د شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، د یالو سیند نوی پل نن سهار د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو. د هغو باروړونکو موټرو (ټېلرو) کاروان چې د چین بیرغونه یې لېږدول، له دغه پله څخه لومړنی تګ وکړ.
په دې مراسمو کې، چې د عامو خلکو پر مخ تړلي وو، د چین د لومړي وزیر لي چیانګ او د شمالي کوریا د لومړي وزیر پاک تې سونګ د ویناوو ثبت شوې ویډیوګانې خپرې شوې.
د چین لومړي وزیر لي په خپله وینا کې هیله وښوده چې نوی پرانیستل شوی پل به د ګمرکي چارو په اسانه کولو سره د سرحدي سیمو ترمنځ نښلون او د همکاریو کچه لوړه کړي.
د ۳ کیلومترو په اوږدوالي دغه پله د جوړولو چارې، چې د چین د داندونګ او د شمالي کوریا د سینوایجو ښارونه سره نښلوي، په ۲۰۱۴ کال کې بشپړې شوې وې، خو د شمالي کوریا لخوا د نښلوونکو سړکونو او شاوخوا برخو د جوړولو د نه بشپړېدو له امله ګټې اخیستنې ته نه و سپارل شوی.
د کوویډ-۱۹ ناروغۍ (۲۰۲۰-۲۰۲۲) له امله د شمالي کوریا لخوا د خپلو پولو له تړلو وروسته، د روان کال په مارچ میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي او الوتکو تګ راتګ بیا پیل شوی و.
تر دې وړاندې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویې لارې تګ راتګ د یالو سیند دپاسه د «چین-کوریا دوستۍ» پر یوه لیکه لرونکي (یو طرفه) پله ترسره کېده.




















