منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
امریکا د ایران پر قشم ټاپو بریدونه ترسره کړي
امریکایي چارواکو دا عملیات دفاعي بللي او ویلي یې دي چې موخه یې د هرمز په تنګي کې د ایران لخوا پر سوداګریزو کښتیو د برید کولو د وړتیا له منځه وړل وو.
امریکا د ایران پر قشم ټاپو بریدونه ترسره کړي
امریکا د ایران پر قشم ټاپو بریدونه ترسره کړي

د وال سټریټ ژورنال د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې امریکا د ایران پر قشم ټاپو بریدونه کړي دي.

د دوشنبې د ورځې دغه راپور شوی برید په داسې حال کې مخې ته راځي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کړې چې د سه شنبې د منځنۍ دورې ټاکنو وروسته له ایران سره د بیاځلي پراخې پوځي جګړې امکانات کم ارزښته وښيي.

د دغه چارواکي له قوله ویل شوي: "دا د هغو ایرانیانو په وړاندې یو دفاعي اقدام و چې د امریکا د اهدافو (شتمنیو) پر ضد یې له ځمکې څخه هوا ته توغول کېدونکي توغندي کارول."

ټرمپ د ورځې په پیل کې خبریالانو ته وویل: "موږ له ایران سره جګړه درلوده. موږ وګټله." هغه زیاته کړه: "زه نه پوهیږم چې ایا تاسو ورته جګړه ویلای شئ که نه، ځکه چې موږ له میاشتو راهیسې هیڅ جګړه نه ده کړې."

خو امریکايي چارواکو ژورنال ته ویلي چې امریکایي ځواکونو له څو اونیو راهیسې د ایراني اهدافو پر وړاندې په کوچنۍ کچه بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د راپور له مخې، ځینو امریکایي چارواکو دا عملیات دفاعي بللي او ویلي یې دي چې موخه یې دا وه ترڅو ایران په ستراتیژیک ډول مهم د هرمز تنګي کې پر سوداګریزو کښتیو د ګواښ یا برید وړتیا ترلاسه کولو ته پرېنږدي.

ایراني خبري اژانسونو راپور ورکړی چې د سه شنبې په سهار د ایران په سوېل کې د قشم ټاپو او ساحلي ښار بندر لنګي په ګډون په بعضو سیمو کې چاودنې اورېدل شوې دي.

د دوشنبې په ورځ، ټرمپ د سه شنبې د منځنۍ دورې ټاکنو وروسته پر ایران د بیاځلي پوځي بریدونو احتمال کم ارزښته وباله او ویې ویل چې ډیپلوماټیکې هڅې پرمختګ کوي.

کله چې یوه خبریال ترې وپوښتل چې ایا له ټاکنو وروسته پر ایران د بیا برید کولو په اړه فکر کوي، ټرمپ ځواب ورکړ: "نه."

ټرمپ ټینګار وکړ چې تهران به هیڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي، او زیاته یې کړه چې ایراني چارواکو لا دمخه دا دریځ درک کړی دی.

هغه استدلال وکړ چې تهران د اټومي وړتیاوو له ترلاسه کولو څخه ژغورل حیاتي دي، او خبرداری یې ورکړ چې له دې پرته به دا هېواد "هیڅکله په ورته ډول خپل فعالیت ونه شي کړای."

ټرمپ وویل: "موږ یو کال مخکې دا کار د هغو ښکلي بي-۲ (B-2) بم غورځوونکو الوتکو په واسطه ودراوه، چې هر هدف یې وویشت او پر هر څه یې سلګونه ټنه ډبرې واچولې."

ولسمشر همدارنګه اشاره وکړه چې ډیپلوماټیک ترتیبات "په ډېر ښه ډول سره یوځای کیږي،" او د یوې هوکړې تمې یې د انرژۍ د بیو له راټیټېدو سره وتړلې.

هغه وویل: "نو ځکه زه فکر کوم چې د تېلو بیې دومره په چټکۍ سره راټیټېږي."

وپلټۍ
ولسمشر اردوغان د ستراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا په موخه سویلي کوریا ته خپل سفر پیل کړ
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په استانبول کې لیدنه وکړه.
مجتبی خامنه‌يي ایراني ځواکونو ته هر ډول برید ته د 'جغرافیوي پلوه نامحدود' ځواب ورکولو امر کړی
اوکراین مسکو ته څېرمه د روسیې پر یوه لوی د تېلو په چاڼځای د برید ادعا کړې
د ټرمپ حکومت پلان لري چې ځیني افغان کډوال بیرته افغانستان ته ډیپورت کړي.
تورکیې فریدون سینیرلي اوغلو د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړ مقام ته کاندید کړ
که چیرې جمهوري غوښتونکي په منځمهاله ټاکنو کې بریالي نشي، ټرمپ به پر ایران د لوی برید په اړه غور وکړي
وینس : ټرمپ به په ایران کې خامخا خپلې موخې ترلاسه کړي
الماني محصلینو د ټولنیزو بودیجو د کمولو او اجباري عسکري خدمت پر خلاف د سرتاسري مظاهرو ګواښ کړی
اوکراین: د اورګاډي پر تمځای د روسیې په برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۵ ټپیان شوي دي.
تورکیه د تورکي یووالي او همکارۍ د پیاوړتیا په موخه د تورکي هېوادونو سازمان د ۱۳مې سرمشریزې کوربه ده
د تورکیې جمهوریت ۱۰۳ کلن شو
ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې جمهوریت د تاسیس د  ۱۰۳مې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ
اردوغان او ټرمپ  پر سیمه ییزو کړکېچونو، د اوکراین جګړې او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې
پاکستان ویلي دي چې د افغان ځواکونو د بریدونو په ځواب کې په افغانستان کې په بعضو نقطو بریدونه کړي دي.