لیدلوری
منځنی ختیځ
4 د لوستلو دقیقې
امریکا د ایران په جګړه کې د 'کلونو' ارزښت لرونکي مهمات کارولي دي، او په چټکۍ سره یې زیرمې کمېږي
د رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران پر وړاندې د امریکا د جګړې له دوو اونیو څخه په کمه موده کې، امریکا د "کلونو" ارزښت لرونکي مهمات کارولي دي، چې د جګړې د لګښت او د امریکا د وسلو زیرمو باندې د فشار په اړه اندیښنې راپورته کوي.
امریکا د ایران په جګړه کې د 'کلونو' ارزښت لرونکي مهمات کارولي دي، او په چټکۍ سره یې زیرمې کمېږي
امریکا د ایران په جګړه کې د 'کلونو' ارزښت لرونکي مهمات کارولي دي، او په چټکۍ سره یې زیرمې کمېږي / AP

امریکا د ایران په جګړه کې د 'کلونو' ارزښت لرونکي مهمات کارولي دي، او په چټکۍ سره یې زیرمې کمېږي

د رسنیو په یوه راپور کې ویل شوي چې د توماهاک توغندیو او هوايي دفاعي سیسټمونو ډېر کارول د زیرمو فشار راوړي ځکه چې پنټاګون د ۵۰ ملیارد ډالرو تمویل غوښتنه چمتو کوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران پر وړاندې د امریکا د جګړې له دوو اونیو څخه په کمه موده کې، امریکا د "کلونو" ارزښت لرونکي مهمات کارولي دي، چې د جګړې د لګښت او د امریکا د وسلو زیرمو باندې د فشار په اړه اندیښنې راپورته کوي.

د فایننشل ټایمز د پنجشنبې په ورځ د دریو کسانو په حواله چې له دې موضوع سره بلد دي، راپور ورکړ چې په چټک لګښت کې د توماهاک کروز توغندیو لوی شمیر شامل دی.

یوې سرچینې دا د «توماهوکونو پراخ مصرف» په توګه تشریح کړ، او زیاته یې کړه چې «بحري ځواکونه به د دې مصرف اغېز څو کاله احساس کړي.»

دغه جګړه چې د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوې، د پینټاګون چارواکو په واشنګټن، ډي سي کې د کانګرس غړیو ته د معلوماتو ورکولو له مخې په لومړیو شپږو ورځو کې تر ۱۱ میلیارده ډالرو ډېر لګښت درلود. د دې مصرف لویه برخه د ګران بیه هوايي دفاع او برید مهماتو کارول دي.

د ایراني چارواکو په وینا، اسرائیل او امریکا د فبروري په ۲۸مه په ایران باندې ګډ برید پیل کړ، چې تر اوسه پورې یې له ۱۳۰۰ څخه ډیر کسان وژلي دي، چې پکې د ایران د هغه وخت ستر مشر علي خامنه ای، له ۱۵۰ څخه ډیر د ښوونځي زده کونکي او لوړ پوړي پوځي چارواکي شامل دي. 

ایران د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو بریدونو سره غبرګون ښودلی، چې د اسرائیل ښارونه او په سیمه کې د امریکا پوځي اډې هدف ګرځوي.

ډیموکراتان مخالفت کوي، سپینه ماڼۍ اندېښنې ردوي

ډیموکرات سناتور مارک کیلي، یو زړور پخوانی افسر چې په ۱۹۹۰–۱۹۹۱ د خلیج جګړه کې یې برخه اخیستې وه، (MS NOW)  ته وویل چې د لګښت توازن بېخي څرګند دی.

هغه وویل: " هغه توغندي چې موږ پرې ډزو کوو، د پاتریاټ توغندي، د تاد توغندي … دغه وسلي، هر توغندی یې میلیونونه ډالر ارزښت لري،" او یادونه یې وکړه چې ایران نسبتاً ارزانه بې پيلوټه الوتکې کاروي. «دا محاسبه سمه نه ده.»

پینټاګون پلان لري له کانګرس څخه تر ۵۰ میلیارده ډالرو پورې اضافي پوځي بودیجه وغواړي، چې احتمال لري د قانون جوړونکو ترمنځ بحثونه رامنځته کړي، ځکه هغوی د ادارې ستراتیژۍ او د امریکا د دفاعي چمتوالي پر اوږدمهاله اغېز پوښتنې کوي.

جمهوري غوښتونکي سناتورې لیزا مورکووسکي سپینې ماڼۍ ته خبرداری ورکړ چې د بودیجې اتومات تصویب تمه ونلري.

هغې وویل: «تاسو باید موږ ته هغه معلومات، لکه څنګه چې غوښتل شوي، د توجیه سره وړاندې کړئ. یوازې دا مه ګڼئ چې د کانګرس رول یوازې د چیک لیکلو پورې محدود دی.»

د سنا پخواني جمهوري غوښتونکي مشر میچ مک کانل له همکارانو وغوښتل چې د جګړې په اړه د اختلافاتو سره سره تمویل تصویب کړي، او استدلال یې وکړ چې دا غوښتنه "په بیړني او ستراتیژیک دفاعي لومړیتوبونو کې د پانګونې لپاره ډیر وختي فرصت برابروي،" او زیاته یې کړه: "ضعف ننګونې ته بلنه ورکوي ."

په هرصورت، سپینې ماڼۍ د کمښت په اړه اندیښنې رد کړې.

د مطبوعاتو ویاندې کارولاین لیویټ وویل چې د امریکا پوځ «د عملیاتو د ایپیک فیوري د موخو د ترلاسه کولو لپاره چې ولسمشر (ډونالډ) ټرمپ ټاکلي، له کافي اندازې مهماتو، توغندیو او وسلو زیرمې څخه ډېر لري.»

هغې دا څرګندونه هغه وخت وکړه چې د ټرمپ منتقدین وايي هغه ندی روښانه کړی چې د جګړې موخه یا هدف څه دی، او د امریکا د عامه نظر پوښتنو له مخې اکثریت خلک په دې جګړه ناخوښه دي.

شنونکو فایننشل ټایمز ته وویل چې د وسلو ځای په ځای کول به کلونه وخت نیسي. د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز اټکل کوي چې د جګړې په لومړیو ۱۰۰ ساعتونو کې د امریکا ځواکونو ۱۶۸ توماهاک توغندي توغولي دي، چې یو امریکایي قانون جوړونکي په څرګند ډول وویل: «دا ډېر دی. او د ځای ناستې لپاره به یې کلونه وخت ونیسي.»

وپلټۍ
ايرانی چارواکی: د هرمز تنګی به تر هغو تړلی وي چې د ايران پر وړاندې ګواښونه پای ته نه وي رسېدلي
د ایران ولسمشر: موږ به د خپلې خاورې بشپړتیا وساتو، خو د جګړې د پراخولو لیوالتیا نه لرو
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ
د امریکا او سعودي عربستان له بریدونو وروسته د عراق د لومړي وزیر لخوا د بیړنۍ امنیتي غونډې بلنه
په تهران کې په یوه مرکزي سیمه کې د ټرمپ یو انځور ځوړول شوی چې پر سر يي  "انتقام" حتمي دی لیکل شوي دي
عراقچي د عمان او سعودي عربستان  د بهرنیو چارو وزیرانو سره پر "سیمه ییزو مسایلو" خبرې وکړې
په غزه کې له یوې ودانۍ څخه، د دوو کورنیو ۹۹ مړي راوویستل شول
ایران د هرمز تنګي نه  د ۶ کښتیو د تیریدو مخه ونیوله
"د اسرائیل د اپوزیسیون مشر پر نتانیاهو سختې نیوکې وکړې او د سرتیرو د وژل کیدو مسئول وبایله
ایران خبرداری ورکړ چې  اوکراین به ډېر ژر پوه شي چې ایران هېڅ اقدام بې ځوابه نه پرېږدي
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې