تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې او ګڼشمیر  نورو هېوادونو استازو  د باکو په سرمشریزه کې د اسرائیل پر وړاندې سخت غبرګون وښود
د تورکیې په ګډون د څو هېوادونو استازو د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اسیا په یوه امنیتي سرمشریزه کې د اسرائیل د ولسمشر د وینا له پیلېدو سره سم د غونډې تالار څخه ووتل.
د تورکیې او ګڼشمیر  نورو هېوادونو استازو  د باکو په سرمشریزه کې د اسرائیل پر وړاندې سخت غبرګون وښود
د تورکیې او ګڼشمیر  نورو هېوادونو استازو  د باکو په سرمشریزه کې د اسرائیل پر وړاندې سخت غبرګون وښود

د پنجشنبې په ورځ شاوخوا غرمه مهال «په اسیا کې د همکارۍ او باور جوړونې اقداماتو کنفرانس» په سرمشریزه کې د اسحاق هرزوګ د وینا له پیلېدو سره سم، د تورکیې په ګډون د څه باندې ۱۰ هېوادونو استازي د غونډې له تالار څخه ووتل.

ټي آر ټي ورلډ (TRT World) راپور ورکړی چې تورکیې د بهرنیو چارو د وزیر هاکان فیدان په مشرۍ د تورکیې پلاوی او د ۱۰ نورو هېوادونو استازي په باکو کې د اسیا د همکارۍ او باور جوړونې سرمشریزې ته د اسرائیل د ولسمشر د وینا پر مهال له تالار څخه ووتل.

ورته پرېکون د تېر سپټمبر میاشت کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د لوړې کچې غونډې پر مهال د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د وینا پر مهال هم لیدل شوی و.

د پنجشنبې د ورځې یوه ورځنۍ سرمشریزه، چې د اسیا د همکارۍ او باور جوړونې د سازمان د اوسني رئیس په توګه د اذربایجان په کوربتوب جوړه شوې، د غړو هېوادونو، څارونکو هېوادونو او شریکو نړیوالو سازمانونو استازي سره راټول شوي وو.

ویل کیږي پدې سرمشریزه کې خبرې اترې  د اذربایجان تر مشرۍ لاندې پر سیمه ییزو همکاریو، (ارتباطاتو)، ډیجیټل کولو او تلپاتې پراختیا تمرکز لري.

تمه کېږي چې په دې سرمشریزه کې به د باکو اعلامیه او د کاري خوندیتوب او روغتیا په برخه کې د همکارۍ په اړه یو بیان تصویب شي، او همدارنګه به د نوي غړي په توګه د لاوس (Laos) هېواد غړیتوب هم اعلان شي.

فیدان وروسته وویل چې «په اسیا کې د همکارۍ او باور جوړونې اقداماتو کنفرانس» (CICA) غړي هېوادونه باید د فلسطین (چې د دې ډلې له غړو څخه دی) د حقونو په ملاتړ او د روان ظلم او جدي سرغړونو په مخالفت کې کلک دریځ غوره کړي.

د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې په غزه کې د اسرائیل د نسل وژنې له امله تر ۷۴،۰۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۷۵،۰۰۰ ډېر ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې د دې کلابندې شوې سیمې شاوخوا ۹۰ سلنه زېربناوې زیانمنې یا ویجاړې شوې دي.

له هغه وخت راهیسې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې د فلسطینیانو او د هغوی پر شتمنیو د اسرائیلي ځواکونو او ناقانونه اسرائیلي میشتېدونکو بریدونه او یرغلونه هم لا زیات شوي دي.

 

وپلټۍ
د پیسو نړیوال صندوق مشره وايي، پر سعودي بریدونه کولای شي "هر ځای" منفي اغېزې ولري
زیلینسکي ویلي دي چې لویدیځ د سخت غبرګون د نه ښودولو له امله روسیې پر اوکراین خپل بریدونه شدید کړي
ایران ویلي چې له عمان سره د هرمز تنګي په هکله لازم توافق ته ورسېدو.
اکسیوس: "ټرمپ او نتنیاهو په اسرائیلو او امریکا کې له ټاکنو مخکې پر ایران د احتمالي برید په اړه خبرې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د سعودي په مشرۍ ایتلاف د حوثي وسله‌والو تر کنټرول لاندې صنعا کې د عملیاتو مخکې د وتلو خبرداری ورکړ
ولسمشر اردوغان: «تورکیه د سعودي عربستان تر څنګ ولاړه ده»
د جرمني په بوخوم ښار کې په یوه آپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پر توره بحیره له بریدونو وروسته ناټو دفاعي تدابیر زیاتوي. اروپايي ټولنې دا بریدونه په کلکو ټکو وغندل
د هند په ټاکنیزو لستونو کې د اصلاحاتو او د ټاکنیز تعصب د ادعاو پر سر د اعتراضونو او مظاهرې دوام لري.
په افغانستان کې حکومت د بي بي سي راډیويي خپرونې بندې کړې.
نتنیاهو د غزې په مستند فلم کې د شهادت ورکوونکو سرتیرو د محاکمې غوښتنه کوي
یو ایراني چارواکي ویلي دي چې له جګړې او بندیزونو سره سره ۵.۱۴ میلیونه ټنه نفتي توکي صادر شوي دي"
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی