د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې ایران له متحده ایالاتو سره د پیغامونو تبادلې ته دوام ورکوي، خو د مذاکراتو لپاره شرایط اوس مهال ځکه شتون نه لري چې واشنګټن د پوځي اقداماتو له لارې ډیپلوماسي زیانمنه کړې ده. بقایي د اتریش له "ORF" ټلویزیون سره په خبرو کې وویل چې د ایران لومړیتوب د مذاکراتو پر ځای د خپل حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خلکو دفاع ده. هغه زیاته کړه: "موږ پیغامونه تبادله کوو، خو زموږ اوسنی لومړیتوب د ایران د حاکمیت دفاع ده." بقایي واشنګټن د خبرو اترو د شرایطو په ویجاړولو تورن کړ او د امریکا وروستي بریدونه یې یو "غیر قانوني جنګ" وباله چې له تهران سره یې پخوانۍ هوکړې تر پښو لاندې کړې دي.
عربي لیګ په منځني ختیځ د ستر بحران خبرداری ورکړ او له ټرمپ څخه یې د اقدام غوښتنه وکړه
د عربي لیګ عمومي منشي نبیل فهمي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل چې د فلسطینیانو په وړاندې د اسرائیلو سیاستونه کابو کړي. هغه خبرداری ورکړ چې منځنی ختیځ د "چاودنې شیبې" ته نږدې شوی دی. فهمي وویل چې سیمه د فلسطین په اړه د بندون او "بې باکه کړکېچ" له امله "خورا خطرناک پړاو" ته رسیدلې ده. هغه له ټرمپ څخه وغوښتل چې "د اسرائیلو د حکومت افراطي غوښتنې مهار کړي،" د میشت ځایونو غیر قانوني پراختیا ودروي، د ۲۰۲۵ کال د غزي د سولې له نوښت څخه ملاتړ وکړي او په نیول شوې لویدیځه غاړه کې د اسراییلو بریدونه بند کړي. فهمي دغه راز د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ تفاهم او مذاکراتو ته د "چټک بیرته ستنیدو" غوښتنه وکړه.
سوریه د لبنان په جګړه کې پوځي مداخله ردوي
سوریې په ګاونډي لبنان کې د اسرائیلو په ګډون د پراخې سیمه ییزې شخړې سره سره، مستقیمه پوځي مداخله رد کړې ده. د سوریې ولسمشر احمد الشرع له الجزیرې سره په مرکه کې وویل چې سوریايي سرتیري به له سرحد څخه تېر نه شي، خو اشاره یې وکړه چې دمشق د بیروت د ننګونو په هوارولو کې د مرستې لپاره څو غیر پوځي "کارډونه" لري. الشرع خبرداری ورکړ چې په لبنان کې بې ثباتي سوریې ته هم غځیدلی شي، او ټینګار یې وکړ چې له دولتي کنټرول څخه وتلې وسلې ټولې سیمې ته ګواښ دی. هغه وویل چې د لبنان حکومت باید د قانون پلي کولو، وسلو، او د جګړې او سولې په اړه د پریکړو ځانګړی واک ولري.
د ځنګلونو اور په فرانسه او اسپانیا کې پراخې تخلیې ته لار هواره کړه
په جنوبي اروپا کې د اور یوې ویجاړونکې څپې له ۳۲۵ زره ډېر خلک له خپلو کورونو وتلو ته اړ کړي دي. دغه تاریخي اورونه په فرانسه او اسپانیا کې پراخې ویجاړۍ رامنځته کړې دي. د فرانسې په سویل لویدیځ کې، یوې بې سارې "اوریزې ورېځې" خپل بادي جریان او تندرونه رامینځته کړي، چې لمبې یې د "بورډو" ښاري سیمې ته رسولې دي. دا په داسې حال کې ده چې د ۴۰ درجو په شاوخوا کې سخته تودوخه د وضعیت د لا خرابیدو ویره پیدا کړې ده. دغو اورونو تر اوسه دوه فرانسوي اور وژونکي او یو اسپانوي اوسیدونکی وژلي دي. په ایټالیا کې هم د کړکېچ له امله ساحلي ساتونکي اړ شوي چې ۴۰۰ سیلانیان د بحر له لارې وباسي.
تورکیې برازیل ته ماتې ورکړه او د والیبال د ملتونو لیګ د سرو زرو مډال یې وګاټه
د تورکیې د ښځینه والیبال ملي لوبډلې د چین په "ماکاو" ځانګړې اداري سیمه کې برازیل ته ۳ پر ۱ ماتې ورکړه او د والیبال د نړیوال فدراسیون (FIVB) د ملتونو لیګ خپله دویمه اتلولي یې خپله کړه.
د ختیځې اسیا د لوبو په لوبغالي کې دغه بریا د ۲۰۲۴ کال د پاریس په اولمپیک کې د برازیل پر وړاندې د تورکیې د برونزو مډال د ماتې بدل (غچ) واخیست.
دا بریا له ۲۰۲۳ کال راهیسې د لوبډلې د مشر روزونکي "ډینیل سانتارلي" لپاره د سرو زرو درېیم مډال و.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې ته، د ټیلیفون له لارې مبارکي وویله او ترڅنګ يي د دې تاریخي لاسته راوړنې او تورکیې ته د ویاړ بښلو له امله د هغوې ستاینه وکړه.
دغې بریا د والیبال په نړیواله کچه د تورکیې زرین پړاو نور هم پیاوړی او تثبیت کړ.




















