان تنکي قربانیان تېر باسي، ناوړه ګټه ترې اخلي او دې ته یې اړ باسي چې ځان ته زیان ورسوي.
په پاکستان کې د ګیمینګ خبریال او کارپوه دانیال عالم خان «TRT World» ته وویل چې د ۷۶۴ په څېر شبکې له بېلابېلو لارو ماشومان په نښه کوي او په دام کې یې اچوي، چې لومړۍ لاره یې انلاین ټولنې دي.
هغه وویل چې ډیسکورډ، ریډیټ (Reddit) او فیسبوک درې تر ټولو لوی پلیټ فارمونه دي. خان څرګنده کړه: «تاسو یوازې باید د یوې ځانګړې لوبې نوم ولټوئ، او سلګونه که زرګونه نه وي، بېلابېلې انلاین ټولنې راڅرګندېږي، چې ډېریو ته یې ننوتل یوازې په یوه کلیک سره ممکن دي.»
دا شبکې له دغو پلیټ فارمونو څخه په ګټې اخیستنې، د پاملرنې او ستاینې له لارې باور رامنځته کوي او وروسته بیا د ماشوم له خوا شریک شوي شخصي معلومات کاروي او دا باور په جبر او ګواښ بدلوي.
په یوه بله وروستۍ پېښه کې، څارنوالانو وویل چې جرمني پولیسو یو انلاین ځوروونکی نیولی چې تورن دی یوه ۱۴ کلنه امریکايي نجلۍ یې ځانځړولو (ځانوژنې) ته اړ ایستلې ده.
د هامبورګ د عامه څارنوالۍ دفتر ویلي چې شکمن کس د «Nefarious Maniac Kult» یا «NMK» په نوم له یوې انلاین ډلې سره تړاو درلود، چې دا د ۷۶۴ شبکې یوه برخه ده.
دا ۱۸ کلن جرمنی ځوان په هامبورګ کې نیول شوی او د وژنې او سخت بدني زیان رسولو د غیر مستقیم عامل په توګه تورن شوی دی.
د سپټمبر او اکتوبر میاشتو ترمنځ، شکمن کس چې هغه مهال ۱۷ کلن و، د ډیسکورډ ټولنیزې شبکې له لارې د امریکا د انډیانا ایالت پر دغې نجلۍ «نفوذ» کړی و. څارنوالانو دا نجلۍ «له رواني پلوه نازکه» بللې ده. (د یادونې وړ ده چې په تورکیه کې پر ډیسکورډ بندیز لګول شوی دی).
تورن کس پر نجلۍ فشار راوړی و چې خپل بدن پرې کړي او پر دېوال باندې په خپله وینه د «NMK» توري ولیکي، او بیا د دغو کړنو ویډیوګانې هغه ته واستوي.
څارنوالانو وویل چې څو ورځې وروسته، هغې په خپل خوب خونه کې ځان وځړاوه. شکمن کس د هغې د مرګ د شېبې ویډیو غوښتې وه، په دې هیله چې په ډله کې خپل مقام لوړ کړي یا پکې غړیتوب ترلاسه کړي.
دا هر څه څنګه پیلېږي؟
په انلاین چاپېریال کې، یو ناپېژندل شوی کس په اسانۍ سره ملګری کېدای شي، د لوبې ملګری باوري کس کېدای شي، او یوه داسې خبره چې بېضرره ښکاري، پر داسې څه بدلېدای شي چې ماشوم یې له کورنۍ یا ملګرو سره له شریکولو وېرېږي یا شرمېږي.
د ۷۶۴ په څېر شبکې، چې په ۲۰۲۱ کال کې جوړې شوې، پر همدې ټکي تکیه کوي او له هغو کمزوریو ناوړه ګټه اخلي چې ماشومان انلاین نړۍ ته راکاږي — لکه ملګرتیا، پاملرنه او د تړاو احساس — او دا د کنټرول په وسایلو بدلوي.
د امریکا د کورنیو استخباراتو ادارې (FBI) تېر کال د مارچ په ۶مه په یوه عامه خبرتیا کې د ۷۶۴ شبکې د فعالیتونو د چټک زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی و.
د امریکا د عدلیې وزارت ۷۶۴ یوه «نهیلیستي تاوتریخجنې افراطي» شبکه بولي. دا شبکه د «the Com» په نوم د یوې پراخې شبکې په چوکاټ کې له ګڼو انلاین سایبري جرمونو شبکو څخه یوه ده، چې تاوتریخجن او سایبري جرمي فعالیتونه پکې شامل دي.
د هغو کارپوهانو لپاره چې د ډیجیټل حقونو، د ماشومانو د ساتنې او انلاین چلند په برخو کې کار کوي، ستونزه یوازې دا نه ده چې ماشومان پر انټرنیټ ډېر وخت تېروي. نو دا تاوتریخجنې شبکې څنګه ماشومان پېژني او په دام کې یې اچوي؟ عادي اړیکې څنګه د کنټرول پر وسایلو بدلېږي؟ او ایا والدین او ټیکنالوژۍ شرکتونه د خطر تر زیاتېدو مخکې د هغه د پېژندلو لپاره چمتو دي؟
د ډیجیټل حقونو بنسټ (DRF)، چې په پاکستان کې د انلاین ځورونې او ناوړه استفادې له قربانیانو سره د مرستې یوه کرښه (Helpline) چلوي، وايي چې په وروستیو کلونو کې د ماشومانو اړوند انلاین ناوړه استفادې په پېښو کې «د اندېښنې وړ زیاتوالی» راغلی دی.
د دغه سازمان د اړیکو مدیرې، عایشه بابر، «TRT World» ته وویل چې د دوی د مرستې کرښې په ۲۰۲۴ کال کې د ماشومانو اړوند پېښو کې ۵۱ سلنه زیاتوالی ثبت کړی و، چې ورپسې په ۲۰۲۵ کال کې ۲۸ سلنه نور هم زیات شول، او په دې ناوړه استفاده کې په زیاتېدونکي ډول منظم ګرومینګ (په دام کې اچول) او بلیکمیل شامل وو.
دغه سازمان ویلي چې تر ۲۰۲۶ کال پورې د ماشومانو اړوند پېښو شمېر لا له وړاندې د تېر کال تر ټولیز شمېر اوښتی دی.
بابر په ګوته کړه چې له دغه چټک زیاتوالي سره د زیان شدت هم ډېر شوی؛ په داسې حال کې چې پخوا ډېری پېښې پر ځورونې (Bullying) یا سپکو سپورو ویلو راڅرخېدې، اوس په ډېری پېښو کې ګرومینګ، جنسي استثمار او بلیکمیل شامل دي.
بابر ټینګار وکړ: «هغه څه چې والدین یې ډېری وخت په درک کولو کې پاتې راځي، دا دي چې ګیمینګ او ورسره تړلې د چټ فضاګانې جلا لوبغالي نه دي. مجرمین کولای شي له داسې اړیکو څخه چې عادي ښکاري، د باور جوړولو لپاره کار واخلي او بیا ماشومان نورو پلیټ فارمونو یا خصوصي او کوډ شویو (Encrypted) چینلونو ته بوځي، چېرې چې ګرومینګ، جبر او جنسي بلیکمیل ترسره کېدای شي.»
هغې ټینګار وکړ چې له همدې امله، پاملرنه باید یوازې د دې څارنې هاخوا لاړه شي چې ماشوم څومره وخت لوبې کوي، بلکې باید پر دې پوه شو چې هغوی له چا سره اړیکه نیسي، دا اړیکې څنګه وده کوي، او ایا خبرې اترې لا زیاتو خصوصي فضاګانو ته لېږدول کېږي که نه.
هغې وویل چې یوازې د څارنې پر ځای، له ماشومانو سره پر باور ولاړو اړیکو جوړول ورځ تر بلې ډېر اړین کېږي.
د ۷۶۴ شبکې د انلاین ګرومینګ، جنسي بلیکمیل، سپکاوي او ګواښونو له امله — چې قربانیان لا زیاتو زیان رسوونکو کړنو ته اړ باسي — د نړیوالو امنیتي ادارو او څېړونکو پام ځان ته اړولی دی.
د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې د FBI خبرداري ویلي وو چې ۷۶۴ د جنسي استثمار، ځانځورونې ته د اړ ایستلو او د تاوتریخوالي د ګواښونو په څېر تاکتیکونه کاروي. څېړونکو همداراز د ۷۶۴ او د انلاین ډلو د یوه پراخ سیسټم ترمنځ اړیکې مستندې کړې دي، چې پکې مجرمین د نورو په سپکولو یا زیان رسولو سره مقام ترلاسه کوي.
په نړیواله کچه د هغو ماشومانو دقیق شمېر نشته چې په ځانګړي ډول د ۷۶۴ شبکې قرباني شوي دي. دا شبکه یو واحد او روښانه جوړښت نه لري، بلکې د تړلو ډلو، څانګو او افرادو د یوې بدلېدونکې ټولګې برخه ده. دا چاره ستونزمنه کوي چې په قطعي ډول د ۷۶۴ اړوند پېښې له نورو ورته شبکو یا د انلاین استثمار له نورو بڼو څخه جلا شي.
له ملګرتیا تر جبر پورې
خان وايي چې انلاین ټولنو ته ننوتل اسانه دي، په ځانګړې توګه کله چې هغه د مشهورو لوبو او علاقو پر بنسټ جوړې شوې وي.
ډیسکورډ، ریډیټ او فیسبوک د ځانګړو لوبو، کرکټرونو او ګیمینګ کلتورونو لپاره ګڼې ټولنې لري. که څه هم ډېری یې د خبرو اترو او ګډو علاقو لپاره مشروع ځایونه دي، خو دوی ته اسانه لاسرسی کولای شي هغو کسانو ته هم فرصتونه برابر کړي چې ناوړه نیت لري او غواړي تنکیو کاروونکو ته نږدې شي.
خان «TRT World» ته وویل: «له هغه ځایه چې دا ټولنې د عادي کسانو له خوا جوړېږي چې غواړي یو څه پیسې وګټي، د دوی ټوله هڅه دا وي چې د غړو شمېر یې زیات شي، له همدې امله دې ټولنو ته ننوتل خورا اسانه دي.»
هغه زیاته کړه چې کله لویو ټولنو ته لاسرسی اسانه وي او څارنه (Moderation) پکې منظمه نه وي، نو ناوړه نیت لرونکي کسان له ماشومانو سره د تعامل فرصتونه پیدا کوي.
دا خطر یوازې په یوې لوبې یا پلیټ فارم پورې محدود نه دی. خان د «روبلوکس» (Roblox) یادونه د یوې ځانګړې اندېښنې په توګه وکړه، ځکه چې ډېر ماشومان یې کاروي او پر دغه پلیټ فارم د ګرومینګ او نامناسبو اړیکو په اړه پرلهپسې شکایتونه شته.
هغه یوه اشنا تګلاره هم تشریح کړه چې پکې یو څوک د لوبې پر مهال له ماشوم سره ملګری کېږي، او بیا یې هڅوي چې د اړیکو بل خدمت لکه ډیسکورډ، ټیمسپیک (TeamSpeak) یا فیسبوک ته لاړ شي.
یو ماشوم چې لومړی ځل په یوه ګډه لوبه کې له چا سره مخ کېږي، ښايي بل ځای ته د خبرو لېږدولو پر خطرونو پوه نه شي. یوه اړیکه چې د لوبې په اړه ښکاري، په تدریجي ډول شخصي کېږي، د ماشوم د ژوند په اړه پوښتنې پکې کېږي، د انځورونو غوښتنه کېږي یا پرې فشار راوړل کېږي چې دا اړیکې پټې وساتي.
خان وايي چې پخپله ګیمینګ ستونزه نه ده، او نه هم له یوې انلاین ټولنې سره یوځای کېدل په اتومات ډول ماشوم له خطر سره مخ کوي. اندېښنه دا ده چې د ګډو علاقو پر بنسټ جوړې شوې فضاګانې د اړیکې لپاره یو اسانه پیل برابرولی شي، په داسې حال کې چې د بېلابېلو خدماتو ترمنځ تګ راتګ د والدینو یا څارونکو لپاره د دې اړیکې تعقیبول ستونزمنوي.
خان باور لري چې والدین ډېری وخت دا کم ارزښته ګڼي چې دا ډول اړیکې څومره خطرناکې کېدای شي. هغه وايي: «زما په اند هغه اصلي شی چې والدین یې ناسم درک کوي، دا دی چې دا ښکاريان خبره تر کومه حده رسولای شي. دا یوازې له یوې عادي ملګرتیا پیلېږي، خو خورا تیاره او خطرناکو شیانو ته رسېدای شي.»
ولې ماشومان غږ نه پورته کوي؟
په پاکستان کې د ماشومانو د ساتنې په برخه کې د کارکوونکي سازمان «ساحل» (Sahil) اجرایوي رییسې منیزه بانو «TRT World» ته وویل چې د ماشومانو له خوا د سمارټ فونونو مخ پر زیاتېدونکې کارونې انلاین خوندیتوب په یوه بېړنۍ مسله بدل کړی دی. هغې همداراز د ډېری والدینو ترمنځ له هغو وسایلو سره د نه بلدتیا یادونه وکړه چې د ناغوښتل شویو اړیکو د بندولو، انلاین فعالیتونو د څارنې او د احتمالي ګرومینګ د پېژندلو لپاره شتون لري.
هغې «TRT World» ته په یوه غږیز پیغام کې وویل: «باید په دې اړه پوهاوی شتون ولري چې څنګه پوه شئ چې تاسو د کوم ډول جنسي بلیکمیل لپاره په دام کې اچول کېږئ.»
بانو همداراز د هغه پراخ انلاین سیسټم په اړه خبرداری ورکړ چې پکې ناوړه مواد او جبري چلندونه خپرېدای شي. هغې وویل: «دا خورا مهمه ده چې په یاد ولرئ چې ډارک ویب (Dark Web) پراخې ریښې لري او دا یوه خورا ګټوره سوداګري ده چې تر شا یې یوه مافیا پټه ده.» ډارک ویب ته د هغې اشاره د پټو انلاین شبکو په اړه اندېښنې منعکسوي، او هغه په دې نظر وه چې دا هغه «رښتیني خطرونه» دي چې باید وڅېړل شي.
