د هغې دا څرګندونې د چین او امریکا ترمنځه د یو نوي ډیپلوماتیک شخړې لامل شوي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ له مسکا سره خبریالانو ته د زکاریا د تبصرو په ځواب کې وویل: «موږ هغې ته ښه راغلاست وایو چې موقع پیدا کړي او له چین نه ډېره لیدنه وکړي.»
د سپینې ماڼې نوې ویاندې زکاریا دا خبرې له امريکايي فعال او خپروندوی جېک پوسوبیک (Jack Posobiec) سره په مرکه کې کړې وې. همداشان هغې له هغې خپرونې یادونه وکړه چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د هغو وړاندوینې له پوښتنې سره مخ کړې وې چې ویل یې چین به ډېر ژر له اقتصادي پلوه پر متحده ایالاتو برلاسی شي.
هغې وویل: «زه دا خورا واضح یادوم، چې تازه له چین نه راستنه شوې وم او ما فکر کاوه: 'چین څنګه کېدای شي راتلونکی لوی اقتصادي ځواک وي؟ هغوی حتا مناسب تشنابونه هم نه لري.'»
زکاریا مخکې په چین کې ژوند کړی او ټاکل شوې ده چې په راتلونکې میاشت کې له دغه هېواد نه لیدنه وکړي.
پر لومړۍ خبري ناستې توندې نیوکې
د هغې دا څرګندونې د تجارت، ټیکنالوژۍ، تایوان او بشري حقونو په برخو کې د متحده ایالاتو او چین ترمنځ د لوړې کچې سیالۍ پر مهال کېږي، سره له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین له ولسمشر شی جین پینګ سره د خپلو «عالي اړیکو» په اړه پرله پسې بیانیې ورکړي دی. دواړو مشرانو په روان کال کې دوه ځلې لیدلي دي.
زکاریا د سپینې ماڼۍ له لومړۍ خبري ناستې وروسته هم له سختو پوښتنو او کره کتنې سره مخ شوې ده، چېرې چې منتقدینو د ساده پوښتنو په ځوابولو کې د هغې وړتیا تر پوښتنې لاندې راوسته او د خبرو پر مهال یې د خپل مېړه په اړه اشتباه وکړه او هغه یې ولسمشر وبللو.
دا ۴۱ کلنه ویانده د خپل حقوقي مخینې په تړاو د شکونو او ناکافي معلوماتو پر وړاندې هم له ځواب ویلو سره مخ شوې ده . هغې د دې پوښتنې ځواب ناڅرګند پاتې کړی چې ایا د وکالت ازموینه (Bar Exam) یې پاس کړې چې د متحده ایالاتو کې د قانوني خدمتونو او حقوقي رسمي فعالیتونو لپاره جبري دی .
زکاریا ځان وکیله معرفي کوي او د کالیفورنیا مېشتې یوې محافظهکارې غېر انتفاعي ادارې عمومي حقوقي مشره پاتې شوې ده. هغې دا هم ویلي چې مخکې یې په بیجینګ کې په یوه حقوقي شرکت کې کار کړی دی.
کله چې د پنجشنبې پر ورځ له هغې د حقوقي پس منظر په اړه وپوښتل شول، هغې وویل چې د وکالت ازموینې لپاره یې نوم لیکنه کړې وه، مګر له خپل مېړه سره چین ته د تګ لپاره پر نویو پلانونو ملګري شوه او «تر پامه او ذهني لوړ فشار لاندې» راغله.
هغې زیاته کړه چې متحده ایالاتو ته له راستنېدو وروسته د لومړي ماشوم د زېږېدو له امله یې بيا د دغې ازموینې له ورکولو ډډه وکړه.
