ایا پلیټ فارمونه کافي کار کوي؟
دا ستونزه د هغو شرکتونو د مسؤلیتونو په اړه هم پوښتنې راپورته کوي چې د ګیمینګ او اړیکو پلیټ فارمونه چلوي.
خبریال خان دا پوښتنه راپورته کړه چې ایا پلیټ فارمونه د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره کافي هڅې کوي، په ځانګړې توګه په هغو چاپېریالونو کې چې ماشومان یې ډېر کاروي. هغه وویل چې روبلوکس مخکې د اندېښنو د حل لپاره ګامونه پورته کړي وو، خو باور لري چې په وروستیو کلونو کې وضعیت لا خراب شوی دی. د هغه دا ارزونه د کاروونکو او والدینو له خوا راپورته شوې اندېښنې منعکسوي.
پوښتنې یوازې پر دې نه محدودېږي چې ایا یو پلیټ فارم د ګرومینګ پر ضد قوانین لري که نه؛ بلکې په دې کې دا هم شامل دي چې دا قوانین څنګه پلي کېږي، پر راپورونو څومره ژر اقدام کېږي، ایا تکراري مجرمین کولای شي د نویو اکونټونو په کارولو سره بېرته راستانه شي، او شرکتونه له ماشومانو سره د خبرو نورو خدماتو ته د لېږدولو هڅې څنګه کنټرولوي.
والدین باید له هغو پلیټ فارمونو او سرورونو سره ځانونه اشنا کړي چې ماشومان یې کاروي او د محرمیت (Privacy) تنظیمات وګوري. د کارپوهانو سپارښتنې د داسې غبرګون پر اړتیا ټینګار کوي چې پکې د والدینو پوهاوی، د پلیټ فارمونو ځواب ویلو مسؤلیت او د قانون پلي کوونکو ادارو مداخله یوځای وي.
والدین څه کولای شي؟
د متخصصینو مشوره دا نه ده چې پر لوبو (ګیمینګ) په بشپړه توګه بندیز ولګول شي، بلکې دا ده چې په هغو اړیکو کې ډېره فعاله ونډه واخیستل شي چې ماشومان یې په انلاین نړۍ کې جوړوي.
والدین باید پوه شي چې ماشومان یې کومې لوبې کوي، د چټ کوم خدمات کاروي او ایا هغوی په عامه یا خصوصي ټولنو کې غړیتوب لري که نه. هغوی باید له ناپېژندل شویو کسانو سره د اړیکې منلو، د شخصي انځورونو شریکولو، د شخصي معلوماتو افشا کولو یا د انلاین اړیکو د پټ ساتلو پر خطرونو له خپلو ماشومانو سره خبرې وکړي.
کارپوهان سپارښتنه کوي چې خبرې اترې باید پرانیستې او له قضاوت پرته وي، د محرمیت تنظیمات سخت شي او دا ډاډ ورکړل شي چې ماشومان پوه شي چې یوازې د یوې ځوروونکې اړیکې د افشا کولو له امله به خپل وسایل (موبایل یا کمپیوټر) له لاسه ورنه کړي.
که یو ماشوم د بلیکمیل یا جبر راپور ورکوي، والدین باید په ارامۍ سره غوږ ورته ونیسي، ډاډ ورکړي چې هغوی پړه نه دي، او مرسته ورسره وکړي چې اکونټ راپور کړي او له اړوندو چارواکو سره اړیکه ونیسي. که خوندي وي، هغوی باید د کاروونکو نومونه (Usernames)، د اکونټ لینکونه، پیغامونه او وختونه خوندي کړي. که یو ماشوم د ځانځورونې یا جدي زیان له بېړني ګواښ سره مخ وي، نو له سیمهییزو بېړنیو خدماتو او متخصصینو څخه بېړنۍ مرسته غوښتل باید لومړیتوب ولري.
خو ښايي تر ټولو مهمه ساتنه دا وي چې ډاډ ترلاسه شي چې ماشومان دا احساس وکړي چې کله یوه انلاین اړیکه هغوی نارامه کوي، نو له ملامتۍ یا سزا له وېرې پرته غږ پورته کولای شي. لکه څنګه چې خان اشاره وکړه، خطر ځکه پېژندل ستونزمن وي چې ډېری وخت له داسې څه پیلېږي چې بېضرره ښکاري: «زما په اند هغه اصلي شی چې والدین یې ناسم درک کوي، دا دی چې دا ښکاريان خبره تر کومه حده رسولای شي. دا یوازې له یوې عادي ملګرتیا پیلېږي، خو خورا تیاره او خطرناکو شیانو ته رسېدای شي.»




















